شنبه, اپریل 11, 2026
Home Blog Page 102

ملاله یوسفزۍ:د افغان نجونو د زده کړو پر وړاندې د طالبانو حکومت روان وضعیت خطرناک دی

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د نجونو د زده‌کړو نړیواله فعاله، ملاله یوسفزۍ وایي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت د ښځو او نجونو لپاره بې‌ساری کړکېچ دی او نړیوال باید د طالبانو د حکومت پر پالیسۍ سترګې پټې نه کړي.

ملالې یوسفزۍ په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت په سیستماتیک ډول د نجونو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي او د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل د اسلام له اصلي پیغام سره هېڅ تړاو نه لري.

د هغې په وینا، پوهه د دین یوه اساسي برخه ده او هېڅوک نه شي کولی د دین تر نوم لاندې نجونې له زده‌کړو منع کړي.

نوموړې ټینګار کړی، چې سره له سختو محدودیتونو افغان نجونې لا هم د زده‌کړو لپاره مبارزه کوي او په پټو یا انلاین لارو خپل تعلیم ته دوام ورکوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:د یوناما په کوربه‌توب د دوحې پروسې د خصوصي سکتور ناسته په کابل کې ترسره شوه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دوحې پروسې د خصوصي سکتور د کاري ډلې درېیمه ناسته د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت (یوناما) په کوربه‌توب یې د کابل په ګرینډ هوټل کې په حضوري او انلاین بڼه ترسره کړې.

حافظ ضیاء احمد تکل په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، په دې ناسته کې د افغانستان “اسلامي امارت” د بهرنیو چارو، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د افغانستان بانک استازو ګډون کړی و.

د هغه په وینا، سربېره پر دې د یوناما، د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، استازو او ډیپلوماټانو هم په حضوري او انلاین ډول برخه اخیستې وه.

تکل زیاته کړې، چې ناسته په دوو برخو ویشل شوې وه؛ لومړۍ برخه د ودې او شمولیت او دویمه برخه د همغږۍ او شفافیت پر موضوعاتو متمرکزه وه.

هغه ویلي، د “اسلامي امارت” استازو د حکومت له حاکمیت وروسته خپلې لاسته راوړنې او پرمختګونه شریک کړل، او ګډونوالو هم د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره د دوامدارې همکارۍ ژمنتیا څرګنده کړه او پر لا ډېرې همغږۍ یې ټینګار وکړ.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي؛د یو شمېر مهمو مسایلو د حل په موخه مسقط ته ولاړ

0

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني، د رسمي سفر په موخه د عمان پلازمېنې مسقط ته تللی دی.

د ایران دولتي تسنیم خبري اژانس ویلي، په دې سفر کې به د سیمې او نړۍ وروستي سیاسي او امنیتي بدلونونه وڅېړل شي او دواړه لوري به د ایران او عمان ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث او سلا مشورې وکړي.

پاکستاني پوځ؛په نوشکي کې د بلوچ ازادي غوښتونکي غورځنګ مشر بشیر زیب پلرنی کور په بمونو الوځولی

0

پاکستاني پوځ د روانو امنیتي عملیاتو پر مهال د بلوچ ازادي غوښتونکي پوځ (BLA) د مشر بشیر زیب بلوچ پلرنی کور د نوشکي په احمد وال سیمه کې د چاودېدونکو توکو په وسیله له منځه وړی.

ځایي سرچینو ویلي، ښار ته ټانکونه او زغروال موټر داخل شوي او پر ټول ښار ګرځبندیز لګېدلی، دوکانونه تړل شوي او خلکو ته امر شوی چې په کورونو کې پاتې شي.

دا پېښه وروسته له هغې شوې چې BLA د جنورۍ په ۳۱مه د “Operation Herof” اعلان کړی و او ادعا یې کړې وه چې څو ورځې یې د نوشکي په ګډون څو نورې سیمې تر خپل کنټرول لاندې ساتلې وې، او پاکستاني پوځ ته یې په پراخه کچه مرګ ژوبله اړولې وه.

راشد خان:موږ هم هیله لرو چې یوه ورځ افغانستان د ښځو د کرېکټ ملي لوبډله ولري

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان ویلي، هیله لري چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان د ښځو ملي کرېکټ لوبډله ولري او نړیوالو سیالیو ته یې واستوي.

راشد خان د یکشنبې په ورځ، د شل اوریز نړیوال جام د پرانیست غونډې تر مخه، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «هو، بالکل. موږ غواړو افغانستان د ښځو ټیم ولري، ځکه دا د نړیوال کرېکټ شورا له مهمو معیارونو څخه هم دی.»

هغه زیاته کړې چې د ښځو د ټیم جوړول د افغانستان د کرېکټ بورډ او د نړیوال کرېکټ شورا پورې تړلې موضوع ده، خو ټینګار یې وکړ چې لوبغاړي غواړي هر افغان استازی، که نارینه وي که ښځه، په نړیوال ډګر کې وویني.

راشد خان په خپلو خبرو کې دا هم ومنله چې د لوبغاړي په توګه ډېر واک نه لري او اصلي پرېکړې د لوړو چارواکو په لاس کې دي.

نوموړي وویل: «موږ یوازې کولی شو ملاتړ وکړو، خو وروستۍ پرېکړه هغه کسان کوي چې واک لري.»

امریکايي محکمې؛د افغانانو د اېس‌ای‌وي ویزو د ارزونې د بیا پیل امر کړی

د کډوالو سره د مرستې نړیوال سازمان ویلي، د امریکا یوې فدرالي محکمې د ټرمپ ادارې ته امر کړی چې د افغان کډوالو د ځانګړې کډوالۍ «اېس‌ای‌وي» ویزو د غوښتنلیکونو ارزونه بې‌ له ځنډه بیا پیل کړي.

د واشنګټن ډي‌سي قاضي تانیا چاټکان ویلي، د دغو دوسیو ځنډول د کانګرس او د محکمې د پخوانیو حکمونو خلاف عمل دی.

که څه هم پر افغانانو د امریکا د سفر بندیز لا هم پر ځای دی؛ خو محکمې ټینګار کړی چې د هغو افغانانو د ویزو ارزونه باید دوام ومومي چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی او کلونه یې د پرېکړې انتظار ایستلی دی.

د پاکستان حکومت:د سریلنکا ولسمشر شهباز شریف ته د هند–سریلنکا د کرکټ لوبې د ګډون بلنه ورکړې

0

د پاکستان حکومت ویلي، د سریلنکا ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټلیفوني تماس کې هیله څرګنده کړې چې د کولمبو په کوربتوب د هند او پاکستان ترمنځ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ کې ګډون وکړي.

د پاکستان د حکومت د معلوماتو له مخې، شهباز شریف د سریلنکا له ولسمشر څخه مننه کړې چې دغه هېواد په سختو شرایطو کې هم له پاکستان سره د کرکټ لوبې نه دي لغوه کړې.

هغه ویلي، دا بلنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورزشي او دوستانه اړیکو څرګندونه ده او پاکستان یې د رد نیت نه لري.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان او هند ترمنځ دغه مهمه لوبه د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه ترسره کېږي او د کرکټ مینه‌وال یې له نږدې څاري.

د سپوږمکۍ ډېټا له لارې د پراختیایي پروژو نوې څارنه؛حمدالله محب د نوښتګر تړون اعلان وکړ

د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب خبر ورکړی چې د اوربیټ ورکس شرکت د ابوظبۍ د پراختیایي صندوق سره یې یو نوښتګر تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د سپوږمکۍ معلومات د پراختیایي پروژو د څار لپاره کارول کېږي.

نوموړي د حکومتونو په نړیواله سرمشریزه کې وویل، دا ټکنالوژي به حکومتونو او تمویل کوونکو ته دا امکان ورکړي چې د پروژو حالت، خطرونه او اغېزې په دقیق او ریښتیني وخت کې وارزوي.

د ده په وینا، دا نوې لاره به د شفافیت او حساب ورکونې کچه لوړه کړي، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې د جګړو او اداري کمزورۍ له ستونزو سره مخ دي.

هغه ویلي، د افغانستان په څېر هېوادونو کې، چې کلونه ناامنۍ او اداري ستونزو پرمختګ ټکنی کړی، نوې ټکنالوژۍ کولی شي د باور فضا بېرته را ژوندۍ کړي.

جابر نعماني:زمونږ نظام د معاملې له لارې نه دی راغلی او د امتیازونو لپاره یې بقا نه ده تضمین شوې

د طالبانو حکومت یوه استخباراتي چارواکي جابر نعماني، د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د دفاعي پوهنتون د فراغت‌غونډې مراسمو کې ویلي، چې نظام یې د معاملې په ترڅ کې نه دی راغلی.

ښاغلي نعماني دغه راز زیاته کړه د هیڅ سیاسي او فردي امتیاز لپاره ددې نظام بقا نه ده تضمین کړې.

هغه ویلي چې مجاهدین ورونه دې عوامل او د زوال علتونه مطالعه کړي، ځکه چې دا کیسه خورا مهمه ده.

نوموړي دغه راز خلکو ته ډاډ ورکړی چې د «اسلامي امارت» د مشرانو پر اخلاص، وفا او صداقت مطمئین اوسئ.

پت فالون:د ایران خلک د ازادۍ مستحق دي او تهران ته د اټومي وسلو اجازه نه ورکول کېږي

0

د امریکا د استازو په مجلس کې د جمهوري‌پال ګوند غړي پت فالون په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌یي د مطلق شر بشپړ سمبول دی او د ایران خلک د ازادۍ مستحق دي.»

نوموړي ټینګار کړی چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې ټول انتخابونه پر مېز دي او زیاته کړې یې ده چې د ایران حکومت ته هېڅکله اجازه نه شي ورکول کېدای چې اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.

په ورته وخت کې ۲۵ تنه ایراني ډاکتران او د روغتیايي سکتور فعالان، چې دننه او بهر مېشت دي، په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته ویلي، چې د ایران خلک نور د مذاکراتو او اصلاحاتو غوښتنه نه کوي، بلکې د اوسني اخوندي نظام د پای غوښتونکي دي.