سه شنبه, جولای 14, 2026
Home Blog Page 11

د طالبانو حکومت؛د کرنې د ودې لپاره له هند څخه د اصلاح شویو تخمونو او نوې ټکنالوژۍ د همکارۍ غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د هند له حکومت څخه غوښتي چې د کرنې د عصري کولو، د اصلاح شویو تخمونو د برابرولو او پرمختللې کرنیزې ټکنالوژۍ په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

نوموړي د هند د کرنې له وزیر شیو راج سنګ چوهان سره د نوي ډیلي په لیدنه کې ویلي، کرنه د افغانستان د اقتصاد اساسي برخه ده او د هېواد شاوخوا ۸۰ سلنه خلک خپلې اقتصادي اړتیاوې له همدې سکټور څخه پوره کوي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان له اوږدې بې‌ثباتۍ وروسته اوس د کرنې د پراختیا او د بزګرانو د ملاتړ لپاره نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري.

عمري ویلي، بزګران د اصلاح شویو تخمونو، د حاصلاتو د راټولولو او ساتنې، د مېوو د پروسس او عصري کرنیزو وسایلو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري، څو د کرنیزو تولیداتو کچه لوړه او د خوړو خوندیتوب پیاوړی شي.

بلخوا د هند د کرنې وزیر ډاډ ورکړی چې هېواد یې چمتو دی د کرنیزو څېړنو، علمي تجربو او نوې ټکنالوژۍ په شریکولو سره له افغانستان سره همکاري وکړي.

هغه ویلي، هند کولای شي افغانستان ته د غنمو، جوارو او کچالو اصلاح شوي تخمونه، د اقلیم بدلون پر وړاندې مقاوم نباتات او د کرنیزو څېړنو علمي ملاتړ برابر کړي.

په خبرو کې د اوبو مدیریت هم د مهمې موضوع په توګه مطرح شوی.

افغان پلاوي د اوبو کمښت او د اقلیم بدلون د اغېزو یادونه کړې او د اوبو لګولو، د باراني اوبو د زېرمه کولو او د اوبو د سرچینو د مدیریت په برخه کې یې د هند د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

هندي لوري هم ویلي چې د کوچنیو اوبو لګولو سیستمونو، د باراني اوبو د راټولولو، د کرنیزو حوضونو، کوچنیو بندونو او د اوبو د اغېزمنې کارونې په برخو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکولو ته چمتو دی.

دواړو لورو د بڼوالۍ، مالدارۍ، لبنیاتو، چرګانو روزنې، کبانو پالنې، د حاصلاتو له راټولولو وروسته د پروسس، ډیجیټلي کرنې، د خاورې د کیفیت او ګډو علمي څېړنو په برخو کې د همکاریو پر پراخولو هم خبرې کړې.

اردوغان به رهبران ناتو هفت‌تیر ( سلاح ) هدیه داد

0

رسانه‌های بین‌المللی گزارش داده‌اند که رجب طیب اردوغان در پایان نشست سران ناتو در آنکارا، به شماری از رهبران شرکت‌کننده هفت‌تیرهای حکاکی‌شده ساخت ترکیه به همراه مهمات هدیه داد اقدامی که واکنش‌ها و چالش‌های امنیتی در چند کشور را برانگیخته است. بر اساس گزارش‌ها بسته هدیه مربوط به بارت دِ وِوِر تا زمان بازگشت هیئت بلژیکی به این کشور باز نشده بود. پس از باز کردن بسته، مشخص شد که داخل آن یک هفت‌تیر به همراه گلوله قرار دارد. این سلاح بلافاصله به پلیس فرودگاه تحویل داده شد و مقام‌های بلژیکی هنوز درباره سرنوشت نهایی آن تصمیم نگرفته‌اند. خبرگزاری رویترز گزارش داده است که این هدایا با هدف نمایش توانمندی‌های صنایع دفاعی ترکیه اهدا شده‌اند اما قوانین سخت‌گیرانه حمل و نگهداری سلاح در برخی کشورهای اروپایی باعث شده تعدادی از رهبران، سلاح‌های دریافتی را به مقام‌های امنیتی تحویل دهند یا برای غیرفعال‌سازی و انتقال آن‌ها به موزه‌ها اقدام کنند.

ډونالډ ټرمپ؛د امریکا د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي له دندو لرې کړل

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فدرالي ټاکنو د مرستندویه کمېسیون غړي له دندو لرې کړي دي.

دا اقدام په داسې حال کې شوی چې د کانګرس د منځمهالو ټاکنو تر ترسره کېدو ته یوازې څو میاشتې پاتې دي.

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، ټرمپ د کمېسیون دوه ډیموکرات غړي له دندو ګوښه کړي، د یوه جمهوري غوښتونکي غړي استعفا یې منلې او بل جمهوري غوښتونکی غړی لا له دې وړاندې له خپلې دندې استعفا کړې وه.

په دې توګه کمېسیون اوس له غړو پرته پاتې شوی او د نویو غړو ټاکنه به د سنا جرګې تایید ته اړتیا ولري.

یاد کمېسیون د ۲۰۰۰ کال له لانجمنو ټاکنو وروسته د امریکا کانګرس د ټاکنیز بهیر د پیاوړتیا او خوندي کولو لپاره جوړ کړی و.

د قانون له مخې، په دې څلور کسیز کمېسیون کې باید له یوه سیاسي ګوند څخه تر دوو زیات غړي نه وي، څو یې خپلواکي خوندي پاتې شي.

دا اداره د رایه ورکوونکو د نوم‌لیکنې د فدرالي فورم د ساتنې، د برېښنايي رایه ورکولو د وسایلو د تصدیق او د ټاکنو اړوند ځینو تخنیکي چارو مسؤلیت پر غاړه لري.

سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر حق لري هغه کسان له دندو لرې کړي چې د امریکا د ټاکنو د خوندي کولو او د قانوني رایو د شمېرلو له پالیسۍ سره همغږي نه وي؛ خو تر اوسه یې نه دي ویلي چې د کمېسیون لپاره به نوي غړي څه وخت معرفي کړي.

نام «محمد» برای سومین سال متوالی محبوب‌ترین نام نوزادان پسر در انگلستان و ولز شد

0

براساس تازه‌ترین آمار منتشرشده از سوی اداره آمار ملی بریتانیا (ONS) نام «محمد» در سال ۲۰۲۵ با ثبت ۵ هزار و ۹۵۷ نوزاد برای سومین سال پیاپی در صدر فهرست محبوب‌ترین نام‌های پسرانه در انگلستان و ولز قرار گرفته است. پس از «محمد» نام‌های «نوح» (Noah) و «لئو» (Leo) در رتبه‌های دوم و سوم قرار دارند. بر اساس این آمار، نام «محمد» از سال ۲۰۱۶ همواره در میان ۱۰ نام برتر پسرانه قرار داشته و از سال ۲۰۲۳ تاکنون جایگاه نخست را حفظ کرده است داده‌های ONS همچنین نشان می‌دهد که این نام در چهار منطقه از ۹ منطقه انگلستان محبوب‌ترین نام پسرانه بوده است. کارشناسان رشد جمعیت مسلمان، تنوع فرهنگی و استقبال خانواده‌ها از این نام را از عوامل اصلی تداوم محبوبیت «محمد» در بریتانیا عنوان می‌کنند.

فضانوردان آرتمیس ۲ سه ماه پس از مأموریت تاریخی خود دوباره با کپسول فضایی دیدار کردند

0

چهار فضانورد مأموریت «آرتمیس ۲» سه ماه پس از سفر تاریخی به دور ماه‌ بار دیگر در مرکز فضایی کندی ناسا با کپسول فضایی «اوریون» دیدار کردند‌ این مأموریت نخستین سفر سرنشین‌دار به اطراف ماه در بیش از ۵۰ سال گذشته بود. اعضای این گروه شامل سه فضانورد ناسا و یک فضانورد کانادایی هستند. آنان در جریان این مأموریت حدود ۴۰۶ هزار و ۷۷۱ کیلومتر از زمین فاصله گرفتند و رکورد دورترین سفر فضایی انسان را به ثبت رساندند؛ رکوردی که پیش از این در اختیار مأموریت آپولو ۱۳ بود. فضانوردان در این دیدار از تلاش هزاران مهندس و کارمند ناسا قدردانی کردند و این مأموریت را گامی مهم برای بازگشت انسان به ماه و آماده‌سازی سفرهای آینده به اعماق فضا دانستند.

روسیه و ترکیه درباره واگذاری سامانه‌های اس-۴۰۰ به کشور ثالث گفت‌وگو می‌کنند

0

روسیه اعلام کرده است که با ترکیه درباره احتمال اجازه فروش سامانه‌های دفاع هوایی اس-۴۰۰ به یک کشور ثالث در حال گفت‌وگو است این اظهارات پس از انتشار گزارش‌هایی مطرح می‌شود که نشان می‌دهد آنکارا قصد دارد این سامانه‌ها را به کشوری دیگر واگذار کند تا زمینه بازگشتش به برنامه جنگنده‌های اف-۳۵ آمریکا فراهم شود.دیمیتری پسکوف سخنگوی کرملین، گفته است که مسکو در این زمینه با مقام‌های ترکیه تماس‌هایی داشته و این رایزنی‌ها همچنان ادامه دارد به گفته او‌ این موضوع از حساسیت بالایی برخوردار است.در همین حال دونالد ترامپ رئیس‌جمهور آمریکا در سفر اخیر خود به ترکیه اعلام کرده است که واشنگتن آماده لغو تحریم‌های وضع‌شده علیه ترکیه به دلیل خرید سامانه اس-۴۰۰ و همچنین ازسرگیری فروش جنگنده‌های اف-۳۵ به این کشور است. با این حال لغو این تحریم‌ها نیازمند تأیید کنگره آمریکا خواهد بود.

خیبر پښتونخوا کې؛په عامه ځایونو کې وړیا انټرنېټ فعال شو

0

د خیبر پښتونخوا حکومت د ډیجیټلي خدمتونو د پراختیا په موخه د “خیبر پښتونخوا اوپن وای فای” پروژه رسماً پرانیستله او د دغه ایالت په بېلابېلو عامه ځایونو کې یې د وړیا انټرنېټ خدمت پیل کړ.

د چارواکو په وینا، په لومړي پړاو کې به په پېښور کې دولتي روغتونونه، د عامه ترانسپورټ تمځايونه او مهمې دولتي ادارې د وړیا وای فای له اسانتیا برخمنې شي.

همداراز اعلان شوی چې په راتلونکو پړاوونو کې به دا خدمت د پوهنتونونو او کالجونو محصلینو ته هم وړاندې شي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وایي، پروژه به له پېښور وروسته مردان، اېبټ‌آباد، سوات، کوهاټ، بنو، ډېره اسماعیل خان او د ایالت نورو ډویژني مرکزونو ته هم وغځول شي، څو عام خلک او زده‌کوونکي د وړیا انټرنېټ له اسانتیاوو ګټه واخلي.

افغان ایلېون کرېکټ لوبډلې؛ازبکستان ته په ۱۹۹ منډو ستره ماتې ورکړه

0

د افغانستان د ایلېون کرېکټ لوبډلې په یوازینۍ شل اوریزه دوستانه سیالۍ کې د پیاوړې توپوهنې او غوره توپ‌اچونې په مټ د ازبکستان لوبډلې ته د ۱۹۹ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د اوو لوبغاړو په زیان یې ۳۲۳ منډې جوړې کړې، چې ازبکستان ته یې د ۳۲۴ منډو ستر هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې لپاره حسن عیسی‌خېل په زړه پورې سلیزه ووهله او ۱۲۰ منډې یې جوړې کړې.

ورپسې عمران میر ۷۴، فیصل خان شینوزاده ۳۱ او نورالرحمن ۲۹ منډې وکړې.

ازبکستانۍ لوبډلې د هدف په تعقیب ونه توانېده چې د افغان توپ‌اچونکو پر وړاندې مقاومت وکړي او د اوو لوبغاړو په زیان یې یوازې ۱۲۴ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې په توپ‌اچونه کې نصیر خان معروف‌خېل، عمران میر او وفادار مومند هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې، او فریدون داودزي هم یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د نړیوال فوټبال د زرینې دورې پای؛پنځه ستر ستوري له نړیوال جام سره مخه ښه کوي

د ۲۰۲۶م کال د فیفا نړیوال جام له کوارټر فاینل پړاو سره هممهاله د نړۍ د فوټبال یو شمېر مشهورو ستورو هم د نړیوالو سیالیو له ډګر سره د تل لپاره مخه ښه وکړه.

کرسټیانو رونالډو، نیمار جونیور، محمد صلاح، کاسیمیرو او جیمز رودریګز هغه لوبغاړي دي چې د خپلو ملي لوبډلو له حذفېدو وروسته یې اعلان وکړ، نور به په نړیوال جام کې ونه لوبېږي.

د پرتګال نامتو ستوري کریسټیانو رونالډو له سیالیو وړاندې ویلي وو چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام به یې وروستی نړیوال جام وي.

هغه په خپلې وروستۍ نړیوالې سیالۍ کې د ازبکستان پر وړاندې دوه ګولونه وکړل او د نړیوال جام په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې په شپږو پرله‌پسې دورو کې یې ګول وهلی دی.

د برازیل بریدګر نیمار جونیور هم، چې دا ځل د ځوانو لوبغاړو د زیات حضور له امله محدود فرصتونه ترلاسه کړل، د ناروې پر وړاندې په خپلې وروستۍ نړیوالې لوبه کې یو ګول وکړ، خو د برازیل تر ماتې وروسته یې د نړیوال فوټبال له ډګر څخه د تقاعد اعلان وکړ.

د مصر کپتان محمد صلاح هم د ارجنټاین پر وړاندې د خپلې لوبډلې له ماتې وروسته خپل وروستی نړیوال جام پای ته ورساوه.

نوموړي په دې سیالیو کې په پنځو لوبو کې یو ګول وکړ او د دوو نورو ګولونو په جوړولو کې یې مرسته وکړه.

بلخوا، د برازیل تجربه‌کار منځنی لوبغاړی کاسیمیرو هم د خپلې ملي لوبډلې له حذفېدو وروسته د نړیوالو سیالیو پای اعلان کړ.

هغه د خپل کلبي ژوند پر مهال ګڼې مهمې اتلولۍ خپلې کړې دي او د برازیل د منځنۍ کرښې له مهمو لوبغاړو څخه شمېرل کېده.

همدارنګه د کولمبیا پخواني ستوري جیمز رودریګز، چې د ۲۰۱۴ نړیوال جام د غوره ګول وهونکي جایزه یې ګټلې وه، د سویس پر وړاندې د خپلې لوبډلې له ماتې وروسته له نړیوال جام سره مخه ښه وکړه.

نوموړي په ۲۰۱۴ کال کې د خپلې ځلېدونکې لوبې له امله نړیوال شهرت ترلاسه کړی و.

د دغو پنځو سترو لوبغاړو وتل د نړیوال فوټبال د یوې مهمې دورې پای ګڼل کېږي، هغه دوره چې یادو ستورو په کې د خپلو هېوادونو او د نړۍ د فوټبال په تاریخ کې د پام وړ رول لوبولی و.

اندی برنهام از مواضع اولیه حزب کارگر درباره جنگ غزه عذرخواهی کرد

0

اندی برنهام از چهره‌های ارشد حزب کارگر بریتانیا و یکی از گزینه‌های احتمالی برای نخست‌وزیری آینده این کشور از مواضع اولیه حزبش در برابر اقدامات اسرائیل در نوار غزه عذرخواهی کرده است.برنهام در یک پیام ویدیویی که در شبکه‌های اجتماعی منتشر کرده، گفت که حزب کارگر در واکنش‌های نخستین خود درباره جنگ غزه اشتباه کرده است.پیش از این کی‌یر استارمر رهبر حزب کارگر و نخست‌وزیر کنونی بریتانیا در روزهای نخست جنگ گفته بود اسرائیل حق دارد آب و برق غزه را قطع کند. این اظهارات با انتقادهای گسترده روبه‌رو شد استارمر بعداً توضیح داد که منظورش حق اسرائیل برای دفاع از خود بوده است.برنهام گفته است که در صورت رسیدن به رهبری دولت بریتانیا، سیاست این کشور در قبال جنگ غزه تغییر خواهد کرد و فشار بیشتری بر اسرائیل وارد خواهد شد.او همچنین خواستار تحریم برخی وزیران راست‌گرای کابینه اسرائیل و ممنوعیت تجارت با شهرک‌های یهودی‌نشین اسرائیلی در کرانه باختری شده است.