دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeافغانستانکرزی:په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم اړین...

کرزی:په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم اړین دی

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازې رافیله ایودیس سره لېدلي.

ښاغلي کرزي په دې لېدنه کې له اروپايي ټولنې څخه په افغانستان کې د پوهنې او د ماشومانو د روغتیا په برخو کې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

حامد کرزي د پوهنې په ځانګړي ډول د نجونو زده کړه حیاتي وبلله او د نجونو لپاره یې د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو پر بیا پرانیستلو ټینګار وکړ.

نوموړي دا هم ویلي چې په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم اړین دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here