لیکوال: پوهاند محمد اسمعیل یون
کله چې یو څوک یا شهید شي او یا په ناڅاپي ډول مړ شي ، نو سترګې یې رڼې پاتې شي ، زموږ په ولسي -مذهبي روایاتو کې راځي چې هغه د خپلې کورنۍ د یو محترم غړي او ښاغلي مشر انتظار کوي ، کله چې یې هغه پر مخ د مهربانۍ او مینې لاس کش کړي ، نو د هغه سترګې پټې شي او انتظار یې پایته ورسي . نن نو د شهید اسمعیل هنیه د شهیدې کورنۍ لپاره د خپل پلار او مشر د لیدو لومړۍ ورځ ده ، نن به هغه خپل ماشومان او نږدې عزیران په غېږ کې ونیسي ، یو یو به ښکل کړي ، څوک به یې غېږ کې ناست وي ، څوک به یې پر ولو ناست وي او چا به یې له غاړې لاسونه راتاو کړي وي، یو د مینې مجلس به جوړ وي ، څوک به ورڅخه یوه پوښتنه کوي ، څوک به بله ، څوک به ورته وايي څه خبرې وې په فلسطین کې ؟ څه خبرې وې په غزه کې ؟ بمبار و کنه و ؟ ماشومان هماغسې شهیدانېدل ؟ د نیا هماغسې په ننداره ورته ولاړه کنه ؟ انسانیت ژوندی شوی و که لا هم مړ و؟ عرب شیخان د عیاشۍ او بې تفاوتۍ له درانه خوبه راویښ شوي وو کنه لا اوس هم د حج پر عایداتو خپل نفسي خواهشات او ضروریات پوره کوي؟ اسلامي امت څنګه دی ؟ وایي چې شمېر یې تر یونیم میلیارد وګړو اوښتی ، هغوی شته ؟ژوندي دي که پر ابدي خوب ویده دي؟ هو هغه د بشري حقونو د دعوتګرو پوښتنه به هم کوي چې هغوی څنګه دي ؟ د غزې د څلوېښت زرو شهیدانو پر حال خبر دي او هغوی د بشر له نسله ګڼي کنه ؟ ماشومان به یې دا پوښتنه هم کوي ؛ هو پلاره هغه زموږ د ښار د کوڅې ماشومان به څنګه وي ؟ مازیګر مهال به لوبو ته راوځي او کنه د الوتکو بمبار به خوړلي وي ؟ ؟
نن به د هنیه او د هغه د شهیدې کورنۍ د دوه ویشتو شهیدو ګلانو تر منځ همدا خبرې ، پوښتنې او ګروېږنې تبادله کېږي، هنیه به غلی وي ، د ټولو پوښتنو ځواب به ور سره نه وي او یا به نه غواړي ټولو پوښتنو ته پر دې لومړۍ ورځ ځواب ووايي ، ځکه چې دا یې لومړۍ ورځ ده ، نن ایله همدومره وشي چې د خپلو اولادونو او د کورنۍ د غړو پر دیدن موړ شي ، خو دا یوه خبره به ضرور ورته کوي چې بچیو تاسو ته مې د پېغور تاریخ پرېنښود ، پر هغه ورځ چې تاسو له موږه کډه وکړه ما او مور دې و نه ژړل ، استقامت مو باینلود ، موږ وویل چې زموږ اولادونه د فلسطین تر نورو بچیانو زیات نه دي ، د ټول فلسطین اولادونه زموږ اولادونه دي، تاسې به وایې چې مور او پلار مو څومره سخت زړي وو ، چې پر موږ یې و نه ژړل ، نه زما ګلالیو ! موږ ډېر وژړل ، خو په زړه کې مو وژړل ، له خلکو پټ مو وژړل ، یوازې خدای پاک زموږ ژړا ولیده، د هغې مور او هغه پلار ، چې غبرګ اولادونه یې په وینو کې رنګ پراته وي ، درد یوازې الله تعالی احساسولای شي، ځکه چې هغه تر موره اویا ځله مهربانه دی. نن زه راغلی یم چې ستاسو پر دیدن موړ شم ، نن د ډېرو خبرو مجال نه شته، خو نن دومره درته وایم چې پلار مو بېغرته نه و، تاسو ته یې د پېغور جامې را نه وړې ، تاسو ته یې د حسین تاریخ بیا را ژوندی کړ، زه او زما کورنۍ په اوسني عصر کې د معاصرې کربلا بله بېلګه یو ، ټوله کورنۍ مو د حق لپاره قرباني شوه ، خو باطل ته تسلیم نه شو. نو بچیو ! پلار مو تاسو ته د غیرت او متانت تاریخ ډالۍ کړ. هو زه که هلته نه یم ، خو زما روح ژوندی دی، هغه د فلسطین پر سردرو پروازونه کوي ، د فلسطین پر شاه زلمو د ازادۍ او خپلواکۍ جذبې وېشي، د سرښندنو لړۍ به روانه وي، د شهیدانو کاروان به روان وي ، تمېږي به نه، د دې کاروان سر به یو وخت د بیت المقدس سر ته رسي ، هلته به د ازادۍ رپی رپوي ، ډېر عرب شېخان به یې ویني ، اسلامي امت به په ملامتو سترګو ورته ګوري ، یو ځل بیا به د صلاح الدین ایوبي روح تازه کېږي ، د عربو شیخان به یو بل ته ګوري ، ورو ورو به یو بل ته په غوږ کې وايي : موږ د چا زامن یو ؟ د صلاح الدین ایوبي که د ابوجهل؟
اولادونه به یې هنیه ته ټول غوږ غوږ وي ، پر دې وخت کې به دی ورته وایي ځئ ځئ بچیانو ځئ نن لومړۍ ورځ ده ، ټول ویده شئ ، په یوه ورځ کې د تاریخ ټول داستان نه بیانېږي ، تاسې لاړ شئ ویده شئ ، چې زه مې خپل رب سره د خپل زړه خواله وکړم او پر خپل ملت د روان ناورین او غمیرې کیسه ورته ټکي په ټکي بیان کړم…فلسطینه د خدای پامان..
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.