دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeافغانستاند تکواندو دوه افغان لوبغاړي؛چین کې له مډالونو ګټلو وروسته بیرته هېواد...

د تکواندو دوه افغان لوبغاړي؛چین کې له مډالونو ګټلو وروسته بیرته هېواد ته راستانه شول

د تکواندو دوه افغان لوبغاړي علي اکبر رضایي او سمیر رحماني اسیایي سیالیو کې له ګډون وروسته له چین څخه بیرته هیواد ته را وګرځېدل.

په دغو سیالیو کې رحماني د سرو زرو دوه او رضایي یو مډال تر لاسه کړ.

په یادو سياليو کې سمير رحماني د ۵۸ کيلوګرامو په وزن  خپل چينايي سيال ته ماتې ورکړه او لومړى مقام يې خپل کړ.

د دې تر څنګ علي اکبر رضايي هم د ۶۲ کیلو ګرامه په وزن د  خپل چینايي سیال ته ماتې ورکړه او هېواد ته یې د سرو زرو مډال وګاټه.

دا سیالۍ د منځنۍ اسیا هېوادونو د ۲۵۴ لوبغاړو ترمنځ پیل شوې وې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here