پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 16

د اسراییلو مرکزي بانک:د غزې جګړې اسراییل ته له ۵۷ میلیاردو ډالرو ډېر زیان رسولی

0

د ااسراییلو مرکزي بانک ویلي چې د غزه جګړې او له لبنان سره د نښتو له امله په تېرو دوو کلونو کې د اسراییل اقتصاد ته له ۵۷ میلیاردو ډالرو ډېر زیان اوښتی دی.

د راپور له مخې، دا زیان د اسراییل د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۸.۶ سلنه جوړوي.

همداراز ویل شوي چې له ځینو اروپایي هېوادونو سره د صادراتو کچه راټیټه شوې، خو له یو شمېر نورو هېوادونو سره سوداګري زیاته شوې ده.

بل لور ته، د اسراییل حکومت د ۲۰۲۶ کال بودجه هم تعدیل کړې او د پوځي لګښتونو لپاره یې ۱۳ میلیارد ډالر اضافي بودجه ځانګړې کړې ده.

راپور کې یادونه شوې چې له ایران سره د روان کړکېچ اقتصادي اغېزې لا تر اوسه په دې شمېرنو کې نه دي شاملې شوې.

د نیوز نیشن راپور:ډونالډ ټرمپ د پاکستان د پوځ له مشر سره ټیلیفوني خبرې کړې

0

د نیوز نیشن خبریال د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر سره د سیمې د روانې جګړې په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.

راپور کې همداراز ویل شوي چې د پاکستان پخواني سفیر په عمان کې ویلي، عاصم منیر شاوخوا یوه اوونۍ مخکې عمان ته په سفر کې له سټیو ویتکاف او جرد کوشنر سره نږدې څلور ساعته خبرې کړې وې.

د راپورونو له مخې، دا سفر ښايي د دوشنبې ورځې د ټرمپ او د عاصم منیر ترمنځ د خبرو لپاره مقدمه وه او همداراز امکان شته چې د ایران او امریکا ترمنځ احتمالي خبرې په پاکستان کې تنظیم شي.

د ډونالډ ټرمپ له خبرو سربېره؛د ایران په اصفهان او خرمشهر کې د ګاز او برېښنا تاسیسات په نښه شوي

0

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په څو سیمو کې د امریکا او اسراییل د بریدونو په دوام کې د ګاز او برېښنا اړوند تاسیسات په نښه شوي دي.

د راپورونو له مخې، په اصفهان کې د ګاز ادارې ودانۍ او د ګازو یو مرکز زیانمن شوی او شاوخوا کورونو ته هم زیان رسېدلی دی.

همداراز ویل شوي چې په خرمشهر کې د برېښناکوټ د ګاز نل‌لیکه هم تر برید لاندې راغلې ده.

د خرمشهر د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، یو توغندی د ګاز سټېشن له اصلي ساحې بهر لګېدلی او د پېښې له امله مرګ‌ژوبله نه ده رامنځته شوې.

دا راپورونه په داسې وخت کې خپرېږي چې ډونالډ ټرمپ تېره ورځ ویلي وو چې د ایران پر وړاندې د پوځي بریدونو د درولو امر یې کړی دی.

بیړنی خبر؛ بلخ کې د الفتح په قول اردو د پاکستاني الوتکو برید حقیقت نه لري

وروسته له هغه چې یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې پاکستاني جیټ الوتکو د مزارشریف ښار کې د طالبانو حکومت د الفتح قول اردو پر مرکز برید کړی، یوې امنیتي سرچینې حماسه میډیا ته د بلخ ولایت په فضا کې د پاکستاني الوتکو د ګرځېدو خبر تایید کړ، خو د برید ادعاوې یې رد کړې.

یادې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، حماسه میډیا ته ویلي چې د الفتح قول اردو اړوند ځواکونو د احتیاطي تدابیرو په توګه پر دغو الوتکو د درنو وسلو له لارې څارنه کړې او محدود اقدامات یې ترسره کړي دي.

د معلوماتو له مخې، تر دې دمه نه د یادو الوتکو له لوري کوم برید شوی او نه هم د امنیتي ځواکونو او الوتکو ترمنځ کومه جدي نښته رامنځته شوې ده.

ضیاءالحق امرخېل:افغانستان تر هغه له نړۍ سره سیالي نه شي کولای، څو د نجونو تعلیم تضمین نه شي

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو پر دوام اندېښنه ښودلې او له مسوولینو یې د دغو بندیزونو د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي امرخېل ویلي چې د نجونو د زده‌کړو د بندېدو له امله هېواد ته لوی زیان اوښتی او زیاته کړې یې ده چې هېڅ پروژه او پروګرام نه شي کولای دا تاوان جبران کړي.

د هغه په وینا، افغانستان به تر هغه وخته د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره سیالي ونه شي کړای، څو چې د نجونو تعلیم او تحصیل تضمین نه شي.

نوموړي د طالبانو له حکومت غوښتي چې ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانېزي، څو نجونې وکولای شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

ډونالډ ټرمپ:نن له ایراني چارواکو سره خبرې کوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې ایران غواړي له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي او د ده په وینا، واشنګټن هم د دې غوښتونکی دی.

ټرمپ ویلي چې ټاکل شوې نن د ټیلیفون له لارې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي، ځکه د دواړو لورو ترمنځ د مخامخ لیدنې لپاره د ځای ټاکل او د ایراني چارواکو سفر ستونزمن بلل کېږي.

هغه ټینګار کړی چې ډېر ژر به له ایراني چارواکو سره مخامخ لیدنه هم وشي.

ټرمپ زیاته کړې چې امریکا پنځه ورځنی فرصت ټاکلی او که خبرې بریالۍ شي، نو کړکېچ به حل شي، خو که نتیجه ورنه کړي، امریکا به سخت بمبار ته دوام ورکړي.

بنیامین نتانیاهو:ایران د سقوط پر لور دی، اسراییل د پرمختګ په حال کې دی

0

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ډونالډ ټرمپ د هغه پیغام په اړه غبرګون ښودلی چې پکې یې د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو د احتمالي برید د ځنډولو یادونه کړې وه.

نتانیاهو ویلي چې د ایران نظام اوس د سقوط پر لور روان دی او د ده په وینا، اوسنی وضعیت د ایران د حکومت لپاره له پخوا ډېر سخت شوی دی.

د اسراییل لومړي وزیر زیاته کړې چې دوی هڅه کوي اسراییل داسې ځای ته ورسوي چې تر دې مخکې هېڅکله نه و رسېدلی.

نوموړي ویلي:«موږ هڅه کوو اسراییل داسې کچې ته ورسوو چې مخکې هېڅکله نه و، او ایران داسې حالت ته ورسوو چې مخکې هېڅکله نه و رسېدلې؛ هغوی ښکته دي او موږ پورته یو.»

د نړیوالو کړکېچونو سربېره؛د سرو زرو بیعه د تمې خلاف کچې ته راټیټه شوې

د معلوماتو له مخې، په وروستیو ورځو کې د سرو زرو بیه په چټک ډول راټیټه شوې او یوازې په یوه ورځ کې شاوخوا ۶ سلنه کموالی ثبت شوی دی.

اوس د یو اونس سرو زرو بیه تر ۴۲۰۰ ډالرو پورې راټیټه شوې، چې دا د تېرو څو میاشتو تر ټولو ټیټه کچه بلل کېږي.

اقتصادي شنونکي وایي، د بانکي سود کچې لوړوالی او د پانګوالو له لوري د خطر کمولو هڅې د دې لامل شوي چې له سرو زرو پانګه ووځي او نورو سکتورونو ته ولاړه شي.

همداراز، د نړیوالو اسعارو ثبات هم د سرو زرو پر بازار اغېز کړی دی.

دغه بدلون یوازې نړیوالو بازارونو پورې محدود نه دی، بلکې په افغانستان کې هم د سرو زرو بیې ښکته شوې دي.

د کابل په بازارونو کې د یو ګرام سرو زرو بیه په سلګونو افغانیو راکمه شوې، چې د خلکو د پېرلو توان یې یو څه زیات کړی دی.

فارس خبري اژانس:له ټرمپ سره هیڅ مستقیم یا غیرمستقیم تماس نه دی نیول شوی، بلکې ویریدلی

0

د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي په دوام، د دواړو لورو څرګندونو یو بل سره ټکر پیدا کړی دی.

د ایران دولتي رسنۍ فارس خبري اژانس د یوه ایراني دولتي سرچینې په حواله ادعا کړې چې له ټرمپ سره هېڅ ډول اړیکه نه ده شوې، او نوموړی یوازې د ایران د احتمالي پراخو بریدونو له وېرې شاتګ ته اړ شوی دی.

په ورته وخت کې، ډونالډ ټرمپ بیا ادعا کوي چې له ایران سره د خبرو اترو وروسته یې د انرژۍ پر زیربناوو احتمالي برید د پنځو ورځو لپاره ځنډولی دي.

ډونالډ ټرمپ؛د ایران د برېښنا او انرژۍ په تاسیساتو بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډول

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې د ایران سره د وروستیو ډیپلوماتیکو خبرو له مثبت پرمختګ وروسته، واشنګټن پرېکړه کړې چې پر ایراني انرژۍ تاسیساتو پلان شوي پوځي بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډوي.

ټرمپ په خپله ایکس ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشیال ویلي، په تېرو دوو ورځو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ «ژورې، مفصلې او رغنده» خبرې شوې دي چې هدف یې د منځني ختیځ د شخړو بشپړ حل دی.

هغه زیاته کړې چې دا خبرې به د اوونۍ تر پایه دوام ومومي.

د نوموړي په وینا، د بریدونو ځنډول د خبرو د بریالیتوب پورې تړلي دي، او که مذاکرات مثبت لوري ته ولاړ شي، ښايي کړکېچ لا کم شي.

ډونالډ ټرمپ وړاندې ایران ته ۴۸ساعته مهلت ورکړی و، که یې د هرمز تنګی خلاص نکړ د ایران د انرژۍ او برښنا په تاسیساتو به بریدونه وکړي.