شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 226

خیبر پښتونخوا؛بنو ولسوالۍ کې د سولې کمېټې د مشر پر کور د ډرون برید شوی

0

د خېبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ د لندي ډک سیمې کې نن سهار شاوخوا درې بجې د سولې کمېټې د یوه مشر پر کور د چاودېدونکو توکو بار کوادکوپټر ډرون برید شوی دی.

د ځایي سرچینو او پولیسو په وینا، په دې پېښه کې انساني تلفات نه دي اوښتي؛ خو په کور کې موجود څاروي د چاودنې له امله سوځېدلي او له منځه تللي دي.

پولیسو ویلي چې د پېښې پلټنې روانې دي.

کابل؛او شاوخوا سیمې ۵․۷ درجې زلزلې ولړزولې

نن د جمعې په ورځ شاوخوا د سهار په ۱۰:۰۹ بجو یوې نسبتاً قوي زلزلې د افغانستان پلازمېنه کابل ولړزاوه.

د اروپايي ـ مدیترانې زلزله‌پېژندنې مرکز (EMSC) د معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې کچه ۵․۷ درجې ثبت شوې ده.

د زلزلې مرکز د کندز ښار څخه شاوخوا ۶۱ کیلومتره لرې او د ځمکې په ۳۵ کیلومتره ژورتیا کې موقعیت درلود.

دا لړزه په کابل او شاوخوا سیمو کې احساس شوې، خو تر دې دمه د مرګ ژوبلې او مالي زیان راپورونه نه دي ورکړل شوي.

شمالي وزیرستان؛پر بویا پوځي قرارګاه ځانمرګی موټر بمب برید شوی

0

د راپورونو له مخې د شمالي وزیرستان د بویا کلي پر پوځي قرارګاه نن سهار ځانمرګی موټربم برید شوی.

د سرچینو په وینا، په برید کې ټول پنځه بریدګر شامل وو، چې یو یې ځانمرګی برید ترسره کړی او څلور نور د قرارګاه دننه ننوتي.

تر دې دمه د اووښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي څرګند شوي.

د برید مسؤلیت د حافظ ګل بهادر ډلې پورې تړلو کوډ شویو چینلونو منلی دی.

زلاله هاشمي:زه روغه یم او له افغانستانه بهر یم

زلاله هاشمي، چې د «ستاره افغان» د موسیقۍ له سیالۍ وروسته د افغانستان له پېژندل شوو هنرمندانو څخه وه، له څو میاشتو چوپتیا او د خلکو د اندېښنو وروسته په لومړي ځل د خپل حالت په اړه معلومات ورکړي دي.

هغې د یو پیغام له لارې ویلي چې روغه ده او له افغانستان بهر ده؛ خو د خپل اوسني استوګنځي په اړه یې څه نه دي ویلي.

هغې له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې د دې د حالت په اړه اندېښمن وو.

نوموړې همداراز ویلي چې د مناسب وخت په رارسېدو سره به له خپلو مینه‌والو سره نور معلومات هم شریک کړي.

د یادونې ده چې څه وخت مخکې د زلاله هاشمي د نادرکه کیدو راپورونه خپاره شوي وه.

پاکستان:د داعش خراسان څانګې د رسنیو مشر سلطان عزیز اعظم نیول شوی

پاکستان وایي د داعش خراسان څانګې (ISKP) د رسنیو مشر سلطان عزیز اعظم یې نیولی دی.

د پاکستان دولتي ټلویزیون د استخباراتي سرچینو له قوله ویلي، ۴۷ کلن اعظم د مې په میاشت کې پاکستان ته د داخلېدو پر مهال نیول شوی و.

نوموړی د ننګرهار پوهنتون څخه فارغ او له ۲۰۱۶ کال راهیسې د ISKP غړی و.

تردې مهاله داعش ډلې د هغه نیول کېدل نه دي تایید کړي.

جرمني؛په پاکستان کې مېشت ۵۳۵ افغانان جرمني ته لېږدوي

د جرمني حکومت پرېکړه کړې چې په پاکستان کې مېشت ۵۳۵ افغان وګړي جرمني ته ولېږدوي.

د راپورونو له مخې، دا کسان هغه افغانان دي چې یا یې پخوا له جرمني ځواکونو سره کار کړی او یا هم د طالبانو حکومت له لوري له ګواښ سره مخ دي.

دا د پناه غوښتنې پروګرام د جرمني د پخواني حکومت له‌خوا د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته پیل شوی و؛ خو د نوي صدراعظم فریدریش مرتس له راتګ سره د دې پروګرام یوه برخه ځنډول شوې وه.

پاکستان دغو افغانانو ته د قضیو د حل لپاره د روان کال تر پایه وخت ورکړی، او جرمني چارواکي هڅه کوي چې ډېری چارې د ډسمبر تر میاشتې بشپړې کړي.

بي‌بي‌سي:شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال له سلو زیاتو هېوادونو کې مېشت دي

د بي‌بي‌سي د حقیقت موندنې د نوې څېړنې له مخې، افغان کډوال دا مهال د نړۍ له سلو زیاتو هېوادونو کې ژوند کوي او د ثبت شویو شمېر یې له شپږو میلیونو اوښتی دی.

راپور ښيي چې ایران، پاکستان او جرمني د افغان کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېوادونه دي، او همداراز په اروپا، امریکا، کاناډا، اسټرالیا او منځنۍ اسیا کې هم میلیونه افغانان مېشت دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، که څه هم د کډوالو شمېر په ۲۰۲۳ کال کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی و؛ خو په وروستیو کلونو کې د میلیونونو افغانانو د بېرته ستنېدو له امله دا شمېر راکم شوی دی.

کرکټ؛کانوې او لېتھم د کرکټ په نړۍ کې د ۳۲۳ منډو ملګرتیا ریکارډ جوړ کړ

0

د نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلې اوپنرانو ډېون کانوې او ټام لېتھم د ورلډ ټېسټ چمپئن‌شیپ په تاریخ کې تر ټولو لوی د لومړۍ ویکټې ریکارډ خپل کړ.

دا تاریخي کارنامه د ویسټ انډیز پر وړاندې ټېسټ لوبه کې، د ماؤنټ ماونګانوي په بې اوول لوبغالي کې ترسره شوه.

نیوزیلنډ د ټاس تر ګټلو وروسته بیټنګ غوره کړ او د لومړۍ ورځې تر پای پورې یې د یوې ویکټې په تاوان ۳۳۴ منډې جوړې کړې.

ډېون کانوې ۱۷۸ ناسوځېدلې منډې او کپتان ټام لېتھم ۱۳۷ منډې وکړې.

دواړو لوبغاړو د لومړۍ ویکټې لپاره د ۳۲۳ منډو ملګرتیا وکړه، چې د ورلډ ټېسټ چمپئن‌شیپ په تاریخ کې تر ټولو لوی اوپننګ پارټنرشیپ دی.

په دې سره یې د هندوستان د اوپنرانو روهیت شرما او ماینک اګروال پخوانی ریکارډ مات کړ، چې هغوی په ۲۰۱۹ کال کې د سویلي افریقا پر وړاندې د ۳۱۷ منډو ملګرتیا کړې وه.

فنلنډ؛د نژادپالنې له امله د فنلنډ د ښکلا ملکې څخه تاج واخیستل شو

0

هلنسکي: د ټولنیزو رسنیو له لارې د نژادپالنې په تور د فنلنډ د ښکلا ملکې، سارا دزافسه، تاج او رسمي لقب ترې بېرته واخیستل شو.

۲۲ کلنه سارا دزافسه، چې تېره میاشت یې په تایلنډ کې د «مس یونیورس» نړیوالې سیالۍ پر مهال د فنلنډ استازولي کوله، وروسته له هغې له سختو نیوکو سره مخ شوه چې پر ټولنیزو رسنیو یې یو لانجمن انځوریز پوسټ خپور کړ.

نوموړې په خپاره کړي انځور کې دواړه سترګې له څنډو کش کړې وې او تر څنګ یې لیکلي وو: «له یوه چینایي سره د ډوډۍ خوړلو پر مهال».

دا پوسټ د ډېرو له لوري نژادپالنه وبلل شوه او په چین، جاپان او سویلي کوریا کې یې پراخ غبرګونونه راوپارول.

که څه هم سارا د رامنځته شوې لانجې له امله بخښنه وغوښته، خو دا بخښنه د ښکلا سیالیو د تنظیموونکې کمېټې او عامه افکارو له نظره کافي ونه ګڼل شوه.

د «مس فنلنډ» د سیالیو تنظیموونکې کمېټې اعلان وکړ چې د نژادپالنې له امله د سارا دزافسه تاج او لقب بېرته اخیستل شوی او ټینګار یې وکړ چې نژادپالنه په هېڅ ډول د زغملو وړ نه ده.

بلخوا، د فن‌لنډ لومړي وزیر هم د دې پېښې په اړه غبرګون ښودلی او دا یې یو بې‌فکره او احمقانه عمل بللی، چې په وینا یې د هېواد نړیوال اعتبار ته یې زیان رسولی دی.

د ملګرو ملتونو راپور:د مقاومت جبهې او ازادۍ جبهې بریدونه محدود شوي، د طالبانو حکومت ته جدي ګواښ نه دی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ښيي، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له میاشتې تر جولای پورې، د مقاومت جبهې د طالبانو پر ضد ۷۳ او د ازادۍ جبهې د ۴۳ بریدونو مسؤلیت منلی دی.

راپور زیاتوي چې دا بریدونه که څه هم دوامداره وو؛ خو پراکنده او محدود و او د طالبانو حکومت د واکمنۍ لپاره جدي ګواښ نه ګڼل کېږي.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله د دغو بریدونو شمېر کم شوی دی؛ په تېره بیا مقاومت جبهې او ازادي جبهې په ترتیب سره د تیر کال په پرتله کم بریدونه ترسره کړي.

د یادونې ده چې دغه دواړه ډلې د طالبانو حکومت پر ضد فعالیت کوي.