یکشنبه, دسمبر 22, 2024
Homeافغانستاند طالبانو د مشر په فرمان؛ټول هغه کسان بې ګناه ثابت شول،...

د طالبانو د مشر په فرمان؛ټول هغه کسان بې ګناه ثابت شول، چې پخواني حکومت کې طالبانو سره په اړیکو لرلو تورن وو

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخندزاده په یو نوي فرمان کې د ټولو هغو کسانو قضیې لغوه کړې چې تېر حکومت کې له طالبانو سره په همکارۍ تورن وو.

په یاد فرمان کې راغلي، چې اړوندې ادارې مکلفې دي ترڅو د دغو کسانو معلومات له بایومټریک سیسټم، عدلي اسنادو، امنیتي او کشفي اسنادو او له ټولو اداري او برېښنايي اسنادو څخه پاک کړي.

د یادونې ده چې دا په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو د مشر درېیم فرمان دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here