پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 13

جنرال سمیع سادات:که اړتیا هم وي بیا به هم د پاکستان مرسته ونه وغواړم

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات وایي، هیڅکله به د پاکستان مرسته او همکاري ونه مني.

ښاغلي سادات چې د روح الامین نیازي سره خبرې کولې وویل، هیڅکله نه غواړي د افغانستان اړوند د پاکستان مرسته ومني.

هغه وویل:« د طالبانو سره زمونږ غټ مشکل دا وو چې دوی د پاکستان خبره ومنله، ایا طالبان پدې نه پوهیدل چې پاکستان زمونږ دښمن دی؟»

ښاغلي سادات پاکستان تورن کړ چې هڅه کوي افغانستان منزوي او بې ثباته هیواد پاتي شي.

نوموړي پاکستان د افغانستان پنځوس کلن دښمن وباله، او زیاته یې کړه چې دغه هیواد غواړي په افغانستان کې د هر ډول نظام کنټرول په لاس کې ولري.

د متحدي جبهې مشر د طالبانو په حکومت نیوکه وکړه چې د پاکستان له انحصار څخه باید ووځي او د افغانانو فردي ازادۍ ته درناوی ولري.

د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند:امریکايي پوځیان له اډو تښتېدلي او پټ شوي دي خو زموږ له تعقیب نشي خلاصېدای

0

د ایران د خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند د تازه څرګندونو په دوام ویلي، چې د سیمې ټولې امریکايي اډې له منځه تللي او امریکايي قوماندانان او سرتېري تښتېدلي دي.

د نوموړي په وینا، دې سرتېرو اوس له خپلو اډو بهر په پټو ځایونو کې پناه اخیستې او ایراني ځواکونه د هغوی په لټه کې دي.

هغه په یو ویډویي پیغام کې ټینګار کړی، که د سیمې هېوادونه غواړي د ایران له احتمالي بریدونو خوندي پاتې شي، باید ژر تر ژره امریکايي ځواکونه له خپلې خاورې وباسي او د هغوی پوځي اډې له منځه یوسي.

نوموړي ادعا کړې چې په سیمه کې د امریکا پوځي حضور د امنیت د خرابېدو اصلي لامل دی او ټینګار یې کړی چې د هر هغه هېواد خاوره چې د امریکايي ځواکونو لپاره کارول کېږي، د ایران له نظره مشروع هدف بلل کېدای شي.

شاه محمود میاخیل:افغانستان د کاذب پراډوکس او خبیثه مثلث کې بند پاتې دی

د پخواني جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخیل وایي، افغانان دا مهال د یو «کاذب پراډوکس» او درې‌ګوني فشار تر منځ راګیر دي، چې پکې طالبان، د ده په وینا «د منافقت جبهې» او د اسلام‌اباد اړوند پروژوي ناستې شاملې دي.

ښاغلي میاخیل ویلي، هغه پیغامونه چې د اختر په مناسبت او همدارنګه په کابل کې د معتادینو پر مرکز د وروستیو خونړیو بریدونو وروسته خپاره شوي، داسې ښکاري لکه له یوې منبع لیکل شوي وي، خو په حقیقت کې د یوې سکې دوه مخونه دي چې د پاکستان نوم له یادولو ډډه کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان د «خبیثه مثلث» په دریو ضلعو کې بند دی او نه شي کولی ځان د طالبانو، سیاسي منافقت او سیمه‌ییزو دسیسو څخه خلاص کړي.

د هغه په خبره، یو شمېر نور سیاسي لوبغاړي هم په «خیالي تحلیلونو» بوخت دي او فکر کوي چې نړیوال قدرتونه د دوی پر مشورو حرکت کوي.

میاخیل خبرداری ورکړی چې همدا وضعیت د افغانستان د سیاسي حل، مشروع نظام او نړیوال تعامل مخه نیولې او هېواد یې د تېرو پنځوسو کلونو تر ټولو سختې انزوا ته ټېل وهلی دی.

هغه زیاته کړې چې اوسنۍ انزوا د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له دورې هم بدتره ده.

اسماعیل بقایي:له امریکا سره د خبرو راپورونه ناسم دي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې له امریکا سره د هر ډول مستقیمو خبرو راپورونه حقیقت نه لري.

بقایي په یوه مرکه کې ویلي، د امریکا له ډیپلوماسۍ سره د ایران پخوانۍ تجربه فاجعه‌باره وه او د اټومي خبرو پر مهال هم ایران څو ځله د بریدونو هدف ګرځېدلی و، چې دا د خبرو پر بهیر د بې‌باورۍ لامل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې ایران دا مهال د خپلو پولو او ملي امنیت ساتنې ته لومړیتوب ورکوي او له واشنګټن سره د خبرو په اړه خپرېدونکې ادعاوې ناسمې دي.

د هغه په وینا، ځينو هېوادونو لکه پاکستان د منځګړیتوب وړاندیز کړی، خو وضعیت لا هم حساس او پېچلی بلل کېږي.

بقایي ټینګار کړی چې ایران به د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د ځان دفاع ته دوام ورکړي.

ذبیح‌الله مجاهد:د جګړې د پیل او اوربند پرېکړه د مقابل لوري په لاس کې ده

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان او افغانستان د یو شمېر دیني علماوو د اوربند غوښتنې په اړه غبرګون ښودلی دی.

مجاهد ویلي، د جګړې پیل «اسلامي امارت» نه‌دی کړی او لومړني بریدونه د مقابل لوري له خوا شوي دي.

د هغه په وینا، د جګړې د بیا پیل، پای ته رسولو او د اوربند د غځولو په اړه وروستۍ پرېکړه هم د هماغه لوري په لاس کې ده.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې د پاکستان او افغانستان یو شمېر علماوو په یوه لیک کې له دواړو هېوادونو غوښتي وو چې اوسنی اوربند دې تر لوی اختر پورې وغځول شي.

الجزیره:په اسراییل کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۴ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي

0

الجزیرې راپور ورکړی چې د اسراییل د روغتیا وزارت وايي، له ایران او د لبنان له حزب‌الله سره د روانو نښتو پر مهال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۴ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د راپور له مخې، د امریکا او اسراییل له جګړې وروسته پر ایران د بریدونو له پیل راهیسې ټولټال ۵۰۴۵ کسان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

چارواکي وايي، له دې شمېرې څخه ۱۲۰ کسان اوس هم په روغتونونو کې بستر دي او د ۱۲ کسانو روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.

حامد کرزی:د نجونو پر زده‌کړو بندیز، افغانستان له نه جبرانېدونکي زیان سره مخ کوي

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، د نوي تعلیمي کال د پیل سره سم، د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر زده‌کړه د بندیز او د ښځو پر کار محدودیتونو نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا وضعیت به هېواد له لا زیات ضعف او ناتوانۍ سره مخ کړي.

کرزي ویلي، د نجونو له تعلیمه محرومول نه یوازې د ټولنې بنسټونه زیانمنوي، بلکې د افغانستان د ثبات او اوږدمهاله پرمختګ پر وړاندې یو جدي خنډ هم دی.

د هغه په وینا، د دې حالت دوام به داسې زیانونه واړوي چې جبران به یې ناشونی وي.

نوموړي ټینګار کړی چې د هېواد د پرمختګ، ځان بسیاینې او باعزته ژوند لپاره د ټولو ماشومانو، نجونو او هلکانو تعلیم حیاتي ارزښت لري او باید ورته برابر لاسرسی تضمین شي.

هغه پر حاکمو واکدارانو غږ کړی چې د نجونو پر مخ دې ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي او ښځو ته دې د کار او فعال ګډون زمینه برابره شي.

کرزي همداراز د نوي تعلیمي کال د پیل هرکلی کړی او له زده‌کوونکو یې غوښتي چې له هرې ممکنې لارې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

ایران؛اسراییل کې د الخضیره ښار د رابین برېښنا فابریکه وویشته

0

ایران په تازه بالستیک او ډورن ځانمرګ بریدګرو الوتکو، اسرائیل کې د برېښنا یوه فابریکه په نښه کړه.

د راپورونو له مخې، یو ایراني توغندی د اسرائیل لوېدیځ کې د الخضیره ښار د «رابین» برېښنا فابریکې ته لګېدلی، چې له امله یې په ځینو سیمو کې برېښنا پرې شوې ده.

د «اوروت رابین» برېښنا فابریکه په اسرائیل کې تر ټولو لویه د برېښنا تولیدي فابریکه ده، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د هېواد د برېښنا شاوخوا ۲۰٪ تر ۲۵٪ اړتیا پوره کوي.

استرالیا؛د ايراني ویزه لرونکو کسانو پر داخلېدو موقتي بنديز ولګاوه

0

استرالیا اعلان کړی چې په موقتي ډول به د هغو ايراني اتباعو د داخلېدو مخه ونيسي چې ویزه لري خو دا مهال له دغه هېواده بهر دي.

د استرالیا چارواکو ويلي، د دې پرېکړې اصلي لامل دا اندېښنه ده چې ښايي ځينې هغه کسان چې موقتي ویزې لري، د ایران د جګړې له امله د خپلې ویزې له پای ته رسېدو وروسته ونه شي کولای بېرته له استرالیا ووځي يا د وتلو اراده ونه لري.

چارواکو زياته کړې چې دا محدوديت موقتي دی او د سيمې د روان امنيتي حالت له امله لګول شوی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهان:افغانستان او پاکستان دې اوربند اعلان او د سولې هوکړه وکړي

د ملګرو ملتونو یو شمېر کارپوهانو له افغانستان او پاکستان غوښتي چې ژر تر ژره نوی اوربند اعلان کړي او د سولې هوکړې ته ورسېږي.

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالې د ملکي وګړو لپاره درنې پایلې لرلې دي.

د دوی د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۲۸۹ ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او تر ۱۱۵ زرو زیات خلک بې‌ځایه شوي دي.

کارپوهانو ویلي چې د جګړې له امله ملکي تاسیساتو ته زیان رسېدلی، ښوونځي تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم سخته اغېزمنه شوې ده.

همدارنګه د ملګرو ملتونو کارپوهانو د مارچ پر ۱۶مه د پاکستان هغه هوايي برید هم غندلی چې د روږدو کسانو د درملنې مرکز په کې په نښه شوی و او ګڼو کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې وه.