د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامر خان د درېیم ځل لپاره واده کړی او له ګوري سپراټ سره یې خپل نوی ګډ ژوند پیل کړی دی.
د راپورونو له مخې، د واده مراسم د یکشنبې په ورځ په ممبۍ کې د کورنۍ د غړو او نږدې دوستانو په ګډون په ساده او محدود ډول ترسره شول.
ویل کېږي، شاوخوا ۱۵۰ مېلمنو په دې مراسمو کې ګډون کړی و او یو شمېر خپلوان یې له هند څخه بهر هم د واده لپاره ورغلي وو.
د عامر خان اولادونه، جنید خان، ایرا خان او ازاد راو خان هم په مراسمو کې حاضر وو.
همدارنګه، د ګوري سپراټ شپږ کلن زوی، چې د هغې له پخواني واده څخه دی، هم د مېلمنو په ډله کې لیدل شوی و.
عامر خان د خپلې شپېتمې کلیزې د نمانځنې پر مهال له رسنیو سره د ګوري سپراټ سره خپله اړیکه په رسمي ډول اعلان کړې وه.
د راپورونو له مخې، دواړه له شاوخوا ۲۵ کلونو راهیسې یو بل پېژني، خو د مینې اړیکه یې نږدې دوه کاله مخکې پیل شوې وه.
دا د عامر خان درېیم واده دی.
نوموړي تر دې وړاندې له رینا دوتا او وروسته له کیرن راو سره واده کړی و.
که څه هم د هغه دویم واده هم پای ته رسېدلی، خو نوموړی او کیرن راو لا هم د خپل زوی د پالنې ګډ مسؤلیت پر غاړه لري.
ګوري سپراټ، چې د هند د بنګلور اوسېدونکې ده، د ښکلا او فېشن په برخه کې فعالیت کوي او په ممبۍ کې د ښکلا د یوه سالون مشري هم کوي.
عامر خان د بالیووډ له مخکښو هنرمندانو څخه ګڼل کېږي او د 3 Idiots، Dangal او PK په څېر بریالیو فلمونو له لارې یې نړیوال شهرت ترلاسه کړی دی.

