سه شنبه, جون 2, 2026
Home Blog Page 106

اسکای نیوز:ډونالډ ټرمپ د ایران سره د ۴۵ ورځني اوربند وړاندیز رد کړ

0

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي د اسکای نیوز عربي ځانګې ته ویلي چې ډونالډ ټرمپ د منځګړو له لوري د ایران سره د ۴۵ ورځني اوربند وړاندیز نه دی منلی.

تر دې وړاندې هم د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي یوې بلې امریکايي رسنۍ ته ویلي وو چې د ۴۵ ورځني اوربند طرحه یوازې د هغو انتخابونو له ډلې یوه ده چې د روانو خبرو اترو پر مهال تر بحث لاندې ده.

د سرچینو په وینا، د ایران او امریکا ترمنځ لا هم د کړکېچ د کمولو لپاره بېلابېل انتخابونه ارزول کېږي؛ خو تر اوسه کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې.

مولانا فضل الرحمان:د پاکستان اوسني واکمنان د ولس استازي نه دي او د امریکا په خوښه پرېکړې کوي

0

د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په پېښور کې د یوې خبري غونډې پر مهال د پاکستان پر اوسني حکومت او پوځي جوړښت سختې نیوکې کړې دي.

نوموړي ویلي چې اوسني واکمنان د ولس استازي نه دي، بلکې د “اسټیبلشمنټ” له لوري رامنځته شوي او د امریکا تر اغېز لاندې پرېکړې کوي.

هغه تور پورې کړی چې حکومت د هېواد د ملي ګټو پر ځای د بهرنیو غوښتنو ته لومړیتوب ورکوي.

فضل الرحمان دا هم ویلي چې څو ځله یې د پارلمان د پټو غونډو غوښتنه کړې، څو استازي د مهمو پالیسیو په اړه معلومات ترلاسه کړي، خو حکومت یې غوښتنه نه ده منلې.

د هغه په وینا، دا چاره ښيي چې حکومت خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی.

هغه پر دې هم اندېښنه ښودلې چې د پاکستان ختیځې او لوېدیځې پولې تړل شوې دي، چې له امله یې د سوداګرۍ بهیر اغېزمن شوی.

هغه له افغانستان سره د سوداګرۍ د فرصتونو یادونه کړې او ویلي چې د پولو تړل د پاکستان اقتصاد ته زیان رسوي.

نوموړي اعلان کړی چې د اپرېل په ۱۲مه به له مردان څخه د حکومت پر ضد یو پراخ تحرک پیل کړي او زیاته کړې چې د هېواد د وضعیت د بدلون لپاره ولسي لاریونونه یوازینۍ لاره پاتې ده.

عباس عراقچي:امریکا په ایران کې د نسل وژنې هڅه کوي؛ خو موږ به قاطع او سخت ځواب ورکړو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د فرانسوي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې د امریکا د وروستیو ګواښونو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

عراقچي ویلي، هغه ګواښونه چې د امریکا له لوري د ایران پر زیربناوو د بریدونو په تړاو مطرح شوي، د جګړې د جرم او نسل‌وژنې عادي کول دي.

نوموړي ټینګار کړی، که دا ګواښونه عملي شي، نو ایران به قاطع او سخت ځواب ورکړي.

وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، که ایران تر دوشنبې هوکړه ونکړي پر پلونو او زیربناوو د بریدونو سربیره به یې پر یورانیو د تسلط هڅه هم وکړو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت:د هیڅ فشار او ضرب‌الاجل پرواګیر نه یو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی، د امریکا د ۱۵ مادېیز وړاندیز د جګړې د پای لپاره غیرعادي او غیرمنطقي وبلل.

نوموړي وویل، تهران خپلې غوښتنې بشپړې کړي، خو د اعلان مناسب وخت به خپله ټاکي.

بقایی ټینګار وکړ چې ایران د هیڅ فشار او ضرب‌الاجل پرواګیر نه دی او د دې پلان ژر ځواب ورکول باید د تسلیمۍ په معنا ونه ګڼل شي.

هغه څرګنده کړه چې د منځګړیو له لارې خبرې د ضعف نښه نه ده او ایران چمتو دی هر وخت خپل موقف روښانه اعلان کړي.

امیرخان متقي؛د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سره د سیمې په روان وضعیت خبرې کړې

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال بابر عثمانوف د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدنه کړې ده.

دا لیدنه د افغانستان او منځنۍ آسیا د مشورتي خبرو اترو د لومړۍ ناستې په څنډه کې ترسره شوې، چې دواړو لورو پکې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، شته فرصتونو او د سیمې پر روان وضعیت خبرې او د نظر تبادله کړې ده.

په دې کتنه کې، امیرخان متقي د اوزبیکستان له پلاوي مننه کړې او ټینګار یې کړی چې د مشورتي ناستې پر مهال د وړاندې شوو نظریاتو او وړاندیزونو پر بنسټ باید راتلونکي ګامونه په ګډه همغږي شي.

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرمختګ مثبت بللی او د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.

بل لور ته، بابر عثمانوف د دې سیمه‌ییز نوښت ملاتړ کړی او د کابل او تاشکند ترمنځ د وروستیو پرمختګونو یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه باید خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړي.

بنیامین نتانیاهو:ایران کې د سپاه پاسداران د اطلاعاتو مشر سربیره، د قدس ځواک د ۸۴۰م واحد قوماندان هم وژل شوی

0

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان کړی چې د ایران د سپاه پاسداران د استخباراتو رییس مجید خادمي یې په یو ځانګړي عملیات کې وژلی دی.

نتنیاهو په خپل پیغام کې زیاته کړې چې د قدس ځواک اړوند د ۸۴۰م واحد قوماندان، چې د نړۍ په کچه د اسراییلو او یهودي وګړو پر وړاندې د بریدونو مسوول ګڼل کېده، هم له منځه وړل شوی دی.

هغه ټینګار کړی چې اسراییل به د خپلو اتباعو پر وړاندې هر ډول ګواښ ته سخت ځواب ورکړي، او ویلي یې دي چې «هر څوک چې د اسراییلو پر ضد ترهګري رهبري کړي، پایله به یې مرګ وي.»

د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند هڅې؛تهران د هرمز تنګي د سمدستي پرانیستلو غوښتنه رد کړه

0

د امریکا له ټاکلي ضرب‌الاجل سره هممهاله، د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یو نوی چوکاټ وړاندې شوی؛ خو تهران د هرمز تنگي د سمدستي پرانیستلو غوښتنه نه ده منلې.

د راپورونو له مخې، دا وړاندیز چې د پاکستان په منځګړیتوب جوړ شوی، په کې سمدستي اوربند او له ۱۵ تر ۲۰ ورځو پورې د خبرو اترو پړاو شامل دی، څو د اوږدمهاله حل لپاره زمینه برابره شي.

خو ایراني چارواکو ویلي چې دوی له ضرب‌الاجلونو سره موافق نه دي او باور لري چې واشنګټن لا هم د یوه دوامدار او واقعي سولې لپاره چمتووالی نه لري.

بل لور ته، رویټرز د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د ۴۵ ورځني اوربند په اړه خبرې لا هم روانې دي او هڅې دوام لري چې د جګړې د پراخېدو مخه ونیول شي.

یسرائیل کاتز:د سپاه پاسداران د اطلاعاتو د سازمان مشر مجید خادمي موږ وژلی

0

د اسراییلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتز ادعا کړې چې د دغه هېواد ځواکونو په تهران کې د ایران د سپاه پاسداران د استخباراتي سازمان یو لوړپوړی چارواکی له منځه وړی دی.

کاتز ویلي، په دې عملیاتو کې مجید خادمي، چې د سپاه پاسداران د استخباراتي جوړښت له مهمو څېرو او د درېیو ارشد مسؤلینو له ډلې څخه و، په نښه او «خنثی» کړل شو.

د هغه په وینا، خادمي د جګړه‌ییزو “جنایتونو” له مستقیمو مسؤلینو څخه ګڼل کېده.

اسماعیل بقایي:د امریکایي پیلوټ د ژغورنې عملیات ښايي د یورانیومو د انتقال په هدف د فریب برخه وي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي، هغه ځای چې امریکایي الوتکو د اصفهان په سوېل کې ناسته کړې، له هغه ځای سره چې مخکې ادعا شوې وه، توپیر لري او دا احتمال شته چې دغه عملیات د «فریب» په موخه ترسره شوي وي.

بقایي ویلي، ښايي د دغو تحرکاتو تر شا د یورانیومو د انتقال هدف موجود وي.

نوموړي همداراز د سیمې د وروستیو کړکېچونو په اړه خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ چې ایران به د هر ډول ګواښ پر وړاندې کلک دریځ خپل کړي.

د اسرائیل او امریکا ګډ بریدونه؛د ایران د سپاه پاسداران د اطلاعاتو د سازمان مشر مجید خادمي یې وواژه

0

د ایران د سپاه پاسداران د اطلاعاتو د سازمان مشر، مجید خادمی، د امریکا او اسرائیل په ګډو بریدونو کې وژل شوی دی.

د ایران تسنیم خبري اژانس د هغه د وژل کېدو خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې نوموړی د “شهادت” لوړ مقام ته رسېدلی دی.

مجید خادمي د سپاه پاسداران د اطلاعاتي جوړښت له مهمو کلیدي څېرو څخه ګڼل کېده او د امنیتي او استخباراتي چارو په رهبرۍ کې یې مهم رول درلود.