پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 15

تسنیم خبري اژانس:ایران کې میشته افغانه کډواله میرمن، کوثر عادلي، د امریکا او اسراییل بریدونو کې ووژل شوه

د ایران دولتي رسنۍ تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې افغانه میرمنه کوثر عادلي چې په ایران کې مېشته وه، تیره ورځ په لومړیو ساعتونو کې د امریکا او اسرایيل د بریدونو په ترڅ کې ژوند له لاسه ورکړ.

د راپور له مخې، یادې مېرمنې د خیرآباد په استوګنیزو سیمو کې د ترسره شویو بریدونو پر مهال وژل شوې.

تسنیم خبري اژانس زیاته کړې، چې کوثر عادلي د هغو افغان کډوالو له ډلې وه، چې په ایران کې یې ژوند کاوه.

پاکستاني پوځ؛په ۲۴ساعتونو کې د کونړ په مرورې او ناړۍ ولسوالیو ۲۴توپونه ویشتلي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو منلې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني پوځ له خوا د کونړ په ناړۍ او مرورې ولسوالیو ۲۴ د توپونو بریدونه شوي دي.

چارواکو زیاته کړې، چې په دې تازه بریدونو کې چا ته د سر زیان نه دی اوښتی، خو د خلکو امنیت او روانه ارامه فضا لا هم له ګواښ سره مخ ده.

پاکستان په مقرر ډول نږدې هره ورځ د افغانستان په یوشمیر ولایتونو د توپونو ګوازرونه کوي او ملکي خلکو ته ځاني او مالي زیان اړوي.

وای‌نټ:امریکا سره د ایران د خبرو لپاره، عباس عراقچي د مجتبی خامنه‌اي موافقه ترلاسه کړې

0

وای‌نټ ویب‌سایټ د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، په یوه ټیلیفوني تماس کې سټیو ویتکاف ته ویلي، د نوي مذهبي مشر مجتبي خامنه‌ای موافقه یې د امریکا سره د خبرو او احتمالي موافقې ترلاسه کولو لپاره ترلاسه کړې ده.

سرچینې وایي، عراقچي په دې تماس کې په ډاګه کړې: «زه دلته یم ځکه چې د مجتبي خامنه‌ای موافقه او تایید مو ترلاسه کړی دی، ترڅو که زموږ شرایط پوره شي، د موضوع پای ته رسول ژر تر ژره ممکن شي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت:په برلین کې د افغانستان سفارت لا هم د پخواني سفیر تر واک لاندې دی

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په برلین کې د افغانستان سفارت تر اوسه د پخواني منل شوي سفیر تر واک لاندې کار کوي او د کارکوونکو یا مشرتابه د بدلون په اړه هېڅ رسمي معلومات نه دي شریک شوي.

د یاد وزارت ویاند مارتین ګېزه ټینګار کړی چې د هر نوي سفیر د منلو لپاره د کوربه هېواد رسمي رضایت ضروري دی، خو په دې قضیه کې داسې کومه غوښتنه یا تایید تر دې دمه نه دی شوی.

بل لور ته، مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې د طالبانو حکومت یو ډیپلوماټ په برلین کې د سفارت مسؤلیت اخیستی.

په دې تړاو د طالبانو حکومت تر اوسه څه نه دي ویلي.

د هوا پېژندنې نړیوال سازمان:ټوله نړۍ کې ۱۱ پرله‌پسې کلونه د تاریخ تر ټولو ګرم کلونه ثبت شوي

0

د هوا پېژندنې نړیوال سازمان (ډبلیو ایم او) په خپل تازه راپور کې ویلي چې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې ۱۱ پرله‌پسې کلونه د تاریخ تر ټولو ګرم ثبت شوي کلونه دي.

د راپور له مخې، ۲۰۲۵ کال د تاریخ دویم یا درېیم تر ټولو ګرم کال بلل شوی او د ځمکې د هوا او سمندرونو تودوخه لا هم په چټکۍ لوړېږي.

همداراز ویل شوي چې د کنګلونو ویلې کېدل دوام لري او سختې اقلیمي پېښې هم زیاتې شوې دي.

د هوا پېژندنې نړیوال سازمان (ډبلیو ایم او) زیاتوي چې د شدیدې ګرمۍ څپې، درانه ورښتونه او پراخې طبیعي پېښې په بېلابېلو سیمو کې د لویو زیانونو لامل شوي دي.

سنتکام:پر ایران د «ایپیک فیوري» عملیاتو په لړ کې زرګونه اهداف په نښه شوي

0

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) ویلي، چې د ایپیک فیوري په نوم عملیاتو له پیل راهیسې، د ایران اړوند له ۹ زرو زیات اهداف د امریکا په هوايي بریدونو کې په نښه شوي دي.

د سنتکام د معلوماتو له مخې، دغه بریدونه د ۹ زرو څخه د زیاتو جنګي الوتنو په ترڅ کې ترسره شوي، او په پایله کې له ۱۴۰ څخه زیاتې سمندري بېړۍ یا ویجاړې شوې او یا زیانمنې شوې دي.

په نښه شوو اهدافو کې د قوماندې او کنټرول مرکزونه، د سپاه پاسداران د قرارګاه ودانۍ، استخباراتي مرکزونه، د هوايي دفاع مدغم سیستمونه، د بالستیک توغندیو اډې، د سمندري ځواکونو کښتۍ، د بېړۍ ضد توغندیو مرکزونه او پوځي لوژستیکي تاسیسات شامل دي.

سربېره پر دې، د امریکا پوځ ویلي چې په دغو عملیاتو کې یې له پرمختللو هوايي وسایلو کار اخیستی، چې پکې: ۱ بم غورځوونکې الوتکه، بي-۲ پټه بم غورځوونکې الوتکه، بي-۵۲ ستراتیژیکه بم غورځوونکې الوتکه، اېف-۱۸ جنګي الوتکه، اېف-۲۲ پټه جنګي الوتکه، اېف-۳۵ پټه جنګي الوتکه، اېف-۱۶ جنګي الوتکه، اې-۱۰ بریدیزه الوتکه، اېف-۱۵ جنګي الوتکه، اي‌اې-۱۸ جي برېښنايي جګړې الوتکه، اې‌سي-۱۳۰اچ درنه بریدیزه الوتکه، يو-۲ کشفي الوتکه او ار سي-۱۳۵ کشفي الوتکې، شاملې دي.

د اسراییلو مرکزي بانک:د غزې جګړې اسراییل ته له ۵۷ میلیاردو ډالرو ډېر زیان رسولی

0

د ااسراییلو مرکزي بانک ویلي چې د غزه جګړې او له لبنان سره د نښتو له امله په تېرو دوو کلونو کې د اسراییل اقتصاد ته له ۵۷ میلیاردو ډالرو ډېر زیان اوښتی دی.

د راپور له مخې، دا زیان د اسراییل د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۸.۶ سلنه جوړوي.

همداراز ویل شوي چې له ځینو اروپایي هېوادونو سره د صادراتو کچه راټیټه شوې، خو له یو شمېر نورو هېوادونو سره سوداګري زیاته شوې ده.

بل لور ته، د اسراییل حکومت د ۲۰۲۶ کال بودجه هم تعدیل کړې او د پوځي لګښتونو لپاره یې ۱۳ میلیارد ډالر اضافي بودجه ځانګړې کړې ده.

راپور کې یادونه شوې چې له ایران سره د روان کړکېچ اقتصادي اغېزې لا تر اوسه په دې شمېرنو کې نه دي شاملې شوې.

د نیوز نیشن راپور:ډونالډ ټرمپ د پاکستان د پوځ له مشر سره ټیلیفوني خبرې کړې

0

د نیوز نیشن خبریال د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر سره د سیمې د روانې جګړې په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.

راپور کې همداراز ویل شوي چې د پاکستان پخواني سفیر په عمان کې ویلي، عاصم منیر شاوخوا یوه اوونۍ مخکې عمان ته په سفر کې له سټیو ویتکاف او جرد کوشنر سره نږدې څلور ساعته خبرې کړې وې.

د راپورونو له مخې، دا سفر ښايي د دوشنبې ورځې د ټرمپ او د عاصم منیر ترمنځ د خبرو لپاره مقدمه وه او همداراز امکان شته چې د ایران او امریکا ترمنځ احتمالي خبرې په پاکستان کې تنظیم شي.

د ډونالډ ټرمپ له خبرو سربېره؛د ایران په اصفهان او خرمشهر کې د ګاز او برېښنا تاسیسات په نښه شوي

0

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په څو سیمو کې د امریکا او اسراییل د بریدونو په دوام کې د ګاز او برېښنا اړوند تاسیسات په نښه شوي دي.

د راپورونو له مخې، په اصفهان کې د ګاز ادارې ودانۍ او د ګازو یو مرکز زیانمن شوی او شاوخوا کورونو ته هم زیان رسېدلی دی.

همداراز ویل شوي چې په خرمشهر کې د برېښناکوټ د ګاز نل‌لیکه هم تر برید لاندې راغلې ده.

د خرمشهر د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، یو توغندی د ګاز سټېشن له اصلي ساحې بهر لګېدلی او د پېښې له امله مرګ‌ژوبله نه ده رامنځته شوې.

دا راپورونه په داسې وخت کې خپرېږي چې ډونالډ ټرمپ تېره ورځ ویلي وو چې د ایران پر وړاندې د پوځي بریدونو د درولو امر یې کړی دی.

بیړنی خبر؛ بلخ کې د الفتح په قول اردو د پاکستاني الوتکو برید حقیقت نه لري

وروسته له هغه چې یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې پاکستاني جیټ الوتکو د مزارشریف ښار کې د طالبانو حکومت د الفتح قول اردو پر مرکز برید کړی، یوې امنیتي سرچینې حماسه میډیا ته د بلخ ولایت په فضا کې د پاکستاني الوتکو د ګرځېدو خبر تایید کړ، خو د برید ادعاوې یې رد کړې.

یادې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، حماسه میډیا ته ویلي چې د الفتح قول اردو اړوند ځواکونو د احتیاطي تدابیرو په توګه پر دغو الوتکو د درنو وسلو له لارې څارنه کړې او محدود اقدامات یې ترسره کړي دي.

د معلوماتو له مخې، تر دې دمه نه د یادو الوتکو له لوري کوم برید شوی او نه هم د امنیتي ځواکونو او الوتکو ترمنځ کومه جدي نښته رامنځته شوې ده.