سه شنبه, جون 23, 2026
Home Blog Page 225

کریم خرم:د اوسني وضعیت د حل لپاره د لویې جرګې رابلل ضروري دي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خرم وایي چې پاکستان لا هم د افغانستان پر وړاندې خپلو بمباریو ته دوام ورکوي او د ملکي وګړو د وژل کېدو او د بېلابېلو تأسیساتو د ویجاړېدو لامل ګرځي.

نوموړي ویلي چې د نړیوالو چوپتیا، د ملګرو ملتونو انفعالي دریځ او د افغانستان انزوا پاکستان ته دا جرأت ورکړی چې حتی پر کابل هم بریدونه وکړي.

خرم همداراز ټینګار کړی چې په داسې حساسو شرایطو کې باید له افغان ملت سره مهمې مسلې شریکې شي او د هغوی مشوره واخیستل شي، ځکه د ده په وینا هېڅ حکومت یوازې د داسې سترو ستونزو د حل توان نه لري.

هغه وړاندیز کړی چې د هېواد د مهمو پرېکړو لپاره دې دودیزه ملي جرګه، یعنې لویه جرګه، راوبلل شي څو د هغې د سپارښتنو پر بنسټ سترې پرېکړې وشي.

هارون حکیمي:د نجونو پر زده کړو بندیزونه تر جګړې خطرناک دي

د جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیال هارون حکيمي وایي چې هېڅ باوجدانه انسان، حتی باوجدانه پاکستانی هم نه شي کولای پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه توجیه کړي.

نوموړي په عین حال کې ټینګار کړی چې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر حقونو اوسني بندیزونه افغانستان ته تر بهرنیو بریدونو هم زیات زیان رسوي.

حکیمي ویلي چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره باید د نجونو او مېرمنو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانستل شي او د هغوی حقونو ته درناوی وشي.

نجیب الله علي‌خېل:پاکستان پخوا افغانستان کې د ډلو له لارې، اوس د بمباریو له لارې اهداف تعقیبوي

اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر نجیب الله علي‌خېل وایي چې د پاکستان وروستۍ بمبارۍ د تعجب وړ نه دي، بلکې د هغه هېواد د اوږدمهاله سیاست دوام دی چې یوازې یې وسایل بدل شوي دي.

هغه ویلي چې پاکستان پخوا د بېلابېلو ډلو له لارې په افغانستان کې خپل اهداف تعقیبول، خو اوس د بمباریو له لارې هماغه تګلاره مخ ته وړي.

علي‌خېل ټینګار کړی چې د جګړو او کړکېچونو پر وړاندې د افغانستان د بریا یوازینۍ لاره ملي یووالی، ډیپلوماتیکې هڅې او پیاوړي رسنیز فعالیتونه دي، څو هېواد وکولای شي له خپلو ارزښتونو او ملي ګټو دفاع وکړي.

نوموړي همداراز ویلي، که افغانان د خپلو ملي ګټو پر بنسټ یووالي ته ورسېږي او هېواد پیاوړی شي، نو هېڅ ګاونډی یا بل هېواد به د افغانستان پر وړاندې د یرغل جرئت ونه کړي.

رحمت الله نبیل:بهرني قدرتونه یوازې لنډمهاله ګټه غواړي، افغانان باید خپل برخلیک وټاکي

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل په تازه څرګندونو کې ویلي چې تاریخ موږ ته ښيي چې افغانستان څو ځله د لویو قدرتونو لکه د سړې جګړې، ترهګرۍ پر ضد مبارزو، او جیوپولیټیکي ګټو په نوم د سیالیو میدان ګرځول شوی.

نوموړي ویلي، چې د سترو قدرتونو په لوبو کې هېوادونه او ملتونه یوازې لنډمهالي وسیلې وي، او پاکستان هم د خپلو سیاسي ګټو لپاره د مجاهدینو او طالبانو څخه د استفادې مثال ورکړی دی.

نبیل خبرداری ورکړی، چې د بهرنیو سیالیو وسیله کېدل افغانستان ویجاړ کړی، او یوازې د افغانانو ګډه اراده او د مساوي وګړیتوب پر اصولو ولاړ سیاست کولی شي هېواد ژغوري.

هغه زیاته کړې، چې راتلونکی افغانستان باید د بهرنیو لوبو پر بنسټ نه، بلکې د خلکو پر ارادې جوړ وي، او هر وګړی په خپل وطن کې غږ او حق ولري.

د هغه په وینا، نن د سیالیو وخت نه دی، بلکې د ملي یووالي او ګډو هڅو وخت دی.

نبیل ویلي: که موږ یو نه شو، نه به «ته» پاتې شې او نه به «زه».

زلمی خلیلزاد:که د کابل او اسلام اباد تاوتریخوالی دوام وکړي، کړکېچ به نور هم زیات شي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان وروستي هوايي بریدونه پر افغانستان په سختو ټکو غندلي دي.

نوموړي ویلي چې د تېرې شپې په بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي او د خصوصي هوايي شرکت کام ایر د تېلو زېرمه هم ویجاړه شوې ده، چې دا کار د منلو وړ نه دی.

خلیلزاد پوښتنه کړې چې ایا د پاکستان واکمن بنسټونه توان لري خپل هېواد په مسؤلانه ډول رهبري کړي که نه.

هغه له اسلام‌اباد غوښتي چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي او د خبرو اترو لاره خپله کړي، ځکه د هغه په وینا که حالت همداسې دوام وکړي نو افغانان ښايي خپل ځواب ورکړي چې پایله به یې لا ډېر کړکېچ او کړاو وي.

تمیم عاصي:د طالبانو حکومت باید د جمهوریت د خاینینو جایدادونه مصادره یا تخریب کړي

د ملي دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي ویلي چې د طالبانو حکومت باید ټول هغه قصرونه، لوړ منزلونه او جایدادونه چې د خاینینو او د جمهوریت مفسدینو پورې اړه لري، تثبیت، مصادره یا تخریب کړي.

تمیم عاصي په خپلو څرګندونو کې ویلي: “کله چې څوک دا خاوره خپله نه ګڼي، نو هغه پکې د جایداد حق هم نه لري. د خاینانو همنظري د وطن او خلکو پر ضد باید بې حسابه پاتې نه شي.”

هغه ویلي، چې په پاکستاني تجاوز کې د همغږۍ ښودل شوي کسان باید د خپلو اعمالو او جایدادونو لپاره حساب ورکړي.

عاطف مشعل:افغان ملت به د خپل عزت او د خاورې د دفاع لپاره درېږي

اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل پر افغانستان د پاکستان وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د هېواد د حریم او د خلکو د وینې دفاع د عدالت الهي اصل دی او افغان ملت به د خپل عزت او خاورې د ساتنې لپاره درېږي.

هغه زیاته کړې چې هر ډول تجاوز حساب لري او هېڅ برید به بې ځوابه پاتې نه شي.

پاکستان؛اسلام‌اباد کې د چاودنو وروسته هوايي ډګر وتړل شو

راپورونه وایي، د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د فیض‌اباد په سیمه کې د څو چاودنو غږونه اورېدلي شوي دي، چې ورسره سم د اسلام‌اباد هوايي ډګر د الوتنو پر مخ تړل شوی دی.

راپورونه وایي چې دا مهال نه الوتکې له دغه هوايي ډګر څخه الوتنه کولی شي او نه هم هلته ښکته کېدای شي.

ځینې سرچینې ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په اسلام‌اباد کې د پاکستان ځینې پوځي تأسیسات په نښه کړي دي، خو تر اوسه د طالبانو حکومت له لوري په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه دي ویل شوي.

بل لورته پاکستاني خبریالانو هم په اسلام‌اباد کې د چاودنو راپورونه خپاره کړي؛ خو د پېښې په اړه یې لا هم بشپړ جزییات نه دي ورکړي.

جابر نعماني:اسلام اباد کې د حمزه بیس ویشتل د دښمن سیسټم ته ژور پیغام دی

د طالبانو حکومت استخباراتي چارواکی جابر نعماني وایي چې د اسلام‌اباد د فیض‌اباد په سیمه کې د «حمزه» په نوم پوځي بیس او د هغه قومنداني د پاکستان د پوځ له مهمو ستراتیژیکو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

نوموړي ویلي، دغه مرکز یو منظم او مهم استخباراتي ځای دی او د هدف ګرځولو پرېکړه په ډېر دقت سره شوې ده.

د هغه په وینا، د دغه مرکز په نښه کول د دښمن سیسټم ته یو ژور او مهم پیغام لري.

پر افغانستان د پاکستان پرلپسې تېری؛په لومړي ځل کابل اسلام اباد وویشت

یو شمېر باوري امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو حکومت د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد د فیض‌اباد په سیمه کې د «حمزه» په نوم پوځي تأسیسات په نښه کړي دي.

د سرچینو په وینا، تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

بل لور ته پاکستاني خبریالانو هم په پلازمېنه کې د چاودنو راپورونه خپاره کړي؛ خو تر اوسه یې بشپړ جزییات نه دي وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد ویلي وو، که کابل په نښه شي؛ نو اسلام‌اباد به هم خوندي پاتې نه شي؛ خو د طالبانو حکومت تر دې دمه په رسمي ډول د اسلام‌اباد د وروستیو چاودنو په اړه څه نه دي ویلي.