سه شنبه, جون 30, 2026
Home Blog Page 220

پاکستان:د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو ملاتړ ته ژمن یو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې هېواد یې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د دوام او آسانتیا ورکولو لپاره ژمن دی.

وزارت ویلي، پاکستان هڅه کوي چې د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي او د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې د خبرو بهیر اسانه کړي.

د وزارت ویاند په څرګندونو کې زیاته کړې چې تر اوسه پورې هېڅ امریکایي پلاوي له لوري د مذاکراتو لپاره رسمي تایید نه دی ورکړل شوی، او پاکستان یوازې د اړوندو خواوو د لیدنې د وخت د ټاکلو په انتظار کې دی.

نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان به د سیمې د ثبات او امنیت د ساتنې لپاره خپله هڅه جاري وساتي او د هر ډول خبرو اترو ملاتړ به وکړي، څو د شخړو د حل او د سیاسي ستونزو د هواري زمینه برابره شي.

فنلنډ:اسلام‌اباد کې خپل سفارت تر راتلونکي دوبي پورې تړو

0

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د اسلام‌اباد کې د دغه هېواد سفارت به تر راتلونکي دوبي پورې خپل فعالیت پای ته ورسوي.

د وزارت په وینا، تر ټاکلې نېټې پورې به سفارت خپلو عادي ډیپلوماتیکو چارو ته دوام ورکړي.

سرچینې وایي چې د دې پرېکړې شاته عملي، ستراتیژیک او اقتصادي عوامل ولاړ دي.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې یادونه کېږي، سویډن هم په ۲۰۲۳ کال کې د امنیتي اندېښنو له امله خپل سفارت په اسلام‌اباد کې تړلی و.

د افغانانو د لېږد او ملاتړ بنسټ:د افغانانو لپاره د امریکا د ویزو مرکې ښايي بې‌پایلې وي

د افغانانو د لېږد او ملاتړ یوه بنسټ تازه خبرداری ورکړی چې د امریکا د ویزو روانې مرکې ښايي یوازې ظاهري بڼه ولري او د پایلو په اړه یې جدي اندېښنې شته.

د یاد بنسټ په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوند یوه لوړپوړي چارواکي په محکمه کې ویلي چې د اوسني بهیر له مخې به د افغان غوښتونکو ډېری ویزې رد شي.

همدارنګه ویل شوي چې که د سفر محدودیتونه هم لرې شي، غوښتونکي به اړ وي چې ټوله پروسه له سره پیل کړي.

بنسټ پر امریکایي چارواکو نیوکه کړې چې له غوښتونکو سره بشپړ معلومات نه شریکوي او داسې هیلې ورکوي چې ښايي عملي نه شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې زرګونه افغانان لا هم په بېلابېلو هېوادونو کې د امریکا د ویزو په تمه دي او د خپل راتلونکي په اړه له ناڅرګند حالت سره مخ دي.

بلوچستان کې؛د سختو بارانونو له امله ۷ کسان مړه او لسګونه کورونه ویجاړ شوي

0

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو له امله مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.

د راپورونو له مخې، په دې پېښو کې اووه کسان وژل شوي چې دوه یې ماشومان دي، او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

د ناورینونو د مدیریت ادارې ویلي چې دغه پېښې د کیچ، لورلايي، کوهلو، جعفراباد او کچي ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

چارواکي زیاتوي چې د دوامدارو ورښتونو له امله لسګونه کورنۍ زیانمنې شوې دي، او لږ تر لږه ۲۲ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د یادې ادارې په وینا، زیانمنو سیمو ته د مرستو رسولو هڅې روانې دي، خو لا هم ډېری کورنۍ له ستونزو سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

کونړ؛نورګل ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته ۱۵ نوي جوړ شوي کورونه وسپارل شول

په کونړ کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د سرپناه برابرولو په لړ کې، د نورګل ولسوالۍ په مزار درې سیمه کې ۱۵ نوي کورونه جوړ او خلکو ته وسپارل شول.

د سیمې د طالب چارواکو په وینا، دغه کورونه د یوې مرستندویه ادارې له لوري د شاوخوا لس میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.

د یادې ادارې مسؤلین وایي، د دې پروژې مالي مرسته په بهر کې مېشتو افغانانو برابره کړې ده او هڅه کوي چې ورته نورې پروژې هم پلي کړي.

هغه کورنۍ چې دغه کورونه یې ترلاسه کړي، له مرستندویو بنسټونو غوښتنه کوي چې نورو بې‌ځایه شویو ته هم ورته اسانتیاوې برابرې کړي، ځکه ګڼ شمېر کورنۍ لا هم بې سرپناه پاتې دي.

بل لور ته، ځایي مسؤلین وایي چې په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د زیانمنو لپاره د کورونو جوړولو لړۍ روانه ده، چې تر اوسه یې سلګونه کورونه بشپړ کړي او پلان لري چې په نږدې راتلونکې کې نور کورونه هم وسپاري.

یاده دې وي چې د کونړ په دې سیمو کې زلزلو او جګړو ګڼې کورنۍ بې‌ځایه کړې دي، چې اوس مهال له سختو اقتصادي او د سرپناه له ستونزو سره مخ دي.

ډونالډ ټرمپ:په څو اوونیو کې به ایران سخت وځپم او د ډبرو زمانې ته به یې ور وګرځوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په خپله وینا کې ویلي چې ډېر ژر به د «خشم حماسي» په نوم پوځي عملیاتو کې د امریکا ټول نظامي اهداف پوره شي.

هغه ټینګار کړی چې امریکا به په راتلونکو دوو تر درېیو اوونیو کې د سختو بریدونو له لارې د ایران حکومت سخت وځپي او د هغه په وینا به یې «د ډبرو زمانې» ته وروګرځوي.

ټرمپ د امریکا پخوانیو اوږدمهالو جګړو ته په اشارې سره ویلي چې امریکا یوازې ۳۲ ورځې کېږي چې په دې عملیاتو کې د لوړ ځواک او مهارت سره برخه اخلي او ادعا یې کړې چې ایران نور د پخوا په څېر ګواښ نه دی پاتې.

هغه زیاته کړې چې ایران یو وخت د منځني ختیځ ځواکمن هېواد و، خو اوس دغه حالت بدل شوی دی.

د امریکا ولسمشر دا عملیات د راتلونکو نسلونو لپاره یوه مهمه پانګونه بللې او ویلي چې امریکایان کولی شي داسې ورځې ته هیله ولري چې د ایران د حکومت له ګواښونو او اټومي فشار څخه خلاص شي.

ټرمپ په پای کې ویلي چې د امریکا د وروستیو اقداماتو له امله نړۍ د یو مهم بدلون په درشل کې ده او باور یې څرګند کړ چې د دې بهیر تر پای وروسته به امریکا تر بل هر وخت خوندي، پیاوړې او شتمنه وي.

متحده عربي امارات:د توغندیو او ډرون ګواښونو پر ضد دفاعي سیستمونه فعال دي

0

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د هوايي دفاع سیستمونه د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو له ګواښونو سره په فعاله توګه مقابله کوي.

د وزارت په وینا، هغه غږونه چې په هېواد کې اورېدل کېږي، د همدې دفاعي سیستمونو د عملیاتو پایله ده، او خلکو ته یې ډاډ ورکړی چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي وو چې کییف د خلیج او منځني ختیځ له څو هېوادونو، په ځانګړي ډول له متحده عربي اماراتو سره، په امنیتي برخه کې جدي همکاري کوي.

زلنسکي زیاته کړې چې اوکراین دا مهال له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر سره جدي کار روان ساتلی، له اردن سره همکاري دوام لري او له بحرین، کویټ او عراق سره هم په اړیکه کې دی.

هغه ټینګار کړی چې د اوکراین پوځي تجربه اوس عملي پایلې ورکوي او د هوايي دفاع سیستمونه یې ښه نتیجه ښيي.

احمدالله علیزی افتاب احمدخان شیرپاو ته:جګړه د هېڅ ملت په ګټه نه ده، د ستونزو حل دې په خبرو وشي

د کابل پخواني والي احمدالله علیزي ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې ستونزې باید د تفاهم او خبرو اترو له لارې حل شي.

نوموړي ویلي، چې هغه نن د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شیرپاو او د پېښور د جرګې له مشرانو سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي.

د هغه په وینا، دواړه هېوادونه باید د متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو د حل لپاره کار وکړي.

احمدالله علیزي ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو مخور علما او قومي مشران باید خپل مسؤلیت ادا کړي او د سولې لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي، ځکه جګړه د هېڅ ملت په ګټه نه ده.

هغه زیاته کړې که ستونزې د خبرو له لارې حل شي، نو په سیمه کې به تلپاتې سوله، ثبات او همغږي رامنځته شي.

مسعود پزشکیان:د مجتبی خامنه‌ای د لارښوونو پر بنسټ مو د هیواد چارې پرمخ وړو

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسلامي جمهوریت د ورځې په مناسبت په تازه پیغام کې د نظام پر دوام او ثبات ټینګار کړی او ویلي یې دي چې حکومت به د رهبرۍ تر سیوري لاندې د هېواد د امنیت او پرمختګ لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.

نوموړي، نوی مذهبي مشر مجتبی خامنه‌ای د «لوړقدر رهبر» په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې، د حکومت اساسي تګلاره به د هغه د لارښوونو پر بنسټ مخ ته وړل کېږي.

پزشکیان همداراز د ملي یووالي اهمیت ته په اشارې سره ویلي چې د ټولنیز انسجام له لارې به هېواد له شته ستونزو ووځي او د پرمختګ پر لور به ګامونه واخلي.

هغه زیاته کړې چې د ایران راتلونکی به د ګډ کار او همغږۍ په مټ روښانه وي، او د اسلامي جمهوریت بیرغ به تل لوړ وساتل شي.

ترکیه؛د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې شاوخوا ۱۹ افغان کډوال وژل شوي

په ترکیه کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله شاوخوا نولس افغان کډوال، چې په منځ کې یو ماشوم هم شامل دی، ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه کډوالو هڅه کوله چې د ترکیې له امنیتي ځواکونو څخه وتښتي.

د ترکیې د ساحلي ساتنې ځواکونو په وینا، ۲۱ نور کډوال د دې پېښې څخه ژغورل شوي دي.

تر اوسه د قربانیانو ۱۸ جسدونه له اوبو را ایستل شوي، او د یو جسد د را ایستلو عملیات لا هم روان دي.

ویل کېږي چې د کښتۍ ټول سپاره کسان یې افغان کډوال وو.