سه شنبه, اپریل 28, 2026
Home Blog Page 211

سراج‌الدین حقاني:د دوحې تړون ته ژمن یو او د افغانستان له خاورې هېڅ ګواښ نه شته

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني ویلي، چې «اسلامي امارت» د دوحې تړون ته ژمن دی او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هېڅ ډول ګواښ نه متوجه کېږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان دا مهال یو خوندي هېواد دی او نړیوالو ته باید ډاډ ورکړل شي، چې د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.

حقاني دا څرګندونې د طالبانو حکومت د پولیسو اکاډمۍ د نږدې ۹۰۰ فارغو زده‌کړیالانو د فراغت په مراسمو کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې د دوحې په مذاکراتو کې شوې ژمنې په بشپړ ډول عملي شوې دي.

ملا برادر:«اسلامي امارت» د سړو خونو جوړونکو ته د پنځو کلونو مالیاتي معافیت ورکوي

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې «اسلامي امارت» د هغو صنعت‌کارانو لپاره چې په هېواد کې د سړو خونو د جوړولو په برخه کې پانګونه کوي، د پنځو کلونو لپاره د مالیاتو معافیت په پام کې نیولی دی.

د نوموړي په وینا، دا اقدام د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د کورني صنعت د ودې په موخه ترسره کېږي.

ملا عبدالغني برادر دا څرګندونې په هرات ولایت کې د برېښنا د څو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې کړې.

هغه ټینګار کړی، چې د برېښنا شرکت مکلف دی په هر ډول شرایطو کې د دغو صنعت‌کارانو لپاره اړینه برېښنا برابر کړي، څو یادې پروژې په دوامداره توګه فعالیت وکړي.

تاجیکستان:د طالبانو حکومت دې د سرحدي امنیت د نه مراعت کولو په خاطر بښنه وغواړي

د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، چې د افغانستان سره په سرحد کې د دوه خپلو سرتېرو د وژل کېدو وروسته، د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې د خپلو غیر مسوولانه چلندونو او د سرحدي امنیت په برخه کې د ژمنو نه عملي کولو لپاره د تاجیکستان خلکو نه بښنه وغواړي.

د کمېټې په بیان کې ویل شوي، چې د طالبانو حکومت د نړیوالو ژمنو او د سرحد د ثبات د ساتنې په برخه کې جدي او مکرره بې‌مسوولیتي کړې ده.

تاجیک چارواکي وايي، د چهارشنبې په ورځ دوه سرحدي ساتونکي د هغو ترهګرو سره په نښته کې ووژل شول چې له افغانستان څخه دغه هېواد ته داخل شوي وو.

سپینه ماڼۍ:وینزویلا دې د جنورۍ تر پای اقتصادي بحران ته تیار شي

0

سپینې ماڼۍ د امریکا پوځ ته امر کړی چې لږ تر لږه د راتلونکو دوو میاشتو لپاره خپل تمرکز نږدې په بشپړه توګه پر وینزویلا د نفتو د صادراتو د مخنیوي او د «نفتی قرنطین» پر پلي کولو واړوي.

د امریکايي چارواکو په وینا، واشنګټن دا مهال پر پوځي اقدامونو د اقتصادي فشار تګلاره غوره کړې او هڅه کوي د بندیزونو له لارې د نیکولاس مادورو حکومت مالي سرچینې وچې کړي.

د راپور له مخې، امریکا په کارائیب کې د وینزویلا د نفتو څو ټانکرونه درولي او د نورو بېړیو د نیولو هڅې هم روانې دي.

واشنګټن خبرداری ورکړی چې که کاراکاس تر جنورۍ پای پورې مانادار امتیازونه ورنه کړي، نو له جدي اقتصادي بحران سره به مخ شي.

د تاجیکستان ملي امنیت:له افغانستانه د را اووښتو درې تنه وسله‌والو سره د جګړې له امله مو دوه سرحدي ځواکونه ووژل شول

د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، چې د افغانستان له خاورې ور اوښتي درې وسله‌وال د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ په سیمه کې د تاجیک سرحدي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

یادې کمیټې، په دې نښته کې د تاجیکستان د دوه سرحدي سرتېرو د وژنې پخلی هم کړی.

د راپور له مخې، وسله‌والو د تسلیمېدو له امر څخه سرغړونه کړې او غوښتل یې پر یوې سرحدي پوستې وسله‌وال برید وکړي، خو د متقابلو ډزو په ترڅ کې ووژل شول.

د وژل شویو وسله‌والو هویت او ډلې لا نه دي اعلان شوي، خو له هغوی څخه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

د تاجیکستان ملي امنیت کمېټې دا په تېره یوه میاشت کې د افغانستان له لوري درېیم وسله‌وال نفوذ او برید بللی او پر طالبانو حکومت یې نیوکه کړې چې د پولې د امنیت په برخه کې خپلو ژمنو ته نه دي ژمن پاتې شوي.

دغه اداره وایي، وضعیت دا مهال ارام دی او د پېښې څېړنې روانې دي.

مسکو؛د افغانستان له لارې د رېل‌پټلۍ پر نوې ستراتېژیکې لارې غور کوي

د روسیې حکومت اعلان کړی، چې د افغانستان له لارې د رېل‌پټلۍ د تېرېدو طرحه د مسکو له‌خوا په جدي ډول ارزول کېږي او په دې تړاو تخنیکي او سیاسي سلا مشورې روانې دي.

د روسیې د صدراعظم مرستیال الکسي اوورچوک ویلي، چې دا نوې ترانزیټي پروژه د «نړیوال جنوب» د نښلولو په چوکاټ کې طرحه شوې او موخه یې دا ده، چې روسیه د منځنۍ او جنوبي اسیا له هېوادونو سره د ترانسپورتي اړیکو یوه نوې او بدیله لاره ومومي.

د نوموړي په وینا، روسیه د دې سترې پروژې د بنسټیزو تخنیکي اسنادو په چمتو کولو کې برخه اخلي او روسي متخصصین د رېل‌پټلۍ د مسیر، امکاناتو او عملي کېدو د ارزونې په برخه کې کار کوي.

د الکسي اوورچوک په باور، د افغانستان له لارې د رېل‌پټلۍ جوړېدل به نه یوازې د لوېدیځ او ختیځ ترمنځ د سوداګرۍ بهیر چټک کړي، بلکې د روسیې لپاره به د «نړیوال جنوب» بازارونو ته د لاسرسي نوې اقتصادي لارې هم پرانیزي.

د تخار پخوانی امنیه قومندان؛جنرال اکرام‌الدین سريع په ایران کې په یو هدفي برید کې وژل شوی

د تخار ولایت پخوانی امنیه قومندان، جنرال اکرام‌الدین سريع، په تهران کې په یوه هدفي برید کې له خپل یوه ملګري سره وژل شوی دی.

د مقاومت په نوم جبهې د دې ترور غندنه کړې او له ایرانه یې د جدي پلټنو غوښتنه کړې ده.

ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان کې؛د کریسمس په مناسبت دوه ورځې رخصتي اعلان شوې

0

په پاکستان کې د کریسمس یا د عیسویانو د اختر په مناسبت نن او سبا دوه ورځې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

عیسوي ټولنه هر کال د ډسمبر پر ۲۵مه د حضرت عیسی علیه‌السلام د زوکړې اختر لمانځي، چې دا ورځ د پاکستان په ملي کچه هم د رخصتۍ په توګه پېژندل کېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د روانې میاشتې پر درېیمه اعلان کړی و، چې د ډسمبر پر ۲۵مه به د محمد علي جناح د زوکړې او د کریسمس د خوښۍ په مناسبت عمومي رخصتي وي.

همداراز، وزارت ویلي چې له عیسوي ټولنې سره د یووالي او پیوستون د څرګندولو لپاره به د ډسمبر ۲۶مه هم رخصتي وي.

په دې اړه ځینې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي، چې د ډسمبر پر ۲۶مه به یوازې عیسوي وګړي رخصت وي؛.خو نورې رسنۍ بیا وایي چې دا ورځ به ټولو دولتي او خصوصي ادارو ته عمومي رخصتي وي.

د یادونې ده چې په پاکستان کې د ډیسمبر په شلمه ښوونځي هم رخصت شوي او زده کوونکو ته ویل شوي چې د جنورۍ په شپږمه بیرته خپلو ښوونځیو ته راشي.

د طالبانو حکومت:تېره یوه اونۍ کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۱ کوډګر نیولي

د طالبانو حکومت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۱ کوډګر نیولي دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان له نیول کېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کوډګر په نیمروز، بلخ، ننګرهار، میدان وردګ، جوزجان، پکتیکا، لوګر او سمنګان ولایتونو کې نیول شوي دي.

د دغه وزارت په وروستي اوونیز راپور کې د مېرمنو د حقونو اړوند د ۷۰ قضیو د حل یادونه هم شوې ده، چې پکې د ظلم، جبري نکاح، مهر، میراث او طلاق قضیې شاملې دي.

د یادونې ده چې دې وزارت تر دې مخکې هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و.

واشنګټن پوسټ:د ټرمپ حکومت د لسګونو زرو پناه‌غوښتونکو د ساتنې لپاره د لویو ګودامونو د جوړولو پلان لري

0

واشنګټن‌پوسټ د امریکا د کډوالۍ ادارې د اسنادو له مخې راپور ورکړی، چې د ټرمپ حکومت پلان لري د نیول شویو پناه‌غوښتونکو د ساتنې او شړلو لپاره اووه لوی مرکزونه جوړ کړي.

د راپور پر بنسټ، دغه مرکزونه به په صنعتي ګودامونو کې جوړېږي او د ۸۰ زرو څخه د زیاتو کډوالو د ساتنې ظرفیت به ولري.

د یاد پلان له مخې، نیول شوي پناه‌غوښتونکي به د امریکا په بېلابېلو سیمو کې د لنډمهالو ځایونو پر ځای، ټاکل شویو مرکزونو ته لېږدول کېږي او له قانوني پړاوونو وروسته به له هېواده واېستل شي.

راپور زیاتوي، هر لوی مرکز به د ۵ زرو تر ۱۰ زرو کسانو د ساتلو وړتیا ولري او دا مرکزونه به د وېرجینیا، ټېکساس، لوییزیانا، ارېزونا، جورجیا او میسوري ایالتونو ته نږدې موقعیت ولري.

واشنګټن‌پوسټ همداراز لیکلي، چې د دې تر څنګ به ۱۶ کوچني مرکزونه هم جوړ شي.

دا اقدام د کډوالۍ د سیاستونو په اړه د بشري حقونو د فعالانو له لوري د اندېښنې وړ بلل شوی دی.