د افغانستان د اسلامي امارت مشرانو ته څلورم پرانیستی لیک!
لیکوال: استاد عبدالباري جهاني
درنو مشرانو السلام علیکم.
زړه ته مې نه لویږي چې زما دا لیک به ولولئ او که یې ولولئ نو فکر نه کوم چې اهمیت به ورکړئ؛ ځکه چې دا به د خپل یوه مخالف سړي لیک وبولئ او مخالفت تاسې زغملای نه شئ. خو زه د یوه افغان په حیث د وطن د حالاتو په باره کې د نظر څرګندول خپله وظیفه بولم.
درنو مشرانو! ستاسو د قدرت د نیولو درې کاله پوره کیږي خو ستاسې په کابینه کې تر اوسه پورې ټول اساسي قدرت د پښتنو او هغه هم د یوه ټاکلي سمت د پښتنو اقوامو په لاس کې دي. تاسو ښايي ووایاست چې نورو اقوامو تاسو سره د امریکایي قواوو په ایستلو کې یا مرسته نه ده کړې او یا یې لږه مرسته کړې ده نو ځکه باید ټول قدرت د هغو کسانو او قومونو په لاس کې وي چې د امریکا سره په جهاد کې یې برخه درلودلې وي. خو د دې معنا دا نه شي کېدلای چې تاسو باید د افغانستان د نورو اوسېدونکو لویو قومونو پر حق باندي سترګې پټې کړئ او له خپلو حقوقو څخه یې محروم کړئ.
دا وطن د ټولو هغو قومونو دی چې، د پښتنو په څېر، له نا معلومې مودې راهیسې، په دې خاوره او وطن کې آباد دي او په هر غم او ښادۍ کې یې برخه درلودلې ده.
موږ افغانان او نړۍ وال چې د ټول شموله حکومت غوښتنه کوو؛ مطلب مو په حکومتي اداره کې د هغو داړه مارانو او غلو ګډون نه دی چې څه باندې شل کاله یې پر دې هیواد باندې بې مسوولیته واکداري وکړه. مځکي او جایدادونه یې غصب کړل، د پردیو لپاره یې خپل ولسونه قتل کړل، د دوستم په څېر یې د خلکو پر عزت او شرف باندې صرفه ونه کړه، د هیواد شتمني، خزانې او جواهرات یې پردیو ته سوغات کړل او اوس هم لا، د پردیو په زور، په افغانستان کې د بیرته واکمنېدلو خوبونه ویني.
له ټول شموله حکومت او ادارې څخه مطلب د افغانستان ټولو شریفو قومونو او قشرونو ته په قدرت کې برخه ورکول دي. څوک چي په دې وطن کې اوسېدلي او اوسیږي هغوی نه یواځې په هېواد کې د اوسېدلو بلکه د خپل وطن په ښو او بدو کې د برخې اخیستلو مشروع حق لري. چا چې په دې وطن کې تعلیم او تحصیل کړی دی هغوی په هیواد کې د وزارتونو، معینیتونو، ریاستونو، ولایتونو او اداري، تعلیمي او قانوني صلاحیتونو درلودلو حق لري. یو ګوندي حکومت، د یوې خاصې لارې او ایډیالوژۍ حکومت، په یوه کثرالاقوام هېواد کې د یوه ځانګړي سمت او قوم حکومت ډېر دوام نه شي کولای.
ستاسو د تعلیم او تربیې وزیر سیدحبیب الله اغا څو ورځې مخکې د کانکور په آزموینه کې بریالي شویو شاګردانو ته وویل چې عصري تعلیم فرض کفایي دی( زه نه پوهېږم چې د عصري تعلیم په مسله کی فرض کفایي او فرض عین څنګه مطرح کېدلای شي او څنګه ارتباط ورسره پیدا کوي؟ ) حبیب الله اغا، پرمخ تللیو هیوادونو ته د اشارې په ترڅ کي، وویل چې « دوی اسمان ته ورسېدل، ډرون یې په اسمان کې ګرځي. زه او ته د ډرون په مقابل کې څه لرو؟
“هیڅ نه لرو. خو دا به جوړوو”
لومړی خو باید له حبیب الله اغا څخه پوښتنه وشي چې ده په خپله څه عصري تعلیم کړی او د عصري علومو له کوم پوهنځي څخه فارغ شوی دی چې د عصري علومو د زده کړې او ترویج غم ورسره پیدا شوی دی؟ څوک چې د عصري علومو غوښتنه کوي هغه په خپله باید عصري تعلیم کړی وي. او که نه وي نو باید لومړی د هغو کسانو قدر وکړي چې په وطن کې یې د عصري علومو په زده کړو او تدریس کې ږیرې او سرونه سپین کړي دي.
د عصري علومو غوښتنه په داسې حال کې نه کیږي چې د وطن د ساینس پوهنځي د فزیک او ریاضي استادان دې په بازار کې کچالو خرڅوي خو حبیب الله اغا او شیخ ندیم دې د تعلیم او تربیې او عالی تحصیلاتو د وزارتونو پر چوکیو ناست وي او د عصري تحصیلاتو لرونکي استادان دي کچالو او شلغم وپلوري.
نه یواځې دې تحصیل یافته کسان د عصري تعلیماتو او تحصیلاتو په مسله کې هیڅ واک اختیار ونه لري بلکې د آزادو خبرو او نظر ورکولو حق دې ورنه اخیستل شوی وي او چي هر چیرې غږ پورته کړي نو د مُلایانو له لرګیو او کېبلونو سره مخامخ شوي وي.
د عصري علومو د انکشاف غوښتنه په داسې حال کې نه کیږي چې د عصري علومو متقاعد استادان او معلمین د تقاعدي تنخوا له حق څخه محروم کړل شي او له مسوولو مقاماتو سرا دا سوال هم پیدا نه شي چې د تقاعدي تنخوا له حق څخه دغه محروم شوي کسان به څه خوري او څه به اغوندي.
البته افغانستان په نړۍ کي یوازینی هیواد دی چې د متقاعدینو پر حق باندې یې سترګې پټې کړې دي؛ او وزیران یې لا بیا هم د عصري علومو د زده کړې غوښتنه کوي. په دغه اوسني شکل ستاسې د نظام هرکال دوام افغانستان شل کاله شاته غورځوي.
له تاسو به یوه بله پوښتنه هم وکړم. تاسو د حضرت رسول اکرم ص څخه نیولې بیا تر اوسه پوري داسې خلیفه، امیر، سلطان یا پاچا لیدلی یا لوستی یا اورېدلی دی چې له خپلو خلکو او حتی له خپلو وزیرانو څخه مخ پټوي؟
حضرت رسول اکرم ص خو د خپلو صحابه وو په منځ کې ناست و، او امامت یې پخپله کاوه. د هغه حضور ته خو هر نارینه او ښځې خپل عرض وړاندې کولای شو او هره ورځ یې کولای شو چې هغه وویني. تاسو په نړۍ کې داسې پاچا لیدلی او یا په تاریخ کې اورېدلی دی چې له خپلو خلکو څخه پټیږي؟
دا داسي مرموز او بې مثاله حالت دی چي په نړۍ او افغانستان کې یې له هر چا سره سوال پیدا کړی دی. دا د خلکو مشروع او قانوني حق دی چې خپل مشر او پاچا وویني، د هغه آواز واوري او خپل آواز، عرض او شکایت ورته واوروي.
افغانستان په نړۍ کي یوازینی هیواد دی چې د ښځو تعلیم او تحصیل پکې غیر قانوني دی. تاسې یواځې ښځینه نرسانو او ډاکټرانو ته د کار حق ورکوئ؛ او هغه هم ځکه چې د خپلو ښځینه اړتیاوو لپاره یې خدمت ته ضرورت لرئ.
ښځې ولې یواځې نرسانې او ډاکټرانې شي؟
د عصري علومو کومه څانګه ده چې موږ په هغې کې معلمانې، استادانې او متخصصینې نه درلودې او نه یې لرو؟
تاسو ته دا حق چا درکړی چې د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو تنخواوې یواځې ۵۰۰۰ افغانیو ته راکمې کړئ؟
تاسو په خپله په دغه تنخوا ګوزاره کولای شئ؟
تاسو فکر کوئ چې خلک ړانده دي او ستاسو عیش او عشرت نه ویني؟
زه ستاسو دښمن نه یم او نه مې عمر او صحت له چا سره د دښمنۍ کولو اجازه راکوي او نه یې وس لرم. مګر زما دا خبره واورئ چې په ظلم او جبر تر یوه وخته حکومت کیږي مګر تر قیامته دوام نه شي کولای. د ایران اسلامي حکومت ستاسي تر نظام سل چنده قوي دی. که د هغه په مقابل کې پنځه شپږ ځله پاڅون کېدلای شي نو تاسو هم بې غمه نه شئ پاتې کېدلای.
که د پنجاب د ظالم او جابر حکومت او یو میلیوني پوځ او پولیسو په مقابل کې پښتانه او بلوڅ را پورته کېدلای شي؛ نو تاسو هم تر قیامته دوام نه شئ کولای. که تاسو فکر کوئ چې تر قیامته به د لرګي او کیبل په واسطه د خلکو آوازونه کرار کړئ نو دا خیال له سره وباسئ. تاسو ولیدل چې د یوه شهید ګیله من پاکو وینو څومره رنګ راووړ او څرنګه یې ټول پښتانه په پښتونخوا او نړۍ کې راپورته کړل؟
او زه یقین لرم چې دا پاکې او شهیدې وینې به یوه ورځ د پنجاب غاړه سره کړي. تاسو هم تر قیامته د میلیونونو ولسونو پر حقوقو باندې پښه نه شئ ایښودلای. که دې پراخو ولسونو او د افغانستان ټولو قشرونو ته حقوق ورنه کړای شئ نو هغوی یې یوه ورځ په زور در څخه غواړي او تاسې یقین ولرئ چې درنه اخیستلی یې هم شي.
د افغانستان د اوسني نظم قهري سقوط د هیچا په ګټه نه دی بلکه د ټولو په تاوان دی. ستاسو اوسنی انحصاري نظام د افغانستان د میلیونونو اولسونو ترمنځ دښمني ایجادوي او د هغې دښمنۍ ټول مسوولیت به ستاسو په غاړه وي.
دا وطن د پښتنو دی، دا وطن دی د تاجکو
دلته کور د هزاره دی، دلته اور دی د اوزبیکو
له پېړیو دلته اوسي په پېړیو به اوسیږي
په ازل کې سره خپل وه، په قیامت به جلا کیږي
ــــ
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.