پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 13

د رویټرز او ایپسوس نظرپوښتنه:د ډونالډ ټرمپ د ملاتړ کچه ۳۶ سلنې ته راکمه شوې

0

د رویټرز او ایپسوس وروستۍ نظرپوښتنه ښيي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملاتړ کچه نوره هم راټیټه شوې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، په تازه څلور ورځنۍ نظرپوښتنه کې یوازې ۳۶ سلنه امریکایانو ویلي چې دوی د ټرمپ د کار ملاتړ کوي، حال دا چې تېرې اونۍ دا کچه ۴۰ سلنه وه.

دا د ټرمپ لپاره تر ټولو ټيټه کچه بلل شوې ده، له هغه وخته چې هغه بېرته سپینې ماڼۍ ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې، د خلکو د ملاتړ د کمېدو اصلي لاملونه د سون توکو د بیو چټک لوړېدل او د ایران پر ضد د امریکا پوځي عملیات ګڼل شوي دي.

همدارنګه نظرپوښتنه ښيي چې د ژوند د لګښتونو په برخه کې د ټرمپ ملاتړ لا کم شوی، او یوازې لږ شمېر امریکایان د هغه د اقتصادي سیاستونو ملاتړ کوي.

زما لور د کتاب پر مخ ویده شوې ده؛ د افغان نجونو د زده‌کړې فریاد

لیکوال: ببرک سائل

هغه نجلۍ چې د کتاب پر مخ ویده شوې ده، یوازې یوه معصومه څېره نه ده؛ بلکې د یوه ځپل شوي ملت د نیمایي برخې فریاد دی! دا د داسې نسل غږ دی چې لا د ژوند په لومړیو ګامونو کې دی، خو د ظلم او جهالت توپانونه پرې راچلېدلي دي. دا زما لور ده، خو ورسره هره افغانه نجلۍ ده چې له کتاب، قلم، پوهې او رڼا سره بې‌سارې مینه لري.
زما لور، د زرګونو نورو افغان نجونو په څېر، له مکتب، مدرسې او پوهنتون سره ژوره مینه لري. هر سهار د کتاب بوی، د ښوونکي درس، د تختې لیکنې او د ټولګیوالو خنداګانې په خوب کې ویني، خو دا خوبونه اوس د غم په سیوري کې ورکې شوي دي.
ټولنه هغه وخت پرمختګ کوي چې ښځې یې زده‌کړه کړې، باخبره او د ژوند په هر ډګر کې فعاله ونډه ولري. خو دلته، په افغانستان کې، د یوې تګلارې له امله، نه یوازې د ژوند حق، بلکې د زده‌کړې حق هم له ښځو اخیستل شوی دی. دا د انسانیت، دین، تمدن او بشري کرامت ښکاره انکار دی.
دا هر څه په داسې حال کې دي چې سپېڅلی اسلام د ښځو د زده‌کړې حق تائید او پرې ټینګار کړی دی. د وحی لومړنۍ کلمه «اقرأ» ده — «ولوله!» خو پر ځای د «ولوله»، په افغانستان کې «چوپ شه!» تکراریږي.
زه، د یوه پلار، یوه افغان او یوه انسان په توګه، فریاد کوم:
پر افغان نجونو رحم وکړئ!
د پوهې دروازې پرانیزئ!
د کتاب خوږ خوب د دوی له معصومو سترګو مه تښتوئ!
زما لور چې د کتاب پر مخ ویده شوې ده، د لوی افغانستان انځور دی — د داسې ملت انځور چې له پوهې بې‌برخې شوی، خو لا هم سترګې په هیله پورې نیولې دي. دا هیله له موږ څخه نه شي اخیستل کېدای. موږ به لیکو، فریاد به کوو، او د حق غږ به پورته ساتو، تر هغې ورځې پورې چې د پوهې څراغ بېرته د هرې افغانې نجلۍ کور روښانه کړي.

هلمند؛سنګین ولسوالۍ کې د کور چت نړېدو پېښه کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ ځايي چارواکو ویلي چې د زیاتو ورښتونو له امله د یوه کور چت نړېدلی چې له امله یې درې تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د هلمند ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال شیر محمد وحدت ویلي، دا پېښه پرون ناوخته د سنګین ولسوالۍ د امان‌الله کاریز په سیمه کې شوې ده.

د نوموړي په وینا، په مړو شویو کسانو کې دوه ماشومان او یوه ښځه شامله ده، او ټپیان هم د سنګین ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

نیویارک ټایمز:امریکا ۲۰۰۰ چتر باز سرتېرو ته د منځني ختیځ پر لور د حرکت امر کړی

0

نیویورک ټایمز د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د دوو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې واشنګټن شاوخوا ۲۰۰۰ سرتېرو ته د لښکر ۸۲ چتر باز ځواکونو Airborne له لیکو امر کړی، څو د منځني ختیځ پر لور حرکت پیل کړي.

د راپور له مخې، دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې ډونالډ ټرمپ له ایران سره د یوې نوې ډیپلوماټیکې طرحې ارزونه کوي، او غواړي ورسره هممهاله نور پوځي انتخابونه هم په خپل واک کې ولري.

نیویاورک ټایمز زیاتوي، تر اوسه دا روښانه نه ده چې دغه امریکايي چترباز ځواکونه به د منځني ختیځ په کومه برخه کې ځای پر ځای شي، خو ویل کېږي چې د دوی احتمالي استقرار به داسې ځای کې وي چې له ایران سره په عملي واټن کې وي.

د سویس د هوا کیفیت څارنې ادارې؛پاکستان د ۲۰۲۵کال د نړۍ ترټولو ککړ هیواد بللی

0

د سویس د هوا کیفیت څارنې یوې څېړنیزې ادارې خپور کړي راپور کې پاکستان د ۲۰۲۵ کال تر ټولو ککړ هېواد بلل شوی.

په راپور کې ویل شوي، چې تېر کال د پاکستان په هوا کې د خطرناکو ذراتو کچه له نړیوالو معیارونو څخه ۱۳ ځله زیاته وه، چې د خلکو د روغتیا لپاره جدي خطر ګڼل کېږي.

همدارنګه راپور ښيي چې بنګله دېش او تاجکستان په ترتیب سره د هوا د ککړتیا له مخې دویم او درېیم ځایونه لري.

د نړۍ تر ټولو ککړ ۲۵ ښارونه هم په پاکستان، هند او چین کې موقعیت لري.

بریټانوي رسنۍ:د امریکا مرستیال ولسمشر له نتنیاهو سره تر لیدنې وروسته اسلام‌اباد ته ځي

بریټانوي رسنۍ جي بي نیوز راپور ورکړی چې د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره له لیدنې وروسته پاکستان ته روان شوی دی.

د راپور له مخې، تمه ده چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې په اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره مخامخ خبرې ترسره شي.

ویل کېږي ونس به له ځانګړي استازي سټيو ویټکاف او د سپینې ماڼۍ له سلاکار جرډ کوشنر سره یوځای له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

آکسیوس:ایران وایي نور نه غواړي د ډونالډ ټرمپ له خوا وغولول شي

0

آکسیوس د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د ایران چارواکو هغو هېوادونو ته چې د امریکا او تهران ترمنځ د سولې د خبرو د منځګړیتوب هڅه کوي، ویلي چې دوی نه غواړي یو ځل بیا د ډونالډ ټرمپ له خوا وغولول شي.

د راپور له مخې، ایراني چارواکو پاکستان، مصر او ترکیه ته ویلي چې د امریکا پوځي تحرکاتو او د اضافي ځواکونو استولو د دې شکونه زیات کړي چې ښايي د خبرو وړاندیز یوازې یو تاکتیک وي.

بل لور ته، امریکايي او اسراییلي چارواکي وایي چې ټرمپ په یو وخت کې هم د ډیپلوماسۍ او هم د پوځي فشار تګلاره مخ ته وړي او ښايي حتی د احتمالي خبرو په صورت کې هم جګړه د څو اوونیو لپاره دوام ومومي.

لندن کې د طالبانو د مخالفانو غونډه؛ایمل فیضي وایي، د افغان ښځو له نوم څخه د سیاسي موخو لپاره ګټه اخیستل کېږي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر ویاند ایمل فیضي د لندن د غونډې د شفافیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د افغانستان په اړه دا ډول کنفرانسونه باید له مخکې په ښکاره توګه اعلان شي.

د هغه په وینا، ټاکل شوې چې د مارچ په ۲۵مه په لندن کې د افغانستان په اړه یوه غونډه ترسره شي، خو تر اوسه د دې کنفرانس د اجنډا، ګډونوالو او مالي سرچینو په اړه روښانه معلومات نه دي خپاره شوي.

فیضي زیاته کړې چې د غونډې د اعلان ناوخته کېدل او پټ ساتل د خلکو ترمنځ پوښتنې راپورته کوي او دا وېره هم شته چې ځینې کړۍ ښايي د افغان ښځو له نوم څخه د سیاسي موخو لپاره ګټه واخلي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه هر ډول نړیوالې غونډې باید له شفافیت، ځواب ویلو او پر وخت اطلاع‌رسانۍ سره ترسره شي.

لندن کې د طالبانو د مخالفانو غونډه؛شاه محمود میاخېل وایي، ځینې تش په نوم مدني فعالان د پاکستان اجنډا مخ ته وړي

د پخواني جمهوري نظام د ملي دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل وایي، پاکستان په دوامداره توګه هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ اختلافات ژور کړي او هغوی یو د بل پر وړاندې ودروي.

نوموړي ویلي، چې د کابل له وروستیو بمباریو وروسته لا هم ځینې په نامه مدني او سیاسي فعالان د پاکستان د اجنډا د پلي کولو هڅه کوي، چې دا چاره د هېواد د ثبات پر وړاندې جدي ګواښ بلل کېږي.

هغه ټینګار کړی، هغه کسان چې د بهرنیو استخباراتي کړیو په اشاره فعالیت کوي، په حقیقت کې د افغان ولس له دردونو سره خیانت کوي.

د ښاغلي میاخیل په خبره، د طالبانو حکومت ځینې حلقې او دغه ډول فعالان «د یوې سکې دوه مخونه» دي.

فضل محمود فضلي:د پاکستان له لارې سیاسي نوښتونه استخباراتي او تجارتي معاملې دي

د چارو ادارې پخواني رئیس، فضل محمود فضلي، د هغو سیاسي هڅو پر وړاندې توند غبرګون ښودلی چې د افغانستان د مسئلې په اړه د بهرنیو، په ځانګړي ډول د پاکستان، له لارې ترسره کېږي.

فضلي وایي، د خلکو د فریب لپاره داسې استدلال کېږي چې ګواکې له هر ډول سیاسي نوښت څخه هرکلی کېږي، خو د نوموړي په وینا، د طالبانو حکومت سره د مخالفت تر نوم لاندې د هر ډول نوښت ملاتړ هېڅ مشروع معنا نه لري.

هغه ټینګار کړی چې له پاکستان او یا نورو هېوادونو سره د افغانستان پر سر د افرادو او کوچنیو ډلو خبرې اترې، په اصل کې د بادار او مزدور اړیکه انځوروي او دا ډول تعاملات د ملي ګټو خلاف دي.

د فضلي په باور، په ځانګړي ډول له پاکستان سره دا ډول اړیکې هېڅ د توجیه وړ نه دي، او دغه بهیر یې سیاسي نه، بلکې «تجارتي او استخباراتي معامله» بللې او زیاته کړې یې ده چې د پنډۍ او نورو استعماري ادرسونو له لارې هر ډول نوښت او حرکت د منلو وړ نه دی.

فضلي همداراز ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت پر وړاندې مخالفت باید یوازې د ولسي، خپلواک او سوچه افغاني نوښتونو له لارې مطرح شي، او هر هغه اقدام چې له بهرنیو سرچینو الهام اخلي، د ولس له ملاتړ څخه بې برخې دی.