پنجشنبه, مې 28, 2026
Home Blog Page 236

عباس عراقچي:امریکا هغه څه چې په خپل کور کې نشي زغملی، په ایران کې یې د «ازادۍ اعتراض» بولي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، هغه صحنې چې لوېدیځ یې په ایران کې د «ازادۍ لپاره اعتراض» بولي، په حقیقت کې منظمې ترهګرۍ ته ورته دي؛ هغه څه چې د امریکا حکومت به یې هیڅکله په خپلو سرحدونو کې ونه زغمي.

عراقچي په خپله ایکس پاڼه د امریکا د کورني سیاست وروستیو پېښو ته په اشارې ویلي، په متحده ایالاتو کې یوه بې‌ګناه ځوانه ښځه، امریکایي تبعه او د درې ماشومانو مور د کډوالۍ ادارې (ICE) له‌خوا په نږدې واټن کې ووژل شوه او د واشنګټن ادارې یې «کورنی ترهګر» وباله، حال دا چې ولسمشر ټرمپ دا پېښه «ځان‌ساتنه» وبلله.

هغه زیاته کړې، د امریکا د کورني امنیت وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې پر فدرالي مامور د لاس پورته کول به د قانون له سخت غبرګون سره مخ شي خو همدا اداره، په ایران کې د وسله‌والو بریدونو او د پولیسو د وژنو پر وړاندې دوه‌ګونی معیار کاروي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې په ایران کې پولیس افسران د حقیقي ترهګرو له‌خوا وژل کېږي او دغه شبکې د بهرنیو استخباراتي کړیو تر نفوذ لاندې دي.

عراقچي لیکلي: «موږ اسناد لرو. دا ازادي غوښتنه نه ده، دا ترهګري ده.»

تسنیم خبري اژانس:په ایران کې د اعتراضونو پر مهال ۱۱۱ پولیس وژل شوي

0

د ایران دولتي رسنۍ، تسنیم خبري اژانس، راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د اقتصادي بحران پر ضد روانو مظاهرو کې لږ تر لږه ۱۱۱ پولیس افسران وژل شوي دي.

همدارنګه يادې رسنۍ د مظاهره کوونکو ښځو، ماشومانو او لارویانو مرګونه هم تایید کړي خو د کره شمیر ارقام نه دي په ډاګه شوي.

اعتراضونه د انفلاسیون د زیاتوالي په غبرګون کې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې پیل شوي او په پراخه کچه دوام لري.

تسنیم خبري اژانس؛په تهران او شاوخوا ښارونو کې د ګڼو ملکي وګړو وژل کېدل تایید کړل

0

د ایران دولتي، تسنیم خبري اژانس منلې چې په تهران او شاوخوا سیمو کې د تېرو څو شپو په جریان کې د اعتراضونو پر مهال د وژل شویو کسانو شمېر «د پام وړ» دی.

بل خوا هم‌مهاله خپلواکې نړیوالې ادارې وایي د پراخ انټرنېټي بندیز له امله د قربانیانو دقیق شمېر نه شي تثبیتېدای.

تسنیم د خپلو باخبره سرچینو له مخې ادعا کړې چې په وژل شویو کې ښځې، ماشومان، لارویان، دوکانداران او د اعتراض برخه‌وال شامل دي.

په همدې حال کې، ګڼ عیني شاهدان وایي چې د ایران امنیتي ځواکونو پر معترضانو په جګړه‌ییزو مرمیو ډزې کړې دي.

سره له دې، تسنیم دا مرګونه «د داعش‌ډوله ترهګریزو بریدونو» پورې تړي او د ایران له ځواکونو یې دفاع کړې ده.

د ایران د اعتراضونو په تړاو؛د اسراییلو سیاسي ـ امنیتي کابینه بیړنۍ غونډه کوي

0

د اسراییلو رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د وروستیو اعتراضونو په تړاو به د دې هېواد سیاسي ـ امنیتي کابینه د سې‌شنبې په ورځ غونډه وکړي.

د اسراییلو چینل ۱۲ هم ویلي چې لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به د یکشنبې په ماښام له جګپوړو امنیتي چارواکو سره خبرې اترې ولري.

یادې شبکې زیاته کړې چې دا خبرې اترې له مخکې پلان شوې وې او ټولې امنیتي برخې به پکې شاملې وي، خو اټکل کېږي چې په ایران کې روان وضعیت به هم د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د ایران د اعتراضونو په تړاو؛د اسراییلو سیاسي ـ امنیتي کابینه بیړنۍ غونډه کوي

0

د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف امریکا ته خبرداری ورکړی چې هر ډول پوځي اقدام به یوازې د ایران په ځواب پورې محدود نه پاتې کېږي، بلکې د امریکا او اسراییلو ستراتیژیکې پوځي اډې به هم د تهران د هدف په لېست کې شاملې شي.

هغه وویل، ایران د خپل امنیت د ساتنې لپاره یوازې د برید وروسته غبرګون ته منتظر نه پاتې کېږي او که خطر نږدې شي، مخکینی اقدام هم د تهران له انتخابونو څخه دی.

دا دریځ په داسې وخت اعلان شوی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ سیاسي او پوځي کړکېچ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی.

ندا محمد ندیم؛عمان ته په یو رسمي سفر ولاړ

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم نن عمان ته د رسمي سفر لپاره ولاړ.

د سفر موخه د عمان له علمي او تعلیمي بنسټونو سره د همکاریو د پراختیا او د لوړو زده کړو په برخه کې د نوو پروګرامونو د پیل امکاناتو څېړل ښودل شوي دي.

د طالبانو حکومت د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ندیم به د عمان له پوهنتونونو، څېړنیزو مرکزونو او نورو علمي موسسو لیدنې وکړي او د ګډو پروژو پر جوړښت او فرصتونو خبرې وکړي.

له دې وړاندې ندا محمد ندیم ایران ته په یو رسمي سفر تللی و چې موخه یې د لوړو زده کړو پیاوړتیا بلل شوې وه.

ایران کې حکومت ضد لاریونونه؛اسرائیل د ایران د لاریونونو او د امریکا د احتمالي مداخلې له امله تیارسۍ حالت ته داخل شوی

0

رویټرز د دریو اسرائیلي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په ایران کې د وروستیو کلونو تر ټولو لویو حکومت‌ضدو لاریونونو او د امریکا د احتمالي مداخلې له هم‌مهاله کېدو سره، اسرائیل د لوړې کچې تیارسۍ په حالت کې دی.

په راپور کې د یوې اسرائیلي باخبره سرچینې له قوله ویل شوي چې د شنبې په ورځ د نتانیاهو او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ په ټیلیفوني خبرو کې دواړو لورو د ایران په اړه د امریکا د احتمالي مداخلې پر موضوع خبرې کړي دي.

کریم خرم:د باغ بالا او شهرنو پارک ویجاړول به کابل ته نه جبرانېدونکی چاپېریالي او تاریخي زیان واړوي

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس، کریم خرم، خبرداری ورکړی چې د باغ بالا تپه او شهرنو پارک کې د ودونو تالارونو، تیلو پمپونو او لوړو ودانیو جوړول به د کابل ښار ایکوسیستم، شنو ساحو او تاریخي هویت ته جدي او نه جبرانېدونکی زیان ورسوي.

خرم وايي، باغ بالا او شهرنو پارک هغه دوه نادرې شنې سیمې دي چې د کابل د زیات نفوس، د اوبو کمښت او د هوا ککړتیا په شرایطو کې حیاتي ارزښت لري.

د ده په وینا، د دغو ځایونو له منځه وړل نه یوازې چاپېریالي فاجعه ده، بلکې د کابل د راتلونکي ژوند د کیفیت پر ضد مستقیم ګوزار دی.

هغه ټینګار کړی چې باغ بالا تپه سربېره پر طبیعي ارزښت، تاریخي اهمیت هم لري، ځکه دا د امیر عبدالرحمن خان د دورې قصر او د کابل د تاریخي هویت یوه مهمه برخه ده.

ښاغلي خرم د طالبانو حکومت چاپېریال ساتنې ادارې، د زراعت وزارت او د کابل ښاروالۍ څخه غوښتي چې خپل قانوني مسوولیت ادا کړي او اجازه ورنه کړي چې د “یو څو حریصو کسانو” د مالي ګټو لپاره د کابل شنې او تاریخي سیمې له منځه ولاړې شي.

نوموړي همدارنګه خبرداری ورکړی چې که دا بهیر ونه درېږي، کابل به نه یوازې خپل طبیعي تنفس، بلکې خپله تاریخي څېره هم له لاسه ورکړي.

لینډسي ګراهام:د ایران خلکو ته اوس او د تل لپاره ازادي، مرګ د آیت‌الله پر حکومت

0

د امریکا جمهوري‌پال سناتور لیندسي ګراهام د ایران د اعتراض کوونکو په ملاتړ د ډونالډ ټرمپ د نوي پیغام په بیا خپرولو سره لیکلي:«ښاغلی ولسمشر، لکه د تل په شان، تاسو سل په سلو کې سم وایاست.»

ګراهام ویلي، چې اوس باید د تل لپاره د ایران خلک ازاد شي او دوی اوږده کړاوونه ګاللي دي.

هغه دغه راز زیاته کړې:«مرګ د آیت‌الله پر حکومت.»

ګراهام په پای کې ویلي، راځئ چې ایران ته بیا ځل عظمت ور وګرځوو.

د افغانستان تولید؛د ترکیې په دوموتکس نندارتون کې د ۱۹ هیوادونو ترمنځ سیالۍ کې افغاني غالۍ لومړی مقام خپل کړی

د ترکیې په استانبول ښار کې دوموتکس(DOMOTEX) نړیوال نندارتون پر مهال، د افغانستان یوې غالۍ‌جوړوونکې کمپنۍ د ۱۹ هېوادونو له شرکتونو سره تر سیالۍ وروسته د نندارتون د غوره تولیداتو لوړه جایزه ګټلې.

یاد نندارتون، د جنورۍ په ۸مه پیل شوی و چې د نړۍ د غالیو د صنعت له سترو شرکتونو سره یو مهم نړیوال فورم بلل کېږي.

افغان شرکت په دې نندارتون کې د لاس‌اوبدل شوو غالیو نوې ټولګه وړاندې کړې وه چې د کیفیت، نوښت او دودیز هنر د یوځای کېدو له امله د نړیوالو داوریانو پام ور واړاوه.