دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeافغانستاند ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ:نړۍوال دې د طالبانو پر وړاندې غوڅ...

د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ:نړۍوال دې د طالبانو پر وړاندې غوڅ اقدام وکړي

د افغان ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل یو وار بیا غندلي.

دوی له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو د دغه غیر قانوني کړنې پر وړاندې اقدام وکړي.

دوی د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د نجونو تصویر په بشپړ ډول وژل شوی.

د دوی په باور، په دې برخه کې د نړۍ والې ټولنې غوڅ اقدام غوره پایلې لرلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د اسد ۲۴مه د طالبانو حکومت واک ته د رسېدو خپله درېیمه کلیزه ولمانځله او د نجونو د زده کړو د خلاصون هېڅ څرک نه لېدل کېږی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here