پنجشنبه, جون 18, 2026
Home Blog Page 173

بلوچستان؛په کوېټه کې په بېلابېلو پېښو کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د بلوچستان په مرکزي ښار کوېټه کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي

په یادو پېښو کې، یو مړی د ښار د سول لاینز په سیمه کې موندل شوی چې ورسره د تحریک طالبان پاکستان نوم لیکل شوی و.

سربېره پر دې، په کچلاغ او هزاره ټاون سیمو کې هم دوه نور مړي موندل شوي دي.

همدارنګه، د کوېټې په ختیځ بای پاس او پښتون‌اباد سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د اوبو پر برمو ډزې کړې، چې له امله یې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

پولیسو د پېښو په تړاو پلټنې او عملیات پیل کړي، او د وژل شوي کس کورنۍ د کوېټې پرېس کلب مخې ته د احتجاج پر مهال د عاملینو د ژر نیولو غوښتنه کړې ده.

حمدالله فطرت:د پاکستان هوایي بریدونو کونړ، پکتیکا او خوست کې ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د پاکستان د پوځي رژیم له لوري پر کونړ، پکتیکا او خوست ولایتونو پرلپسې هاواني، توغندیز او د ډرون بریدونه شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې ۲۵ تنه ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان دي، ټپیان شوي او ۲ تنه نور وژل شوي دي.

راپورونه ښيي چې د کونړ ولایت په سرکاڼو او منورې ولسوالۍ کې لسګونه هاوانونه او د لیرې واټن ویشتونکي توپونه لګېدلي، چې له امله یې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې او مالي زیانونه هم رامنځته شوي دي.

همدارنګه د پکتیکا د شکین ولسوالۍ کې د ډرون برید له امله ۳ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

بلخوا، د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ په یوه سیمه کې هم د ډرون برید له امله ۲ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

محمد باقر قالیباف، ټرمپ ته:نږدې راشه!، موږ درته انتظار یو

0

د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف په خپله ایکس پاڼه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې لیکلي: “مخکې راشه، موږ دې انتظار یو”.

نوموړي ویلي، که زموږ په کور برید کوې، د ټولې کورنۍ سره به دې مخ شو.

هغه ویلي: “موږ مسلح، مستحکم او اماده یوو، نږدې راشه!”.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره:د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره بېړنۍ اړتیا شته

0

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایویت کوپر د ۴۰ څخه د زیاتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه مجازي غونډه کې د ایران اقدامات بې‌احتیاطي بللي او ویلي یې دي چې دا کړنې د نړیوال اقتصاد پر امنیت منفي اغېز کوي.

هغې په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د هرمز تنګي له لارې د نړیوالو کښتیو د تګ راتګ د ازادۍ د بېرته ټینګولو لپاره بېړنۍ اړتیا شته.

کوپر زیاته کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۲۵ کښتۍ له دې لارې تېرې شوې دي، حال دا چې په عادي حالت کې شاوخوا ۱۵۰ کښتۍ هره ورځ له دې تنګي څخه تېرېږي، خو اوس دا مهمه سمندري لاره نږدې تړل شوې ده.

هغې همداراز وویل چې شاوخوا ۲۰ زره سمندري کارکوونکي په نږدې دوه زره کښتیو کې د دې تنګي د بندېدو له امله بند پاتې دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې د نننۍ غونډې وروسته به د پوځي پلان جوړوونکو ترمنځ بله ناسته هم ترسره شي، څو د سیمې د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره لازم اقدامات وڅېړل شي.

کرملین:که اړتیا وي، روسیه د ایران د جګړې د حل لپاره چمتو ده

0

کرملین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی چې د ایران پر ضد جګړې پورې اړه لري، او ویلي یې دي چې که اړتیا وي، روسیه چمتو ده د دې شخړې د حل لپاره مرسته وکړي.

د کرملین په وینا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ټاکل شوې چې د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سره د منځني ختیځ او فارس خلیج د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي.

کرملین همداراز ویلي چې روسیه د ناټو پوځي تړون یو خصمانه اتحاد ګڼي.

روسي چارواکو ټینګار کړی چې دوی د سیمې د کړکېچ د کمولو او د سیاسي حل‌لارې د موندلو ملاتړ کوي، او هڅه کوي چې د ډیپلوماتیکو لارو له لارې د روانو شخړو مخه ونیسي.

ایراني رسنۍ:د سپاه پاسداران د فاتحین ځانګړي واحد قومندان د اسرائیل او امریکا په برید کې ووژل شو

0

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران د فاتحین ځانګړې واحد قوماندان محمد علي فتحعلي زاده، وړمه ورځ، د اسرائیل او امریکا په برید کې وژل شوی دی.

د سپاه پاسداران ځانګړی واحد یوه فرعي ډله ده چې غړي یې لوړ پوځي مهارتونه لري او مخکې یې د سوریې په جګړو کې هم برخه اخیستې ده.

تر اوسه د پېښې دقیق جزییات نه‌دي خپاره شوي.

عبدالقهار بلخي:د «اسلامي امارت» پلاوی پاکستان سره د رسمي خبرو لپاره چین ته رسېدلی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د چین په نوښت د «اسلامي امارت» د منځنۍ کچې پلاوی چین ته رسېدلی، څو له پاکستاني لوري سره رسمي خبرې اترې ترسره کړي.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې ده چې دغه مذاکرات د چین په ارومچي ښار کې د دغه هېواد په منځګړتوب پیل شي.

هغه ویلي، چې دا بهیر د چین په غوښتنه او د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ پر مخ وړل کېږي.

بلخي زیاته کړې چې د «اسلامي امارت» پلاوی به په دې ناستو کې د اصولي او متوازن دریځ له مخې ګډون وکړي او هڅه به وکړي چې له پاکستان سره د ښه ګاونډیتوب، سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د امنیتي مسایلو د اغېزمن مدیریت په اړه هراړخیزې خبرې وکړي.

د هغه په وینا، «اسلامي امارت» باور لري چې د متقابل درناوي، نه لاسوهنې او رغنده تفاهم پر بنسټ ډیپلوماتیک تعامل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزو ته عملي او دوامداره حللارې ومومي او د سیمې د ثبات او همکارۍ لپاره زمینه برابره کړي.

نړیوال بازار؛د ټرمپ له وینا وروسته د ډالرو ارزښت د لوړیدو په حال کې دی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په اړه د ملي وینا وروسته، د ډالرو ارزښت د نړیوالو مهمو اسعارو په وړاندې لوړ شوی دی.

دا پرمختګ د دوو پرله‌پسې ورځو د ډالر زیانونو وروسته رامنځته شو او بازارونه یې په چټکۍ سره ګډوډ کړي دي.

ټرمپ په خپله وینا کې وویل چې د ایران جګړه ډېر ژر پای ته رسېږي، خو د امریکا پوځ به په راتلونکو دوو تر درېیو اونیو کې پر ټاکل شوو اهدافو بریدونه جاري وساتي.

د منځني ختیځ کړکېچ؛نړیوال بازار کې د تېلو د یو بیرل بیې له ۱۰۵ ډالرو واوښتې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ایران پر وړاندې د جګړې د دوام اعلان وروسته، نړیوال اقتصادي بازارونه له بې‌ثباتۍ سره مخ شوي او د خام تېلو بیې په چټکۍ لوړې شوې دي.

د نړیوالو بازارونو د معلوماتو له مخې، د برېتانیا برېنټ خام تېل شاوخوا ۴ سلنه لوړ شوي چې د یو بیرل بیه یې له ۱۰۵ ډالرو پورته رسېدلې ده.

همدارنګه د امریکا WTI خام تېل هم ورته کچه لوړې شوي او د ۱۰۵ ډالرو په شاوخوا کې معامله کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د متحده عربي اماراتو مربن تېل بیا لږ راټیټ شوي او ۱۰۳ ډالرو ته رسېدلي دي.

شنونکي وایي، د منځني ختیځ روان کړکېچ او د جګړې د پراخېدو وېره د انرژۍ پر بازارونو مستقیم اغېز کړی، ځکه چې دا سیمه د نړۍ د تېلو له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي.

د دوی په باور، که وضعیت نور هم ترینګلی شي، د تېلو بیې به لا نورې هم لوړې شي او نړیوال اقتصاد به له نوو فشارونو سره مخ کړي.

بلخوا، ایران کې د جګړې د پراخېدو احتمال د انرژۍ نړیوالو لارو، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي، د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي، چې د دغه تنګي هر ډول تړل کېدل به د نړۍ د تېلو عرضه سخته اغېزمنه کړي.

پاکستان او افغانستان؛نن د چین په کوربه توب په ارومچي ښار کې د دواړو هیوادونو استازي لیدنه کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان او پاکستان استازي نن پنجشنبه د چین په (ارومچي) ښار کې سره وګوري.

دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د حساس پړاو په ترڅ کې ترسره کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه هېواد د خبرو لپاره خپل پلاوی استولی او هیله لري چې کابل به د اسلام‌اباد امنیتي اندېښنو ته جدي پام وکړي.

د چارواکو په وینا، د بحث مهمه برخه به د سرحدي وضعیت او د وسله‌والو ډلو فعالیتونو ته ځانګړې وي.

له بلې خوا، په اسلام‌اباد او کابل کې سرچینې وايي، چې دا خبرې به د ورځې په وروستیو کې پیل شي او دواړه لوري به هڅه وکړي چې د کړکېچ د کمولو لپاره عملي لارې ومومي.