پنجشنبه, مې 28, 2026
Home Blog Page 246

ډونالډ ترمپ؛د کولمبیا ولسمشر ګواښلی او د کوبا د احتمالي سقوط خبرداری یې ورکړی

0

د امریکا له لوري د وینزویلا د ولسمشر تر نیول کېدو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پترو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د سیمې سیاسي وضعیت په چټک ډول د بدلون پر لور روان دی.

ټرمپ ادعا کړې چې د کوبا حکومت به ډېر ژر له جدي ستونزو سره مخ شي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، ترمپ ویلي: «کوبا د سقوط په درشل کې ده. داسې ښکاري چې دا هېواد د بشپړې ړنګېدنې پر لور روان دی. زه نه پوهېږم چې دوی به څنګه دا وضعیت وساتي، که یې وساتلی هم شي؛ خو دا مهال کوبا هېڅ عاید نه لري.»

ترمپ زیاته کړې چې د کوبا اقتصادي بنسټ تر ډېره د وینزویلا پر مرستو او په ځانګړي ډول د دغه هېواد پر نفتو ولاړ و، او اوس چې وینزویلا له بحران سره مخ ده، د هاوانا حکومت هم له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ شوی دی.

مارکو روبیو:په وینزویلا کې د امریکا اقدامات د افغانستان، عراق او لیبیا له ماموریتونو سره توپیر لري

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، په وینزویلا کې د امریکا روان اقدامات او عملیات افغانستان، عراق او لیبیا کې د امریکایي ځواکونو له پخوانیو ماموریتونو سره د پرتلې وړ نه دي.

نوموړي دا څرګندونې له سي‌بي‌اېس نیوز سره په مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی چې وینزویلا یو لویدیځ هېواد دی او له منځني ختیځ، جنوبي اسیا او د سیمې له نورو هېوادونو سره یې پرتله کول ناسم دي.

روبیو ویلي، د وینزویلا وضعیت له سیاسي، جغرافیایي او ټولنیزو پلوه له هغو هېوادونو سره بنسټیز توپیر لري چې پخوا پکې امریکایي ځواکونه ښکېل پاتې شوي دي.

د هغه په وینا، په وینزویلا کې د امریکا اقدامات محدود، هدفمند او د ځانګړو ستراتیژیکو موخو پر بنسټ ترسره کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه زیاته کړې چې واشنګټن نه غواړي په وینزویلا کې د اوږدمهاله پوځي ښکېلتیا لاره خپله کړي او هڅه کوي چې موضوع د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.

د بریتانیا ټایمز ورځپاڼه:علي خامنه‌ای د احتمالي ناکراریو پر مهال روسیې ته د تښتېدو پلان لري

0

د بریتانیا ټایمز ورځپاڼې د یوه لوېدیځ استخباراتي بنسټ د راپور پر بنسټ لیکلي چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌ای د هېواد پرېښودو لپاره یو بدیل پلان چمتو کړی، که چېرې امنیتي ځواکونه د اعتراضونو په مهار کې پاتې راشي؛ نو دی به له هېواد وتښتي.

د راپور له مخې، که خامنه‌ای وویني چې پوځ او امنیتي ځواکونه د امرونو له پلي کولو ډډه کوي، وېشل کېږي یا له دندو لاس اخلي، نو نوموړی به له تهران څخه د شاوخوا ۲۰ نږدې کسانو په ګډون، چې د کورنۍ غړي او ځانګړي سلاکاران پکې شامل دي، له هېواده ووځي.

سرچینه زیاتوي چې په دې محدوده کړۍ کې د هغه زوی مجتبی خامنه‌ای هم شامل دی، چې د احتمالي ځایناستي په توګه یادېږي.

د ایران او اسرائیل څېړونکي ټایمز ته ویلي، په دې سناریو کې د خامنه‌ای احتمالي منزل مسکو دی، ځکه د هغه په وینا «بل مناسب ځای ورته نشته».

راپور زیاتوي چې دا پلان د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د تېښتې له تګلارې اخیستل شوی، چې نوموړی د مخالفو ځواکونو له دمشق ته د ننوتو مخکې مسکو ته وتښتېد.

خیبر پښتونخوا؛لکي مروت کې د چاودنې له امله د ښځو په ګډون ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لکي سیمنټ فابریکې د کارکوونکو پر یو مسافر وړونکي بس د ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي (IED) د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي، چې په ټپیانو کې دوې ښځې هم شاملې دي.

ځایي سرچینې وایي، له چاودنې وروسته د بس پر لور ډزې هم شوې چې له امله یې د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

د راپورونو له مخې، یاد بس د بېګوخېل قبیلې سپرلۍ لېږدولې.

سرچینې زیاتوي چې د وسله‌والو طالبانو له اړوندو ډلو او د سیمې د ځايي قبایلو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.

په سیمه کې ځینو قبایلو د ځان ساتنې لپاره د «امن کمېټې» تر نامه لاندې ډلې جوړې کړې دي، چې امنیتي سرچینې یې ځايي وسله‌وال ملیشې بولي او وایي موخه یې د خپلې سیمې دفاع ده.

پولیس وایي، د دې پېښې په تړاو پلټنې پیل شوې دي.

روسیه:واشنګټن له دې وروسته صلاحیت نه لري چې د روسیې پر کړنو نیوکې وکړي

0

د روسیې د امنیت شورا مرستیال ډیمیتري مدودف د امریکا له لوري د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو نیول یو ښکاره تېری بللی او ویلي یې دي چې دا اقدام د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف دی.

مدودف ټینګار کړی چې واشنګټن له دې وروسته اخلاقي او حقوقي صلاحیت نه لري چې د روسیې پر کړنو نیوکې وکړي، ځکه خپله یې د نړیوال قانون سرغړونه کړې ده.

بلخوا، د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکا له لوري د ترهګرۍ او د نشه‌یي توکو د قاچاق په تورونو تورن شوی او ټاکل شوې ده چې نن، دوشنبه، د نیویارک په یوه محکمه کې حاضر کړل شي.

دا موضوع د نړیوالو سیاسي کړیو له لوري په پراخه کچه څارل کېږي او ویل کېږي چې دا کار به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.

د هیواد پیژندل شوی پخوانی ژورنالیست، شاعر او لیکوال شاه زلمی زلمی د ژوند پور پرې کړ

‏د افغانستان پیژندل شوي شاعر، لیکوال او ژورنالیست شاه زلمی زلمی په جرمني کې د ورپیښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

د شمشاد ټلویزیون د نشراتو پخواني مشر نسیم پښتون د ښاغلي زلمي د مرګ خبر په خپله فیسبوک‌پاڼه خپور کړی دی.

ښاغلي زلمي د شمشاد او میوند ټلویزیونو کې د کار اوږده مخینه درلوده.

د وینزویلا دفاع وزیر:د نیکولاس مادورو د امنیتي ټیم لویه برخه د امریکایي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوې

0

د وینزویلا دفاع وزیر، جنرال ولادیمیر پادرینو په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي چې د ولسمشر نیکولاس مادورو د امنیتي ټیم یوه لویه برخه د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوې ده.

د رویټرز د راپور له مخې پادرینو د وژل شویو کسانو دقیق شمېر نه‌دی ورکړی، خو ویلي یې دي چې د هېواد ټول وسله‌وال ځواکونه د ملي حاکمیت د ساتنې لپاره په بشپړ چمتووالي کې دي.

هغه همدارنګه د ډلسي رودریګز ملاتړ اعلان کړ او هغه یې د لنډمهالې ولسمشرې په توګه د اعتبار وړ وبلله.

دا څرګندونې په داسې حال کې خپرېږي چې امریکایي ځانګړو ځواکونو د “دلتا فورس” نیکولاس مادورو د هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې نیولی، او دغه عمل د سیمه‌ییزو سیاسي کړکیچونو او نړیوالو اندېښنو لامل شوی دی.

د بشري حقونو بنسټونه:په ایران کې د اعتراضونو پر مهال لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي

0

د بشري حقونو بنسټونه وايي، په ایران کې د تېرو یوې اوونۍ احتجاجونو او ناکراریو پر مهال لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او سلګونه نور نیول شوي دي.

راپورونه ښيي چې دا لاریونونه د اقتصادي فشارونو او د اسعارو د لوېدو له امله پیل شوي دي.

ایراني چارواکي د اعتراضونو د مشرانو د نیولو خبره کوي؛ خو پراخې نښتې د هېواد په لوېدیځو، مرکزي او سوېلي سیمو کې دوام لري.

له ونزویلا تر واشنګټن؛د زورکارې مداخلې په اړه نړیواله اندېښنه

لیکوال: ارمان افغان، حماسه میډیا

د ۲۰۲۶کال د جنورۍ په ۳یم یا نن د امریکا ځانګړو ځواکونو د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو نیول اعلان کړل. دا اقدام د امریکا له خوا تر ټولو مستقیم او بې‌سابقه پوځي مداخلت بلل کېږي، چې د ونزویلا د داخلي سیاسي جوړښت، سیمه‌ییز ثبات او نړیوال قانون لپاره یې ژورې پوښتنې رامنځته کړې دي.

نړیوال قانون او ملګري ملتونه:
د ملګرو ملتونو منشور د دولتونو حاکمیت او د زور د نه‌استعمال اصول په ډاګه تضمینوي او د مادورو نیول د نړیوال قانون له نظره د زورکارې مداخلې په توګه ګڼل کېږي ځکه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې عملیاتو منظوري نه ده ورکړې او د امریکا ادعاوې د “خوددفاع” د استثنا معیارونه نه پوره کوي چې دا اقدام هم د یو خپلواک هېواد په کورنیو چارو کې مستقیمه لاس‌وهنه ده.
بل خوا د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو او د نړیوالو حقوقو کارپوهانو دا اقدام د نړیوال قانون د اصولو خلاف بللی او د نړیوال نظم لپاره یې “خطرناک precedent” بللی دی.

امریکا کې سیاسي او قانوني ننګونې:
د امریکا اساسي قانون د ولسمشر د ځواکونو د کارونې محدودیت لري، او د جګړې اعلان یا پوځي عملیات باید کانګرس تصویب کړي. د مادورو د نیولو عملیات د ولسمشر لخوا د اجرایي واک په چوکاټ کې تشریح شوي، خو کانګرس ته یې رسمي اجازه نه ده ورکړل شوې.
په امریکا کې د دې اقدام په اړه سخت سیاسي بحث روان دی چې ډیموکراتان او ځینې جمهوري غوښتونکي سناتوران دا د اساسي قانون سرغړونه بولي او د ولسمشر د اختیار د محدودولو غوښتنه کوي. دا لانجه د امریکا د کورنیو قواوو د توازن، قانون او اجرایي واک په اړه نوې پوښتنې راپورته کوي.

ونزویلا کې داخلي وضعیت:
د مادورو رژیم دا اقدام د نړیوال یرغل په توګه غندلی، او د اساسي قانون له نظره یې د حاکمیت خلاف ګڼلی دی. د اپوزیسیون مشران بیا د مادورو نیول د بدلون فرصت بولي او د نوي حکومت جوړولو ژمنې کوي. عام وګړي د دې پېښې له امله اندېښمن دي، ځکه د بهرني ځواک مداخله ممکن د اوږدمهاله سیاسي بې‌ثباتۍ لامل شي.

سیمه‌ییزې اغېزې:
ګاونډي هېوادونه، په ځانګړي توګه برازیل، کولمبیا، چلي او میکسیکو، د امریکا عملیات غندلي او دا یې د سیمې د امنیت لپاره خطرناک بللي دي. چین، روسیه او څو نورو نړیوالو قدرتونو هم د امریکا اقدام د نړیوال قانون خلاف ګڼلی. سیمه‌ییزو دولتونو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د عاجلې غونډې غوښتنه کړې، څو د نړیوالې سولې او قانوني چوکاټونو ملاتړ یقیني کړي.

نړیوال سیاسي روان:
دا پېښه د نړیوال نظم لپاره یوه لویه ازموینه ده. د زورکارې مداخلې او د دولتونو د حاکمیت ترمنځ ټکر، د امریکا نړیوال اعتبار کمزوری کول، او د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ احتمالي سیالي د راتلونکي نړیوال سیاست مهمې پوښتنې دي.

احتمالي راتلونکی:
د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د اصولو اعتبار به تر ازموینې لاندې راشي.
په لاتیني امریکا کې د امریکا پر ضد مخالفتونه ممکن پراخ شي.
د امریکا دننه سیاسي بحران به د ولسمشر د اجرایي واک محدودولو لپاره دوام وکړي.
سیمه‌ییز امنیت ممکن د اوږدمهاله فشارونو او بې‌ثباتۍ له امله تر ګواښ لاندې راشي.

نتیجه:
د مادورو نیول یوازې د ونزویلا د کورنیو سیاسي چارو بدلون نه دی، بلکې د نړیوال قانون، د امریکا داخلي سیاست، سیمه‌ییز امنیت او نړیوال نظم لپاره یې هم ژورې ستونزې رامنځته کړې. همدا رنګه دا پېښه د نړیوال سیاست، قانون او ځواک د توازن لپاره نوې او مهمه ازموینه ده.

ډونالډ ټرمپ:افغانستان کې پرېښودل شويو تجهیزاتو امریکا د ملنډو هدف کړه؛ خو د وینزویلا عملیاتو زموږ ځواک بیا وښود

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د وینزویلا د بهرنیو چارو له وزیر ایوان خیل پینتو سره په ټیلیفوني تماس کې د امریکا لخوا د وینزویلا پر وړاندې پوځي تجاوز او د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د نیولو په اړه خبرې کړې.

عراقچي د امریکا دا اقدام د “دولتي ترهګرۍ” بېلګه بللې او ویلي چې دا د وینزویلا د ملي حاکمیت او خلکو د ارادې سرغړونه ده.

هغه د ایران له لوري د وینزویلا د خلکو او منتخب حکومت ملاتړ څرګند کړی دی.

د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر د ایران د ملاتړ او اصولي دریځ ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې وینزویلا به د خپل ملي حاکمیت او د خپل برخلیک د ټاکلو حق د دفاع لپاره د امریکا د ناقانونه سیاستونو پر وړاندې کلک دریځ غوره کړي.