پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 12

نورالحق انور:جمهوریت د جوماتونو پرځای کتابتونونه جوړول، او د بې حیایۍ فضا یې رامنځته کړې وه

د طالبانو حکومت د چارو ادارې رئیس نورالحق انور ادعا کړې چې د پخواني نظام پر مهال په افغانستان کې پوهنتونونه د «بې‌حیايۍ» پر مرکزونو بدل شوي وو.

نوموړي دا څرګندونې په کابل کې د نوي تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې وکړې.

هغه وویل، په پخواني نظام کې په پوهنتونونو کې د جوماتونو پر ځای کتابتونونه جوړېدل او د ده په وینا، همدې چارې د «بې‌حیايۍ» فضا رامنځته کړې وه.

انور ټینګار وکړ چې له دې وروسته به د طالبانو چارواکي پر پوهنتوني استادانو د ږیرې پرېښودو او د «سنت» او «افغاني کلتور» له مخې د جامو اغوستلو ته جدي پاملرنه وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نوی تعلیمي کال پیل شوی، خو د نجونو پر زده‌کړو سخت بندیزونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د پنځم پرله‌پسې کال لپاره ښوونځیو ته له تګه محرومې دي، او طالبانو حکومت هغوی له پوهنتونونو او حتی د طبي زده‌کړو له دوام څخه هم منع کړې دي.

د طالبانو تازه دریځ د هېواد د لوړو زده‌کړو راتلونکې او د علمي بنسټونو پر خپلواکۍ نوې پوښتنې راولاړې کړې دي، په داسې حال کې چې د نجونو د زده‌کړو دوامداره بندیزونه لا هم د کورنیو او نړیوالو اندېښنو سبب ګرځېدلي دي.

پنځم کال؛د هلکانو د مکتب زنګ ووهل شو؛ خو نجونې له تعلیم بې برخې پاتې شوې

د طالبانو حکومت د معارف وزارت نن تعلیمي کال د پیل اعلان وکړ، خو د هېواد په کچه د نجونو لپاره د زده‌کړو محدودیت لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

د راپورونو له مخې، د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي د پنځم پرله‌پسې کال لپاره تړلي ساتل شوي او د نوي تعلیمي کال په رسمي مراسمو کې د دې موضوع په اړه هېڅ څرګندونه ونه شوه.

دغه مراسم د طالبانو حکومت د لوړپوړو چارواکو په حضور کې ترسره شول، چې پکې د رئیس‌الوزرا اداري مرستیال، د معارف او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو استازي او نور چارواکي شامل وو، خو د معارف وزیر پکې ګډون نه درلود.

په همدې مراسمو کې د طالبانو حکومت د چارو ادارې رئیس نورالحق انور ادعا وکړه، چې د پخواني حکومت تعلیمي نصاب «له بهر څخه وارد شوی» و او د هېواد اړتیاوې یې نه پوره کولې.

هغه وویل چې اوس د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې د نوي نصاب پر جوړولو کار روان دی.

د نجونو د زده‌کړو دوامداره بندیز، سره له دې چې نوی تعلیمي کال پیل شوی، یو ځل بیا د هېواد د تعلیمي وضعیت او د میلیونونو نجونو د راتلونکې په اړه جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.

په لندن کې د طالبانو د مخالفانو غونډه؛د ولسواک نظام او بشري حقونو پر ټینګښت ټینګار وکړ

په لندن کې د طالبانو د مخالفانو غونډه چې د «باور او همغږۍ پر لور» تر نوم لاندې جوړه شوې وه، د افغانستان د روان بحران د حل لپاره د ګډو لارو پر موندلو تمرکز وکړ.

ګډونوالو د طالبانو واکمني د اقتصادي ستونزو، بشري بحران او د افغانانو د اساسي حقونو د محدودیت اصلي لامل وباله او د قانون حاکمیت، عدالت، ولسواکۍ او د ښځو د حقونو پر خوندیتوب یې ټینګار وکړ.

همدارنګه، په غونډه کې د یو ټولشموله سیاسي نظام د رامنځته کولو، د خلکو پر ارادې ولاړ حکومت، او د نړیوال ملاتړ د جلبولو اړتیا مهمې وبلل شوې.

پوره ۱۶۵۱ورځې؛ د ښوونځي د پیل لومړۍ ورځ خو د نجونو نامعلوم برخلیک

پوره ۱۶۵۱ ورځې کېږي چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله په امر تړلې پاتې دي.

دا بندیز یوازې تر ښوونځیو محدود نه شو، بلکې لږ وخت وروسته پوهنتونونه او انستیتوتونه هم وتړل شول او زرګونه نجونې، حتا هغه چې غوښتل یې د طب په برخه کې د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي، له زده‌کړو محرومې شوې.

په هېواد کې خلک پوښتنه کوي: “تر کومه به دا وضعیت دوام کوي؟ او کله به د نجونو د زده کړو پر وړاندې د امر ثاني موده خلاصېږي؟”

نن، چې د افغانستان په سړو سیمو کې د نوي تعلیمي کال د پیل لومړۍ ورځ ده او د ښوونځیو زنګ وهل کېږي، یو ځل بیا نجونې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي.

یو شمېر افغانې نجونې وایي:«موږ د ناسمو پالیسیو قربانیانې یو، موږ مظلومې یوو؛ مه پرېږدئ چې دا ظلم تر دې حده ورسېږي چې زموږ راتلونکی په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي.»

په جېنوا کې د افغان ښځو د ملاتړ غونډه؛ګډونوالو ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي

په اروپا کې مېشتو افغان فعالانو ویلي چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره یوه بله ناسته د سویس په جېنوا ښار کې ترسره شوې، چې پکې د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده.

د ګډونوالو په وینا، په دې ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو استازو او مدني فعالانو ګډون کړی و او د افغان ښځو د زده‌کړو، کار او ټولنیزو ازادیو په اړه یې بحث کړی دی.

هغوی ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.

په یاده غونډه کې یو شمېر ویناوالو ویلي، اوس مهال افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له لوړو او ثانوي زده‌کړو محرومې دي، او دا وضعیت باید ژر تر ژره بدل شي.

ګډونوالو همدارنګه د ملګري ملتونه او نورو نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کړې چې د افغان ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره جدي او دوامدار اقدامات وکړي.

د نوي پوهنیز کال په پیل سره؛هارون حکیمي وایي، افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زده کړو منع دي

د جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني مرستیال هارون حکيمي ویلي، چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې جوړې شوې غونډه کې یې د ښځو د حقونو په اړه وینا کړې ده.

د هغه په وینا، دغه غونډه د یوې نړیوالې څېړنیزې ادارې له لوري د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت جوړه شوې وه، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو استازو او فعالانو ګډون کړی و.

هارون حکیمي ویلي، په خپله وینا کې یې ټینګار کړی چې افغانستان تر سلو کلونو مخکې د ښځو د برابر حقونو مفکوره منلې وه او د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د ښځو د ټولنیز ګډون بنسټ کېښودل شو.

هغه زیاته کړې چې اوس مهال افغانستان یوازینی هېواد دی چې پکې نجونې له ثانوي او لوړو زده کړو منع دي، او نړیواله ټولنه باید د دې وضعیت د بدلون لپاره جدي ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د نوي پوهنیز کال لومړۍ ورځ ده؛ خو د طالبانو حکومت د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي.

تورخم دروازه؛له یو میاشتې ځنډ وروسته نن بېرته پرانیستل کېږي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه له شاوخوا یوې میاشتې بندېدو وروسته ټاکل شوې چې نن پنجشنبه، د ۲۰۲۶ کال د مارچ ۲۶مه، بېرته پرانیستل شي.

د ننګرهار د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، قریشي بدلون ویلي چې دا لاره به نن د سهار په ۹ بجو د هغو افغان کډوالو پر مخ پرانیستل شي چې له پاکستانه خپل هېواد ته راستنېږي.

د ده په وینا، وروسته به دا لاره په رسمي ډول د مسافرو او راستنېدونکو پر مخ هم پرانیستل شي.

د یادونې ده چې تورخم دروازه شاوخوا یوه میاشت وړاندې د طالب ځواکونو او د پاکستان پوځ ترمنځ د سرحدي نښتو له امله د پاکستاني لوري له خوا تړل شوې وه.

د لارې د تړل کېدو له امله زرګونه افغان کډوال، سوداګر او مسافر د پولې دواړو غاړو ته له جدي ستونزو سره مخ شوي وو.

عباس عراقچي:امریکا په خپلو جګړه‌ییزو موخو کې ماتې خوړلې

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، امریکا په خپلو جګړه‌ییزو موخو کې پاتې راغلې او ونه توانېده چې خپلې ستراتیژیکې طرحې عملي کړي.

عراقچي په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی چې واشنګټن نه یوازې چټکه بریا ترلاسه نه کړه، بلکې د نظام بدلون هڅه یې هم ناکامه شوه.

هغه د سیمې هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې له امریکا واټن وساتي او د هغې پر سیاستونو تکیه ونه کړي.

نوموړي ادعا کړې چې ایران نړۍ ته وښوده چې د دې هېواد امنیت له ګواښ سره نه شي مخ کېدای، او هر هغه ځواک چې د ایران پر ضد اقدام وکړي، له سختو پایلو سره به مخ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې که هر څوک د امریکا ترڅنګ د ایران پر ضد اقدام وکړي، تهران به یې مشروع هدف وبولي او پر وړاندې به یې غبرګون وښيي.

هغه همداراز وویل چې د هرمز تنګي به یوازې د هغو هېوادونو پر وړاندې محدود شي چې د ایران پر ضد دښمنانه چلند کوي.

پنټاګون؛منځني ختیځ ته د ۲۰۰۰ چتربازو سرتیرو د استولو امر کړی

0

د امریکا درې معتبرو رسنیو نیویارک ټایمز، رویټرز او واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې پنټاګون د پوځ د ۸۲مې هوايي لوا له شاوخوا ۲۰۰۰ ماهرو چتربازو سرتېرو څخه منځني ختیځ ته د استولو امر کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د معلوماتو له مخې، ښایي د دغو سرتېرو شمېر له دوو تر درې زرو پورې لوړ شي، او ټاکل شوې چې د هوا له لارې د پراشوټ په وسیله په ټاکلو سیمو کې ښکته شي.

په ورته وخت کې، د ایران په دولتي ټلوېزیون کې یوه حکومتي شنونکي خبرداری ورکړی، چې که دغه امریکايي ځواکونه سیمې ته ورسېږي، نو د ایران د سپاه پاسداران ځواکونه به پر بحرین او متحده عربي اماراتو پوځي اقدام وکړي او هڅه به وکړي چې دا هېوادونه تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د ۸۲مې هوايي لوا تاریخ د لومړۍ نړیوالې جګړې دورې ته رسېږي، چې وروسته یې په دوهمه نړیواله جګړه کې هم مهم او اغېزناک رول لوبولی دی.

واشنګټن پوسټ هم په خپل راپور کې تایید کړې چې دغه ځواک به د نورو امریکايي سرتېرو سره په ګډه عملیات ترسره کړي.

د راپور له مخې، پلان دا دی چې دغه ځواک د خلیج فارس شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای شي تر څو دغه تنګی تر کنټرول لاندې راولي او د ایران د بالستیک توغندیو او ځانمرګو بې‌پیلوټه الوتکو پر وړاندې دفاعي او احتمالي بریدیز ماموریتونه ترسره کړي.

جنرال سمیع سادات:که اړتیا هم وي بیا به هم د پاکستان مرسته ونه وغواړم

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات وایي، هیڅکله به د پاکستان مرسته او همکاري ونه مني.

ښاغلي سادات چې د روح الامین نیازي سره خبرې کولې وویل، هیڅکله نه غواړي د افغانستان اړوند د پاکستان مرسته ومني.

هغه وویل:« د طالبانو سره زمونږ غټ مشکل دا وو چې دوی د پاکستان خبره ومنله، ایا طالبان پدې نه پوهیدل چې پاکستان زمونږ دښمن دی؟»

ښاغلي سادات پاکستان تورن کړ چې هڅه کوي افغانستان منزوي او بې ثباته هیواد پاتي شي.

نوموړي پاکستان د افغانستان پنځوس کلن دښمن وباله، او زیاته یې کړه چې دغه هیواد غواړي په افغانستان کې د هر ډول نظام کنټرول په لاس کې ولري.

د متحدي جبهې مشر د طالبانو په حکومت نیوکه وکړه چې د پاکستان له انحصار څخه باید ووځي او د افغانانو فردي ازادۍ ته درناوی ولري.