پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 11

محمد بن سلمان او زېلنسکي؛د جدې په لیدنه کې د سیمې او نړۍ پر کړکېچونو خبرې کړې

0

د سعودي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي سره د جدې په ښار کې لیدنه کړې ده.

د راپور له مخې، دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د سیمې او نړۍ پر وروستیو سیاسي بدلونونو هم خبرې کړې دي.

په ځانګړي ډول د منځني ختیځ روان تاوتریخوالی او د اوکراین جګړه د دې لیدنې د مهمو موضوعاتو له جملې بلل شوې دي.

دواړو لوریو ټینګار کړی چې نړیوال کړکېچونه باید د سیاسي حل لارو او ډیپلوماټیکو هڅو له لارې حل شي، ځکه د سیمې او نړۍ روان وضعیت د نوو سیاسي بدلونونو لامل ګرځېدلی دی.

ننګرهار؛د ماشومانو پر سر شخړه کې یو تن وژل شوی

ننګرهار ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د ماشومانو پر سر رامنځته شوې شخړه په مرګ پای ته رسېدلې ده.

د ننګرهار ولایت د طالبانو حکومت د امنیې قومندانۍ په وینا، دغه پېښه درې ورځې وړاندې د جلال‌اباد ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د لفظي لانجې په توګه پیل شوه، خو وروسته تاوتریخوالي ته واوښته.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، په پېښه کې یو کس سخت ټپي شوی و چې د امنیتي ځواکونو له لوري د درملنې لپاره حوزوي روغتون ته ولېږدول شو، خو نوموړي نن سهار د ټپونو له امله ساه ورکړه.

د نوموړي په خبره، امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو دوه تنه نیولي او دا مهال تر پلټنو لاندې دي.

بنیامین نتنیاهو:د سپاه پاسداران قومندان وژنه د امریکا او اسراییل ګډ عملیات و

0

د اسراییل لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، ویلي چې د سپاه پاسداران د بحري ځواک قومندان، علیرضا تنگسیري، وژنه د اسراییل او امریکا د همکارۍ «بله بېلګه» ده.

نتانیاهو د یوه ویدیو پیغام په ترڅ کې اعلان وکړ چې اسراییل به په ټول ایران کې د خپلو اهدافو پر وړاندې قاطع بریدونه جاري وساتي.

هغه تکرار کړه چې تنگسیري په ایران کې د « هرمز تنګي د اغېزمن تړلو» مهم رول درلود او لاس یې د ډېرو خلکو په وینه کې ککړ و.

نتنیاهو ټینګار وکړ چې دا پېښه د دواړو هېوادونو ګډو اهدافو د ترلاسه کولو یوه څرګنده نښه ده.

د طالبانو حکومت رییس الوزراء؛د مالیزیا صدراعظم سره د افغانستان ـ پاکستان په روان تاوتریخوالي خبرې کړې

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه حکومت د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخوند او د مالیزیا د صدراعظم داتو محمد انور ابراهیم ترمنځ ټلیفوني تماس کې د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې شوې دي.

مجاهد ویلي، چې ملا حسن اخوند د امریکا او اسراییل پر وړاندې د سیمې د وروستیو کړکیچونو له امله اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د «اسلامي امارت» موقف د تفاهم، مذاکراتو او ګډو همکاریو په اساس د ستونزو پر حل باور لري.

نوموړي همدارنګه یادونه کړې چې «اسلامي امارت» د پاکستان سره د تېرو دفاعي عملیاتو د توقف اقدام د سعودي عربستان، ترکيې او قطر د دولتونو په غوښتنه ترسره شوی و، ترڅو د نیک نیت څرګندونه وشي.

همدا رنګه، د مالیزیا صدراعظم هم د سیمې پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی لنډمهاله نه بلکې دوامداره شي او موجودې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي.

طاهر اندرابي:د اختر موقتي اوربند پای ته رسېدلی او په افغانستان کې د «غضب للحق» په نوم عملیات بیا پیل شول

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د کوچني اختر لپاره اعلان شوی موقتي اوربند له پای ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د شکمنو وسلوالو پر وړاندې د «غضب للحق» په نوم پوځي عملیات بیا پیل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په وینا، دغه عملیات په مشخصو اهدافو متمرکز دي او موخه یې هغه ډلې دي چې د اسلام‌اباد په ادعا له افغان خاورې بریدونه تنظیموي.

نوموړي زیاته کړې چې د اوربند موده پای ته رسېدلې او اوس د امنیتي ګواښونو پر وړاندې اقدام دوام لري.

پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي فعالیتونه لا هم دوام لري او د دغې ډلې پر ضد اقدامات اړین دي.

احمدالله علیزی:د نجونو د تعلیم د ستونزې حل لپاره عملي اجماع ته اړتیا ده

د کابل پخوانی والي، احمدالله علیزي، د نجونو پر زده کړو د بندیزونو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له پنځو کلونو تېرېدو سره سره لا هم د دې ستونزې د حل لپاره کوم جدي بدلون نه دی لیدل شوی.

هغه ټینګار کړی چې یوازې اعلامیې او لفظي دریځونه نور بسنه نه کوي، بلکې اړتیا ده چې ملت، دیني عالمان، قومي مشران او اغېزمن شخصیتونه په ګډه او منسجم ډول عملي ګامونه پورته کړي.

د نوموړي په وینا، باید یوه داسې واقعي اجماع رامنځته شي چې د نجونو د تعلیم موضوع په سوله‌ییز، تدریجي او د منلو وړ ډول حل کړي.

علیزي زیاته کړې چې د اختلاف، نیوکو او یو بل د تخریب پر ځای باید ملي یووالی او تفاهم ته لومړیتوب ورکړل شي، ځکه که افغانان په یوه ګډ دریځ سره عمل وکړي، نو د نجونو د تعلیم ستونزه حل کېدای شي او دا به د هېواد د راتلونکي لپاره یو مهم مثبت بدلون وي.

قطر:د امریکایي وګړي خوشې کېدل د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د طالبانو حکومت مثبت پیغام دی

د قطر دولت د طالبانو حکومت له‌خوا د امریکایي وګړي ډینس کویل خوشې کېدل د نړیوالې ټولنې پر وړاندې یو مهم او مثبت ګام بللی دی.

قطر په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، چې دغه هېواد د بشري هڅو په چوکاټ کې د دې بهیر برخه پاتې شوی او د یاد کس د خوشې کېدو په اسانتیا کې یې مرسته کړې ده.

اعلامیه زیاتوي چې دا اقدام د افغانستان له لوري د حسن نیت څرګندونه ده.

دوحې همداراز ټینګار کړی چې د نړیوالو هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي، څو د شخړو حل، سیمه‌ییز ثبات او نړیوال امنیت پیاوړی شي.

ډونالډ ټرمپ:وروسته له دې چې حالات خراب شي او ډېر ناوخته شي، ایران باید ژر تصمیم ونیسي

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپله ایکس ټولنیزه رسنۍ «ټروت سوشیال» لیکلي : «د ناټو هېوادونه مطلقاً هېڅ مرسته نه ده کړې، او امریکا د ناټو هېڅ اړتیا نلري، خو دغه مهم وخت هېڅکله مه هېروئ.»

ټرمپ همدارنګه وویل چې د ایران مذاکره کوونکي ډېر عجیب دي او تماسونه نیسي چې توافق وشي.

هغه ویلي: «هغوی باید ژر جدی شي، مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي، ځکه له هغې وروسته هېڅ بیرته راستنېدنه نشته او حالات خراب نه وي.»

ټرمپ زیاته کړې چې ایران اوس له نظامي اړخه کاملاً مات شوی دی.

اسرائیل؛د ایران د سپاه پاسداران د بحري ځواک قومندان علي رضا تنګسیري له منځه یوړ

0

د اسراییلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتز اعلان کړی، چې د ایران د سپاه پاسداران د بحري ځواک قومندان علي‌رضا تنگسیري په بندرعباس کې د اسراییلي پوځ په هوايي برید کې وژل شوی دی.

تنگسیري مخکې د امریکا او اروپایي اتحادیې له خوا تحریم شوی و او د هرمز تنګي د بندولو مسؤل هم و.

هغه دوه ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و: «موږ په ایران کې د ټولو ټاپوګانو د متجاوزینو قبرونه چمتو کړي دي.»

تر اوسه د ایران حکومت په دې اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې.

نورالحق انور:جمهوریت د جوماتونو پرځای کتابتونونه جوړول، او د بې حیایۍ فضا یې رامنځته کړې وه

د طالبانو حکومت د چارو ادارې رئیس نورالحق انور ادعا کړې چې د پخواني نظام پر مهال په افغانستان کې پوهنتونونه د «بې‌حیايۍ» پر مرکزونو بدل شوي وو.

نوموړي دا څرګندونې په کابل کې د نوي تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې وکړې.

هغه وویل، په پخواني نظام کې په پوهنتونونو کې د جوماتونو پر ځای کتابتونونه جوړېدل او د ده په وینا، همدې چارې د «بې‌حیايۍ» فضا رامنځته کړې وه.

انور ټینګار وکړ چې له دې وروسته به د طالبانو چارواکي پر پوهنتوني استادانو د ږیرې پرېښودو او د «سنت» او «افغاني کلتور» له مخې د جامو اغوستلو ته جدي پاملرنه وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نوی تعلیمي کال پیل شوی، خو د نجونو پر زده‌کړو سخت بندیزونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د پنځم پرله‌پسې کال لپاره ښوونځیو ته له تګه محرومې دي، او طالبانو حکومت هغوی له پوهنتونونو او حتی د طبي زده‌کړو له دوام څخه هم منع کړې دي.

د طالبانو تازه دریځ د هېواد د لوړو زده‌کړو راتلونکې او د علمي بنسټونو پر خپلواکۍ نوې پوښتنې راولاړې کړې دي، په داسې حال کې چې د نجونو د زده‌کړو دوامداره بندیزونه لا هم د کورنیو او نړیوالو اندېښنو سبب ګرځېدلي دي.