لیکوال: شاه محمود میاخېل
په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو د راتګ او د جمهوریت د سقوط په اړه ډېر بحثونه او لیکنې شوې دي.
قضاوت کوونکي تل د فکري تړاو او یا د هغه معلوماتو په اساس قضاوت کوي، چې کوم معلومات د دوی په اختیار کې دي.
د دې تر څنګ د هرچا قضاوت او برداشت د هغه کس د پوهې او له سیاسي مسایلو څخه د خبرتیا کچې پورې هم تړاو لري.
په دې توګه د ډېریو تحلیل کوونکو قضاوتونه سره توپیر لري او د هر چا برداشت له سیاسي مسایلو څخه جدا دی.
- لومړی مهم بحث دا دی، چې ایا طالبانو د یوې دسیسې په وسیله واک تر لاسه کړ یا د جمهوریت ضعف و، چې طالبان حاکم شول او یا هم نور عوامل یې درلودل؟
- دویم د طالبانو د راتګ او جمهوریت له سقوط سره افغانانو څه له لاسه ورکړل؟
- درېیم د افغانستان راتلونکی کومې خوا ته روان دی؟
د پورته پوښتنو په څېر نورې پوښتنې به هم له لوستونکو سره وي، خو زما په اند په ډېرو مواردو کې پورته پوښتنو ته د شواهدو او واقعیتونو په رڼا کې منظم ځوابونه نه دي ویل شوي.
د دې یو علت دا دی، چې د واقعیتونو پر ځای د هر چا په لیکنو او قضاوت کې تر ډېره حده احساسات حاکم دي او تاریخي واقعیتونه سړه سینه غواړي چې وڅېړل شي.
البته دا خبره مهمه ده، چې لیکنې باید وشي او کله چې مسلکي مورخین تاریخ لیکي او قضاوت کوي، هغوی بیا د لیکل شویو اسنادونو په استناد تحلیل او تجزیه کوي او واقعیتونه لیکي.
د دې خبرې یادونه اړینه ده، چې مورخین هم احساس او فکري تړاو لري او د تاریخ په لیکلو او تحلیل کې یې خامخا د هغوی شخصي نظریات او طرز تفکر شامل وي.
همدا علت دی، چې د مورخینو له نظره هم د تاریخي پېښو روایتونه سره توپير لري.
د دې لیکنې د لومړۍ پوښتنې د لومړۍ برخې په ځواب کې چې ایا طالبانو د یوې دسیسې په وسیله واک ترلاسه کړ یا د جمهوریت ضعف و، چې طالبان حاکم شول او یا نور لاملونه یې درلودل؟
په لنډ ډول باید ولیکم، چې په ټولییزه توګه ویلی شو، چې د افغانستان د حکومتونو او نړۍوالو د غلطو پالیسیو او تګلارو له امله طالبان بیا حاکم شول.
که څه هم د طالبانو ټيټ پوړو ته داسې انګېزې ورکړل شوې، چې دوی د الهي نصرت په وسیله واک ته رسېدلي او هېچا ورسره مرسته نه ده کړې، خو د طالبانو مشران بیا پوهیږي چې د کومو معاملو له امله دوی واک ته رسېدلي او دوی چېرته اوسېدل، څنګه ورته نورو تبلیغ کاوه او د دوی د بیا راتګ لپاره څنګه زمینه برابره شوه؟
د دې تر څنګ د طالبانو د ستونزو او قوت د غټ ښودلو په پلمه رواني جګړه د جمهوریت په سقوط کې مهم اغېز درلود.
په دغه رواني جګړه کې د حکومت ضعف او د طالبانو قوت زیات ښودل کېدل.
دغه رواني جګړې د ولس په مورال او د امنیتي او دفاعي قواوو په مورال هم تاثیر درلود.
په ډېرو سیمو کې حکومتولي ښه نه وه او د طالبانو قوت ته زیات تبلیغ کېده.
دولتي چارواکي، امنیتي سکتور او سیاسي مشران، وکیلان، مدني فعالان، رسنۍ، ملک او ملا په خپلو شخصي ګټو اخته وو.
د مافیایي او جنګي اقتصاد له امله د طالبانو سازمان شویو جنایي ډلو او د زیاتو دولتي چارواکو تر منځ د شریکو ګټو په اساس تفاهم رامنځته شوی و او هر چا خپل سهم اخیسته.
د دې لپاره چې دغه مافیایي او جنګي اقتصاد تقویه شي؛ نو په ځینو سیمو کې به مدیریت شوې جګړې هم روانې وې.
په ۲۰۱۳ز کال کې د افغانستان د وضعیت په اړه مې یوه مقاله په فارن پالیسي کې ولیکله، چې د طالبانو په قوت کې مبالغه روانه ده او دولتي چارواکي او امنیتي سکتور د امنیت د راوستلو او د حکومتولۍ د ښه کولو پر ځای د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي.
زما دا لیکنه د خپلې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د معلوماتو او همدا شان د افغانستان د بېلابېلو ولسوالیو له یو شمیر مشرانو سره د خبرو اترو په پایله کې وه.
کله چې ما د ننګرهار ولایت ماموریت ته په ۲۰۱۹زکال کې له ټولو امنیتي، سیاسي او سیمه ییزو ستونزو سره – سره زړه ښه کړ، یو علت یې همدا و، چې ما ته معلومه وه چې د طالبانو په قوت کې مبالغه شوې او د جنګي او مافیایي اقتصاد له امله یې د ننګرهار وضعیت له ناورین سره مخامخ کړی دی.
همدا و، چې د ننګرهار وضعیت له جدي جګړو پرته د یو څو محدودو سیمه ییزو پالیسیو له بدلون سره ښه شو.
طالبانو درې ځلې خپل نومول شوي والیان بدل کړل، خو ورځ تر بلې د دوی نفوذ کمېده او د داعش جغرافیوي حضور په ننګرهار کې هم ختم شو.
دا په دې معنا ده، چې طالبانو د الهي نصرت په وسیله واک نه دی ترلاسه کړی.
په دې اړه نور ډېر شواهد او مدارک د طالبانو له ظهور څخه رانیولې تر اوسني حاکمیت پورې شتون لري، چې په هغوی بحث د دې لیکنې په چوکاټ کې نه راځي.
د پورته پوښتنې په دویم بند کې ویلی شم، چې د حکومت د ضعف ټکي ډېر دي او دا د دې معنا نه لري، چې طالبان قوي و او یا د هغوی تګلاره سمه وه.
په دې برخه کې دا تحلیل ښایي ډېرې نورې متضادې پوښتنې او نیوکې رامنځته کړي؛ خو د دې تحلیل موخه دا ده چې مسایلو ته په انتقادي توګه وکتل شي او د ټولو خواوو محدودیتونه او ستونزې باید په پام کې ونیول شي، تر څو وکولاې شو چې یو واقعي تحلیل د راتلونکي لپاره ولرو.
د رژيمونو او حکومتونو په بدلېدو کې تل کورني او بهرني عوامل رول لري.
کله بهرني عوامل په داخلي بدلونونو اغېز لري او کله داخلي عوامل د دې لامل کیږي، چې د بهرنیانو مداخلو ته زمینه برابره کړي.
هېڅ داسې هېواد په نړۍ کې نه شته، چې د هغوی حکومتونو او مشرانو د تاریخ په بېلابېلو برخو کې له بهر څخه مرسته او ملاتړ نه وي ترلاسه کړي.
د ګلوبلایزیشن او معلوماتې نړۍ په دور کې د نړۍ د ټولو هېوادونو اتکا لا نوره هم په یو بل زیاته شوې ده، ان لوی هېوادونه د یوه کوچني هېواد مرستې ته اړتیا لري.
ښه مثال یې قطر دی، چې امریکا د قطر په شان یوه کوچني هېواد ته چې نفوس یې له نیم میلیون څخه کم دی، په ډېرو مسایلو کې محتاج دی، خو قطر هم بیا د امریکا ملاتړ ته اړتیا لري چې په سیمه کې د یوه خپلواک هېواد په توګه شتون ولري.
د نړۍ ډېرو هېوادونو خپله ازادي او خپلواکي له بهرنیانو سره د جور جاړي او ملاتړ په اساس تر لاسه کړې ده، ان امریکا هم د فرانسې د مرستې په وسیله له انګلیسانو څخه ازادي ترلاسه کړه.
که فرانسې مرسته نه وای کړې نو امریکا له انګلیسانو څخه ازادي تر لاسه کولی نشوای.
جرمني، جاپان او سوېلي کوریا نورې بېلګې دي، چې د متحدینو په مرسته هلته حکومتونه جوړ شول، خو د هغوی مشرانو بیا د خپلو ګټو په خاطر له متحدینو سره جور جاړی وکړ او هغه ملکونه یې د پرمختګ په لور برابر کړل.
افغانستان کې هم د کورني او بهرني نفوذ او بدلونونو له امله ډېرې لوړې او ژورې د خپل تاریخ په اوږدو او په ځانګړې توګه په تېرو دوو درېیو پېړیو کې لیدلي دي.
د تېر نیمې پېړۍ تاریخ زمونږ د مخې ژوندی تاریخ دی، چې په کې څو رژیمونه بدل شول.
په دغو بدلونونو کې افغانان د نړۍوالو، سیمه ییزو نیابتي او کورنيو رقابتونو او جګړو قرباني و او دی.
د دغو کورنیو رقابتونو او جګړو له امله د افغانستان اکثره واکمنان له بهرنیانو سره په علني او یا مخفي توګه له هوکړې او ملاتړ وروسته واک ته رسېدلي دي.
دلته زه د تېرو حکومتونو او یا د طالبانو د حاکمې ډلې په مشرانو نیوکه نه کوم، چې ولې یې د بهرنیانو په زور او ملاتړ واک ترلاسه کړ.
زه په هغو کسانو هم نیوکه نه کوم چې په هېواد کې دننه کله چې وطن تنور شي، نو مجبوره کیږي څو د خپل بقا لپاره د جګړو لاره خپله او د بهرنیانو ملاتړ تر لاسه کړي.
کله چې جګړې پیل شي، نو جنګي ډلې په ډېرو مواردو کې د جنګ مدیریت له لاسه ورکوي او د جګړو د دوام په پایله کې د جګړو تمویلونکي بیا د جنګ او سولې ابتکار په لاس کې اخلي.
په تېرو پنځو لسیزو کې مونږ ګورو، چې د جنګي ډلو که حاکمه حکومتونه و او یا یې مقابل لوری وي، څنګه د جنګ او سولې ابتکار له لاسه ورکړ او په لویو پرېکړو کې له دوی نه چا پوښتنه هم نه کوله.
له مفکوروي توپیر سره د خلق د ډیموکراټیک ګوند اکثره غړو نیت به دا نه و، چې افغانستان له داسې یوه ناورین سره مخامخ شي، خو کله چې جګړې زیاتې شوې د ګوند مشرانو د جګړو او هېواد کنټرول له لاسه ورکړ او په پرله پسې توګه د ګوند په منځ کې کودتا ګانې وشوې او بالاخره شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ او په اخر کې بیا د جینوا قرار داد د روسانو د وتلو لپاره امضا شو.
د وخت د حکومت دا خوښه نه وه، چې شوروي اتحاد دې له افغانستانه ووځي، خو اصلا د هغوی خبرو ارزښت نه درلود.
مجاهدین د کابل د حکومت په شان په عین موقف کې وو، چې ان د جینوا د امضا کولو په وخت کې چا ترې پوښتنه هم ونه کړه او ورته وویل شول، چې دا قرارداد باید ومني.
د مجاهدینو د مشرانو نیت هم دا نه و، چې له جګړو وروسته د کورنیو او خپل منځي جګړو له امله د دوی نومونه د افغانستان د تاریخ په تورو پاڼو کې ولیکل شي، خو د جنګ او سولې ابتکار د دوی له لاسه وتلی و.
د جمهوریت د مشرانو نیت هم دا نه و، چې له دوی څخه وروسته دې بیا طالبان حاکم شي، خو د جګړو د دوام او کورنیو پالیسیو د نیمګړتیاوو له امله د جنګ او سولې ابتکار د دوی له لاسه ووت او بالاخره د دوحې هوکړه لیک د افغانستان له حکومته پرته د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شو.
دلته نه د افغانستان حکومت مطرح شو او نه د امریکا متحدینو د دغې هوکړې په لاسلیک کې رول درلود.
د یادونې وړ ده، چې د ناټو ډېر هېوادونه له دغې هوکړې سره موافق نه وو.
دا پورته تحلیل او بحث نور هم اوږدیدلی شي، خو د لیکنې د محتوا په اساس یوازې یو څو مواردو ته اشاره وشوه چې د لوستونکو پام د مسایلو بېلابېلو اړخونو ته راواړول شي.
د پورته لنډ تحلیل په پایله کې ویلی شو، چې د ټولو رژیمونو د مشرانو په ضعف، کړنو او د ناکامۍ په ملامتیا باندې د نیوکو بحثونه د هغو له واک ته رسېدلو وروسته پيلېږي، چې ولې دوی د خپل هېواد د ذهني او عیني شرایطو پر اساس داسې پالیسي جوړه نه کړه چې د ولس ملاتړ تر لاسه کړي.
دغه راز دوی ولې د افغانستان په مسایلو کې له ښکېلو هېوادونو سره ښه ستراتیژیک پارټنرشېپ جوړ نه شو کړای، چې خپل هېواد یې د نورو هېوادونو په شان له ناورین څخه اېستلی وای او د پرمختګ په لور یې سوق کړی وای؟
دلته به بیا دا پوښتنه رامنځته شي، چې د یوه هېواد مشر او یا یوه ډله چې جګړوته دوام ورکوي، نو د مخکنۍ فرمولې په اساس د جنګ او ابتکار د مدیریت صلاحیت له لاسه ورکوي، نو دوی ولې ملامت دي ځکه دوی اختیار نه درلود؟
مخکې ځینو هېوادونه لکه کوریا، جاپان، جرمني او نورو ته اشاره وشوه چې هغوی هم دا ستونزې درلودې، خو د هغه هېوادونو مشرانو دا ابتکار وکړای شو، چې هم له متحدینو سره ستراتیژیک پارټنران پاتې شي او هم د خپل هېواد لپاره مناسبې پالیسۍ جوړې کړي او د پرمختګ په لور یې سوق کړي.
د حکومت د صلاحیتونو په اړه دلته د جبر او اختیار مساله رامنځته کیږي.
د حکومتونو او د جنګي ډلو مشرانو باندې د هغه مسایلو په اړه نیوکې کیږي، چې دوی پکې اختیار درلود.
هغه مسایل چې د دوی په اختیار کې نه و او یا واک یې نه درلود، په هغوی مونږ هم دلته بحث نه کوو.
د حکومتولۍ په بحث کې دا مهمه ده، چې یو مامور د ټول ملک د مسایلو په اړه مسوولیت نه لري، بلکې د هغه مسایلو په اړه مسوولیت لري چې هغه د دې په صلاحیت او اختیار کې وي.
د جمهوریت په وخت کې مشرانو په ډېرو مواردو کې اختیار او صلاحیتونه درلودل، خو له خپلو اختیاراتو او صلاخیتونو نه یې په سمه توګه ګټه وانه خیسته.
یو څو مهمې مسالې
د نړۍ په ټولو ملکونو کې دا معمول دی، چې د حکومت تګلاره او پالیسي د حکومت مشرتابه تعینوي او افغانستان هم له دې فرمولې څخه مستثنا نه دی.
افغانستان په ۲۰۰۲ز کال کې له څو لسیزو جګړو وروسته یو ښه فرصت درلود، چې د ښې حکومتولۍ د بنسټ ډبره کېږدي، تر څو راتلونکي حکومتونه او نسلونه په هغه تهداب باندې نورې خښتې په سمه توګه کېږدي او د ښې حکومتولۍ په چوکاټ کې خلکو ته امنیت، سوله، ثبات او سوکالي راولي.
هېڅ یو ملک په یوه وار له صفر څخه ایډیال حالت ته نه دی رسېدلې. هر ملک لکه د ماشوم د لوېدو په شان د تکامل او پرمختګ تدریجي پړاوونه تېر کړي دي.
له مشرانو څخه تمه دا نه وه، چې د معجزې په توګه د افغانستان ټولې ستونزې په خپله دوره کې حل کړي او نه شونې وه، خو له دوی څخه تمه دا وه چې د راتلونکي لپاره د یوه با ثباته افغانستان لپاره تهداب ايښودلی وای.
لکه مخکې چې د حکومتونو د رامنځته کېدو په اړه وضاحت ورکړل شو چې یو شمېر کسان دا وایي، چې د افغانستان مشرانو (جمهور ریيس کرزي او جمهور ریيس اشرف غني) صلاحیت او واک نه درلود، نو ځکه یې د ښې حکومتولۍ او د افغانستان د راتلونکي لپاره د ثبات ښه تهداب کېنښودلی شو.
زه شخصا له دې خبرې سره موافق نه یم، ځکه د افغانستان دواړو مشرانو چې زه ورته احترام لرم او له نږدې مې ورسره کار کړی او پېژنم یې، ډېر صلاحیتونه او فرصتونه درلودل چې د ښې حکومتولۍ تهداب یې ایښودلی وای، ځکه له دوی سره د بهرنیانو او هم د ولس کافي ملاتړ و.
اصلي پوښتنه دا ده، چې ولې دوی د بهرنیانو او ولس ملاتړ له لاسه ورکړ؟
د افغانستان د جمهوریت مخالفینو دغه موضوع چې د افغانستان حکومت خود مختاره نه دی او افغانستان یو اشغال شوی هېواد دی، زیات تبلیغ ورته وکړ.
که د هېواد اشغال په دې معنا وي، چې ولې بهرنیان په افغانستان کې دي نو د نړۍ په لسګونو هېوادونو کې بهرنیان شتون لري.
اوس هم په افغانستان کې بهرنیان شته او د طالبانو له استخباراتو سره په تفاهم کار کوي او بېلابېل هدفونه په ګډه سره له منځه وړي.
ښې بیلګې یې د ایمن ظواهري وېشتل، د داعش په نامه په مراکزو بریدونه، د ټي ټي پي د مشرانو په نښه کول او له منځه وړل، د سپاه پاسدارانو له خوا د ملا هبت الله د ګارډ تعلیم او تربیه او داسې نور ښکاره خبرې دي، چې هم امریکا او هم د افغانستان ګاونډیان په افغانستان کې شتون لري او د طالبانو له بېلابېلو کړیو سره په ګډه کار کوي.
که اشغال په دې معنا وي چې بهرنیانو له تېر حکومت سره مالي مرسته کوله، هغه مرستې خو اوس هم دوام لري او بندې شوې نه دي.
پخوا خو به په حکومت نیوکې کیدې او خلکو به حساب غوښته خو اوس نه حساب شته او نه کتاب.
د جمهوریت او د طالبانو د ولسي او نړیوال مشروعیت په اړه د ځمکې او اسمان توپير دی.
د طالبانو د لومړي ځل له سقوط وروسته د جمهوریت د وخت اساسي قانون او اداري سیستمونه د ولسي مشروعیت چې لویه جرګه وه، رامنځته شول. د افغانستان سفارتونه او بانکي سیستم فعال و.
د افغانستان تعلیمي نظام له څو لسیزو وروسته بیا د معیاريتوب په لورې روان و او کوم سکالرشیپونه چې د افغانستان ځوانانو په شلو کلونو کې تر لاسه کړل، د افغانستان په تاریخ کې یې ساری په بل هېڅ دور کې نه لیدل کیږي.
د ملګرو ملتونو څوکۍ د افغانستان له حکومت سره وه، د حکومت مشران د نړۍ په تورو نوملړونو کې نه و.
د افغانستان مشرانو ته په نورو هېوادونو کې د افغانستان د منل شویو مشرانو په توګه ورته پروتوکول ورکول کېده. اوس خو نه پروتوکول شته او نه د حکومت مشروعیت په ملي او نړیواله کچه شتون لري.
خو له دې ټولو لاسته راوړنو سره سره د افغانستان د حکومت مشرانو او ډېریو چارواکو د دې لپاره چې د ولس او نړۍ له پړې ځانونه خلاص کړي، د مخالفینو سوژې او د عدم اختیار مساله یې له هغوی نه هم زیاته مطرح کوله او د هغوی د تبلیغاتو دا سروکي یې زمزمه کولې چې دوی واک او اختیار نه لري.
لکه مخکې مې چې یادونه وکړه، په ډېرو مسایلو کې دواړو مشرانو کافي صلاحیتونه او اختیار درلود، خو د دوی ستونزه په پرېکړو کې وه.
ځینې وایي، چې د بن په پرېکړه کې تهداب خراب کېښودل شو خو دا سمه نه ده، ځکه د جنګ په حالت کې ځيني پرېکړې په خپل وخت کې امکان نه لري. هغه وخت دا امکان نه و، چې طالبان دې هم د بن په غونډه کې ګډون وکړي، خو د بن له پرېکړې وروسته د موقت او عبوري حکومتونو او هم په پرله پسې وختونو کې ډېرې پرېکړې ممکنې وې چې د سولې پروسه بریالۍ شوې وای.
اصلا د نظام تهداب د بېړنۍ لوې جرګې په وخت کې خراب کېښودل شو او د ولس رایې ته درناوی ونه شو.
په دې اړه ما د بېړنۍ لویې جرګې په کتاب کې کافي تفصیل ورکړی دی. په پخواني پاچا فشار راوړل شو، چې جمهور ریيس کرزي ته تېر شي.
هغه وخت د اکثرو ګډون والو دا نظر و، چې پاچا د پاچا په توګه نه بلکې د دولت د مشر په توګه د لویې جرګې له خوا وټاکل شي او جمهور رییس کرزی باید د لومړي وزیر په توګه وي.
ایران او پاکستان اصلي لابیګران و، چې دا فرموله یې نه غوښتله ځکه ایران د شهنشاه د بیا راتګ وېره درلوده او له پاکستان سره د پاچا په پخوانۍ دوره کې د ډریوند د فرضې کرښې نه منلو مسله مطرح وه.
دا چې د موقت حکومت په منځ کې د دواړو هېوادونو نفوذ زیات و نو د کرزي صیب په شمول ټول له دې نظر سره مخالف و او ان دا خبره ډېره مشهوره وه، چې زلمي خلیلزاد ته ویلي وو، چې ایکسپایر شوې دوا څوک نه خوري.
هماغه و چې زلمي خلیلزاد په پاچا د سردار ولي په ذریعه فشار راوړ چې هغه د حکومت د مشرتابه له دندې منصرف شي.
د بېړنۍ لویې جرګې د کړنلارې په اساس پنځه کلیدي وزیران او قاضي القضات باید د لویې جرګې د غړو په رایه او تایید ټاکل شوي وای.
په دغه وزارتونو کې د بهرنیو چارو، د دفاع، کورنیو چارو او د مالي وزارتونه او د ملي امنیت ریاست شامل وو.
هدف دا و، چې دغه مهم وزارتونه باید د یوې ډلې په کنټرول کې نه وای او هم قضا باید خپلواکه پاتې شوې وای، چې استقلالیت د قضا د ښې حکومتولۍ او عدالت لپاره مهم رول لوبولی شو.
دا چې د لویې جرګې کړنلاره عملي نه شوه، د موقت حکومت په دور کې او له هغه وروسته د حکومت واک کابو د یوې ډلې په کنټرول کې شو. په ټولو مهمو سیاسي مسایلو کې په شمال ټلوالې پورې اړوندو سیاسي مشرانو نظر که دواړو ولسمشرانو ته سل په سلو کې د تایید وړ نه و، خو تر نیمایي زیاتو پرېکړو کې د هغوی نظر نهایي رول درلود.
له بېړنۍ لویې جرګې وروسته، د حکومت د مشرتابه تر څنګ سیاسي لوبغاړو او بیا ورپسې اکثره دولتي چارواکو د نظام جوړونې پر ځای په ځان جوړونې ډېر کار وکړ او د دولت مشرتابه هم تر ډېره وخته په دې بې مسوولیته رهبرۍ باندې خوشاله وه.
کله چې اوبه د ورخه تیرې او نړیوالو وکتل چې نه د افغانستان مشرتابه او نه د افغانستان سیاسیون د دوی ستراتیژیک پارټنران کیدلی شي، نو خپل پام یې د سیمي هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان ته واړوه، چې له طالبانو سره یو جور جاړی وکړي او خپلې قواوې له افغانستانه وباسي.
د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان هڅه دا وه، چې د حکومت د مشرتابه او امریکا تر منځ د افغانستان په حکومت کې دننه د خپلو پلویانو او سیاسیونو له لارې بې باوري جوړه کړي، تر څو د افغانستان د حکومت او امریکا تر منځ ستراتیژیک پارټنرشیپ ټینګ او یا رامنځته نه شي، ځکه د امریکا شتون او د افغانستان له حکومت سره د امریکا ستراتیژیک پارټنرشیپ د دواړو هېوادونو ګټو او په ځانګړې توګه د دوی د استبدادي رژیمونو د بقا لپاره ګواښ و.
ایران او پاکستان نه غوښتل، چې په افغانستان کې داسې نظام حاکم وي چې ولس په کې واک ولري او د بیان ازادي وي.
په هغه وخت کې او اوس خو بیخې ډېر شواهد او اسناد رامنځته شوي، چې امریکا له پیل څخه نه غوښتل، چې په افغانستان کې دایمي پاتې شي، خو د حکومت مشرتابه بیا هم د بهرنیو قواو وتل نه منل او ویل یې چې دوی په دې خاطر د وتلو خبرې کوي، چې په حکومت باندې فشار راوړي، تر څو دوی خپل اهداف په دوی ومني.
همدا خبرې په ټولو سیاسي کړیو کې او هم د میډيا له لارې تبلیغ کېدې او ان ولسمشر کرزي به دا هم ویل، چې که کوتک هم په امریکایانو پسې راواخلې، دوی له افغانستانه نه وځي.
د امریکا نه وتل، د افغانانو او سیاسیونو تر منځ په یوه واقعیت بدل شوی و، خو په مقابل کې بیا ایران او پاکستان پوهېدل چې امریکا وځي او باید دوی متبادل بدیلونه ولري.
د دوی لپاره بدیل اپشنونه د طالبانو تقویه کول، د حکومت په دننه کې نفوذ او له سیاسي ډلو سره د اړیکو ښه ساتل و.
دواړو هېوادونو د هارډ او سافټ پاور نه په دغه لوبه کې استفاده کوله.
دوی هڅه کوله چې د مشرانو په خوا کې په دوی پورې تړلي کسان ځای ونیسي او یا داسې بې تجربې کسان واک او صلاحیت په لاس کې ولري، چې نه مشرانو ته وفاداره وي او نه د افغانستان په درد وخوري.
دغو کړیو د جمهوریت له پیل څخه هڅه کوله چې ملي او پوه کسان باید له صحنې لرې او د مشرانو په خوا کې نه وي، ځکه هغوی پوهېدل چې پوه او ملي کسان د ګاونډیانو د لاس اله نه ګرځي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه استخباراتي کړیو نفوذ دومره قوي و، چې هر چېرته به په حکومت کې کوم کس په ملي روحیه کار کاوه، هڅه یې دا وه چې هغوی له صحنې لرې کړي او د حکومت له مشرانو سره یې روابط خراب کړي.
له بده مرغه د دواړو ولسمشرانو په محور کې اوس هم هماغه کسان رول لري، چې د دوی په ناکامۍ کې یې رول درلود او دا کسان اوس هم د دواړو ولسمشرانو د مقربینو له ډلې دي، ځکه دوی له دغو کسانو سره په هر دلیل چې وي، اموخت اخستی دی.
د جمهور رئيس کرزي او جمهور رئیس غني په وخت کې چې کوم سفیران په ځانګړې توګه په ایران او پاکستان کې ټاکل شوي وو، اکثره یې د دغه هېوادونو د نفوذ لاندې وو او یا ان ځیني یې په اخلاقي لحاظ کمپرومایز شوي یعنې داسې اسناد کوربه هېوادونو د دوی په ضد درلودل، چې هغوی مجبوره و چې د دغه ګاونډیانو د ګټو لپاره کار وکړي.
په سیاسي لوبو کې دا نوې خبره نه ده، چې سفیران باید له کوربه هېوادونو سره د روابطو په جوړولو کې مرسته وکړي، خو دا روابط داسې نه وي چې د خپل هېواد ګټې د هغوی د ګټو لپاره قرباني کړې او یا د خپل هېواد د مشرانو په ضد په دسیسو او توطیو کې له هغوی سره شریک شي.
له بده مرغه چې د حکومت مشرتابه هغه وخت تر اخره پورې دا واضح نه کړه، چې د بهرنیانو موخې په افغانستان کې څه وې چې دوی ورسره مخالفت ښوده ؟
ایا د دوی موخې د افغانستان له ګټو سره مخالفت کې وې او که د دوی موخې بیا د نورو هېوادونو له ګټو او اهدافو سره په ټکر کې وې.
کله چې مونږ د بهرنیانو خبره کوو، نو د بهرنیانو په سر کې امریکا وه او ده.
دا نور ملکونه لکه د ملکانو سره چې یوه ډله ګرځي، دوی هم د امریکا د خوشالېدو لپاره له امریکا سره افغانستان ته تللي و.
که خبره دا وه، چې د بهرنیانو موخې د افغانستان له ګټو سره مخالف نه وې نو بیا خو دا مهمه وه، چې افغانستان له بهرنیانو سره د یوه ستراتیژيک پارټنر په توګه پاتې شوې وای. که بهرنیان د نورو هېوادونو له اهدافو سره مخالف و، نو بیا خو د افغانستان مشرتابه ته دا پکار نه وه، چې د نورو هېوادونو د موخو لپاره له خپل ستراتیژیک پارټنر سره مخالفت نه وي کړی، ځکه هر چا ته خپلې ګټې مهمې دي.
لکه مخکې مې چې د قطر او امریکا د روابطو په اړه یادونه وکړه، په سیاسي علومو کې مطلق ازادي او مطلق غلامي نه شته.
کله چې د جمهور رئیس کرزي او امریکا تر منځ اړیکې خرابې شوې، یو ځلې جمهور رئیس د کابینې غونډې ته په ډېره قهرجنه لهجه ویلي و، چې ستاسي څنګه خوښه ده چې له ځانه شاه شجاع جوړ کړم او که غازي محمد اکبر خان.
د کابینې غړو ورته ویلي وو، چې له ځانه غازي محمد اکبر خان جوړ کړه.
استاد کریم خلیلي ورته ویلي وو، چې په دې وخت کې دا مهمه ده چې له ځان څخه شاه شجاع جوړ کړې ځکه غازي محمد اکبر خان کېدلی نه شې او باید د خپل هېواد د ثبات لپاره کار وکړې.
هر هېواد له بل هېواد سره د خپلو خلکو او وطن په ګټه اړیکې لري. په یویشتمه پېړۍ کې د ملکونو تر منځ روابط د نولسمې پېړۍ په شان په انډیوالي ولاړ نه دی، بلکې د ملکونو تر منځ روابط د ګډو ګټو په اساس ټاکل کیږي.
د جمهوریت له جوړېدو لس کاله وروسته په ۲۰۱۲زکال کې په کابل کې د هند، پاکستان، افغانستان او هم د امریکا او ناټو د نورو هېوادونو د استازو د ټرک ټو (Track Two) غونډه وه، چې ګډوانوالو له جمهور رئیس کرزي سره په ارګ کې ګډه ناسته درلوده.
په دغه غونډه کې د پاکستان او هند ډېر مهم سیاسي، نظامي او استخباراتي پخواني چارواکي او برحاله سفیران هم و.
جمهور رئیس کرزي ویلي و، چې زه اوس پوه شوم چې امریکا د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلې ده. جمهور رئیس کرزی باید له پیل څخه پوهېدلی وای، چې امریکا د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته تللې ده او چې کله یې ګټې نه وي نو بیا له هېچا څخه د وتلو اجازه هم نه اخلي لکه زلمي خلیلزاد په خپلو مرکو کې څو ځلې وویل.
زما په اند د یوه هېواد مشر ته په داسې غونډه کې دا خبره نه وه پکار ځکه دې هېوادونو ته دا سګنل ورکړل شو، چې د افغانستان اړیکې له امریکا سره ښې نه دي، ان د غونډې ډېرو ګډونوالو او د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنا او ډاکتر زلمی رسول چې زما تر څنګ ناست و وویل، چې خبره خرابه شوه او باید داسې یې نه وای ویلی.
(د دې ټریک ټو بحثونه هم جالبه و، چې په خپل وخت کې به په تقصیل سره پرې بحث وشي)
له بده مرغه کله چې د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه ایران او پاکستان په دې پوه شول، چې د افغانستان د حکومتونو مشرتابه نه شي کولی چې له امریکا سره ستراتیژپک پارټنر پاتې شي، نو د طالبانو د راتګ لپاره لابي زیاته کړه.
پاکستان امریکا ته ډاډ ورکړ، چې طالبان به ستاسې اهداف مني او طالبانو کې بدلون راغلی دی. چین، روسیه او ایران خو په دې خوشاله و، چې امریکا له افغانستانه ووځي خو د دې تر څنګ یې ویلې چې امریکا باید با مسوولیته له افغانستانه ووځي، یعنې خپلو مرستو ته دوام ورکړي خو دا ممکنه نه وه چې امریکا د نورو د اهدافو لپاره په افغانستان کې مصرف وکړي او یا د افغانستان د راتلونکي وضعیت مسوولیت په غاړه واخلي.
لکه څنګه چې د شوروي اتحاد له وتلو وروسته پخواني شوروي اتحاد له افغانستان سره خدای پاماني وکړه، همداسې امریکا ته هم افغانستان لومړیتوب نه درلود او له افغانستان سره یې خدای پاماني وکړه.
د دې خبرې یادونه اړینه ده، چې امریکا د ۲۰۰۲ز کال په پرتله اوس زیات امکانات او نفوذ په افغانستان کې لري. امریکا کولی شي، چې خپل ستراتیژیک اهداف د طالبانو او پاکستان په وسیله په اسانۍ سره تر لاسه کړي، ځکه دا ورته د جمهوریت د ملاتړ په پرتله ارزانه او اسانه ده.
که د پورته پوښتنې د دویم بند بحث خلاصه کړم، دا واضح خبره ده چې د افغانستان د حکومت کمزورتیا او د مشخص ستراتیژیک تګلارې نه درلودل د دې لامل شو، چې جمهوریت سقوط وکړ.
زما په اند د ټولو سیاسیونو، چارواکو او ډلو د مسوولیت تر څنګ د نظام د سقوط اصلي مسوولیت او د نظام خرابي د حکومتونو مشرتابه ته راجع کیږي. ځکه لکه څنګه چې د هر نظام کریډت او نیکنامي هم د یو هېواد مشر ته منسوب کېږي، همداسې ناکامي یې هم د هېواد مشرانو ته منسوب کېږي نه نورو افرادو ته.
البته افراد په خپله ساحه کې مسوولیت لري، خو د نظام کامیابي او ناکامي د هېواد مشرانو ته منسوب کېږي، ځکه په حکومت کې د مهمو کلیدي پوسټونو مسوولین د مشرانو په خوښه او مصلحت ټاکل کېدل.
د پورته پوښتنې د درېیم بند په تړاو په خلص ډول دومره وایم، چې د افغانستان د حکومتونو او خلکو په وړاندې د ایران او پاکستان دسیسې او له طالبانو څخه ملاتړ د دغه ناکامۍ بله مهمه برخه وه، ځکه هغوی د جمهوریت د ناکامۍ لپاره په ستراتیژیکه توګه لابي کوله.
په افغانستان باندې د امریکا او نړیوالې ټولنې د برید موخه په سر کې د عکس العمل په اساس وه، ځکه د امریکا اقتصادي، سیاسي او نظامي مرکزونه ووېشتل شول او باید یو عکس العمل یې ښودلی وای، تر څو خپل ځواک او نړیواله هېجوموني وساتي.
هماغه و چې په افغانستان برید وکړ، د سیمې او د نړۍ د نورو هېوادونو ملاتړ یې د ایران، پاکستان، چین او روسیې په ګډون ترلاسه او د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه یې د خپل برید لپاره اوکې هم واخیسته. هغه وخت هېچا نه شو ویلی، چې زه له تاسو سره نه یم او یا ستاسو برید نه تاییدوم.
امریکا وکولی شول، چې د خپلو یو درجن استخباراتي کاروکوونکو، پيسو او هوایي قوت په وسیله د طالبانو حکومت په څو میاشتو کې نه، بلکې په څو ورځو کې رانسکور کړي.
دوی نړۍ ته وښوده چې د خپلو دښمنانو په ضد په هر ځای کې چې وي، برید کولی شي.
امریکا په افغانستان کې نور ستراتیژيک او یا اقتصادي اهداف نه درلودل، چې د ډېرې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي. همدا علت و، چې د امریکا ولسمشرانو او پالیسي جوړوونکو هر کال به په نویو سترایتژیو خبرې کولې، ځکه اصلا د اوږدمهال لپاره یې ستراتیژي نه درلوده.
ځینې بیا دا پوښتنه کوي چې که امریکا د اوږدمهال لپاره په افغانستان کې ستراتیژیک پلان نه درلود، نو ولې شل کاله په افغانستان کې پاتې شوه؟
لومړی خو تر اخره امریکا افغانانو ته، د سیمې هېوادونو او نړیوالو ته او همدا رنګه خپلو خلکو ته په افغانستان کې د خپل ماموریت موخې په ښه توګه تشریح نه شوای کړای چې ایا دوی په افغانستان کې د حکومت او نظام جوړونې چې Nation Building ورته وایي شتون لري، که په افغانستان کې اقتصادي ګټې لري او یا په سیمه کې د چین او روسیې د پرمختګ د مخنیوي لپاره د خپلو ستراتیژيکو اهدافو لپاره په افغانستان کې شتون لري؟
دا چې ولې امریکا په افغانستان کې پاتې شوه، علت یې د عراق جنګ و. د عراق د جګړو په اړه امریکایانو په خپل منځ کې او هم د اروپایانو او ناټو هېوادونو سره اختلاف د نظر درلود، خو د افغانستان د مداخلې په اړه اختلاف د نظر موجود نه و.
له انګلستان پرته د ناټو نورو هېوادونو د عراق له جګړو سره موافق نه و او دا یې لازمه وګڼله، چې له امریکا سره د خواخوږۍ لپاره د ناټو ماموریت افغانستان ته وغځوي. همدا لامل و چې امریکا او ناټو د اوږدمهال لپاره په افغانستان کې پاتې شوه.
د متحده ایالاتو د سولې انسټیټوټ په ځینو بحثونو او کتنو کې یادونه کېدله، چې جمهور رئیس ټرمپ له خپلو جنرالانو څخه دوه پوښتنې لري.
ایا د افغانستان جګړې ګټلی شي او که نه؟
د جنرالانو ځواب ورته دا و، چې ګټلی یې شي په دې شرط چې دوی د اوږدمهال لپاره تعهد ولري او خپلې قواوې په افغانستان کې وساتي.
له جمهور رئیس بوش څخه نیولې تر جمهور رئیس بایډن پورې د امریکا څلورو جمهور رئیسانو هېڅ یوه هم په افغانستان کې د اوږدمهال لپاره ژمنه نه درلوده.
د جکهور رئیی ټرمپ دویمه پوښتنه دا وه، که د افغانستان جنګ وګټي، نو د امریکا لپاره یې ګټه څه ده؟
دا مساله هم ورته جنرالانو او د امریکا د بهرنیو چارو پالیسي جوړوونکو په سمه توګه تشریح کولی نه شوه، ځکه امریکا په افغانستان کې اقتصادي ګټې نه درلودې.
دغه وخت کې یې د معدنونو د استخراج مساله را مخکې کړه چې افغانستان غني هېواد دی او د امریکا کمپنۍ به قراردادونه تر لاسه کړي، چې دا مساله خیالي مساله وه، ځکه د امریکا کمپنیو په معدنونو کې سرمایه ګذاري نه کوله او نه نورو هېوادونو د چین په ګډون دا دلچسپي درلوده، چې د افغانستان په معدنونو کې داسې سرمایه ګذاري وکړي، چې د افغانستان لپاره یې ګټه ورسېږي.
د امریکا د نه پاتې کېدو له امله هماغه و، چې د دوحې لوظنامه د امریکا او طالبانو تر منځ امضا شوه.
د سیمې هېوادونو او د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لابي په دې کې رول درلود، چې د امریکا جمهور رئیس ټرمپ ته یې د دوحی د پرېکړې د لاسلیک مشوره ورکړه.
هماغه و، چې د افغانستان حکومت د دننه سیاسي ډلو او افرادو د معامله ګرۍ له امله وشړېده او طالبان بیا حاکم شول.
هو! که د افغانستان حکومت او امریکا د یوه ستراتیژيک پارټنر په توګه پاتې شوې وې، نو د دې احتمال و چې امریکا یو او پنځو ځایونو کې خپل یو څه پوځ یا اډې په افغانستان کې ساتلې وې.
کله کله چې جمهور رئیس ټرمپ د بګرام خبره کوي، هغه هم د یوه کانټکس په چوکاټ کې ده. که ستراتیژيک پارټنرشپب له افغانستان سره نه وي، نو هغه اډې هم ساتل کېدای نشوای.
لکه مخکې مې چې یادونه وکړه د ستراتیژیک پارټنر شیپ فرصتونه د جمهور رئیس کرزي او هم د جمهور رئیس غني په دواړو دورو کې له لاسه ورکړل شول.
د دې لیکنې د سر د دویمې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو د راتګ او جمهوریت د سقوط سره افغانانو څه له لاسه ورکړل؟
باید ووایم چې افغانانو ډېر څه له لاسه ورکړل، چې د دې جبران په راتلونکو څو لسیزو کې ممکن نه دی.
د افغانستان نوم او افغانان نړۍ ته د یو غیر مهذب ملت په توګه معرفي شول، چې د دې هېواد له اوسېدونکي سره یو ملت نه دي ځکه ټول ملت د یو بل په ضد منفي تبلیغ کوي.
د افغانستان د ګاونډیانو منفي تبلیغ ته اوس حاجت نه شته، ځکه افغانانو په خپله خپل ځانونه دومره نړۍ ته بد معرفي کړي دي، چې په هېچا څوک باور نه کوي، نه طالب حیثیت لري او نه د طالبانو مخالفین.
د افغانانو خپل منځي منفي تبلیغات دې حد ته رسېدلي دي چې د افغانستان په څلویښت میلیونه نفوسو کې او همدا رنګه د افغانستان په لسګونو قومونو کې نه ښه سړی شته او نه ښه قوم، یعنې د افغانستان په ژوندیو کې ښه خلک نه شته. د مړو په ښو او بدو هم زیات بحثونه روان دي، چې په مړو کې هم اوس ښه مړي نه شته.
د یوه هېواد د خلکو لپاره تر ټولو لویه ضربه همدا ده، چې د ملي وحدت پر ځای ملي نفاق لپاره کار کوي. په دې منفي تبلیغاتو کې د طالبانو له حاکمې ډلې نیولې بیا تر سیاسیون، مدني فعالان، لیکوالان، شاعران، د رسینو ژورنالستان او د ټولنیزو شبکو استعمال کوونکي ټول رول لري.
د افغانستان ډېرې ملي شتمنۍ چور او له منځه ولاړې. د افغانستان په نظام په ځانګړې توګه په امنیتي او دفاعي قواوو ډېر مصرف شوی و، چې هر څه د اصلاح وړ و، خو هغه له منځه ولاړل. د افغانستان په بشري سرمایه باندې هم ډېره زیاته پانګونه شوې وه، خو هغه هم له هېواده ووتل او د هغوی بېرته ورتګ اصلا ناشونې ښکاري.
دلته د چکر او یا د خپلو خپلوانو د لېدلو لپاره د یو څو کسانو په تګ او راتګ او یا د یو څو یوټوبرانو په انځورونو بشري سرمایه بېرته افغانستان ته تللی نه شي. دا تګ او راتګ د جمهوریت په وخت کې له اوس وخته څو چنده زیات و.
د جمهوریت په وخت کې چې ډېر امکانات موجود و، د ایران او پاکستان له کډوالو څخه زیات شمېر کسان بېرته افغانستان ته لاړل، خو د غربي نړۍ، روسیې او نورو عربي هېوادونو نه ډېر کم کسان افغانستان ته ستانه شول. که شمېر یې ونیسو، نو د یو څو زرو څخه نه زیاتیږي او اکثرو هغوی هلته بزنسونه درلودل.
دغه نن چې د تجارانو بحث کیږي، اکثره یې د جمهوریت د وخت د پروژو قراردادیان دي چې په بیلیونونو ډالرو سرمایه لري او اوس هم چې دوی کله افغانستان ته تګ او راتګ کوي، د خپلو پروژو او ګټو په خاطر یې کوي.
د افغانستان تعلیمي نظام داسې ګډوډ شوی، چې نه د کیفیت له لحاظه او نه د کمیت له لحاظ په اسانۍ سره په لنډو کلونو کې جوړېدای شي. د ښځو د تعلیم او کار د مخنیوي بله ضربه د افغانستان تعلیمي او اقتصادي نظام ته ده، چې په لسیزو کې بېرته رغونه یې امکان نه لري.
دا چې په مقابل کې مدرسې جوړې شوي او د دې مدرسو فارغان به څه کوي هغه بله مهمه مسله ده، چې د افغانستان راتلونکي ثبات او اقتصاد لپاره به لوی چلنج وي.
که موجوده حالات همداسې دوام وکړي، د هرې ورځې په تېرېدو سره افغانستان یو کال شا تګ کوي.
د طالبانو د کړنو له امله چې د اسلام په ضد څومره تبلیغ په تېرو درېیو کلونو کې وشو او د خلکو فکرونه یې د خپلو عقایدو نه لرې کړل، داسې ضربه اسلام ته، د خلقیانو په وخت کې هم نه وه رسېدلې.
طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې ثابته کړه، چې د دوی د حکومتولۍ ډول د اسلامي اصولو سره مخالف او ماډل یې نه په صدر د اسلام کې شتون درلود او نه په اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې د دوی د حاکمیت بېلګه په اوسني عصر کې شتون لري.
د طالبانو راتګ نه یوازې د افغانانو لپاره، بلکې د سیمې او د افغانستان په مساله کې د نړۍ نورو ښکېلو هېوادونو ته ستره ناکامي وه، چې د دوی لپاره به هم د راتلونکو ناورینونو مدیریت اسانه نه وي.
د طالبانو راتګ د طالبانو لپاره هم ناکامي وه او همدا علت دی، چې د طالبانو شهرت او نفوذ ورځ تر بلې د افغانانو، د اسلامي هېوادونو او په نړیواله ټولنه کې کمېږي او ان د دوی خپل لابیګران او مشران هم د یو څو افراطي ملایانو پرته د موجوده وضعیت څخه سر ټکوي.
که طالبان وایي، چې دوی ته دا حالت په میراث پاتې دی دا سم نه دی ځکه د طالبانو د تېر ځلې په پرتله، طالبانو ته ډک کور ورپاتې شو. په تېر دور کې له طالبانو په دفاترو کې یوازې شکېدلي او زړې شطرنج پاتې و.
که څه هم دا مهمه ده، چې یوه ډله او یا یو شخص قدرت په څه ډول تر لاسه کوي؟
ځکه که یو څوک قدرت په غیر مشروع توګه تر لاسه کړي، نو خامخا به غیر مشروع کارونه کوي، خو د افغانستان په کانټکس کې دا مهمه ده، چې یوه ډله او یا شخص د واک له ترلاسه کولو وروسته څه کوي؟
د ۲۰۲۱زکال د اکټوبر په میاشت کې مې په یوه لیکنه کې یادونه کړې وه، چې طالبانو ته د جګړو په پرتله حکومتولي ستونزمنه ده ځکه دوی د ښې حکومتولۍ لپاره پلان نه لري.
د دې لیکنې د درېیمې پوښتنې په اړه چې د افغانستان راتلونکې کومې خواته روانه ده؟
ځواب مغلق، ستونزمن او راتلونکی حالت تت ښکاري.
د تتوالي د یو څو بېلګو یادونه دلته کوم.
د طالبانو له راتګ څخه مخکې، یو شمیر افغانانو چې د طالبانو لپاره لابي ګري کوله او هم د سیمې هېوادونو او په ځانګړې توګه د امریکا د سولې د خبرو مرکچیانو، ټولو خواو ته د طالبانو له اړخه ډاډګیرنه ورکوله، چې د دوی په فکرونو کې ډېر توپیر راغلی او له تېر تاریخ څخه یې یو څه زده کړي دي. دوی غواړي، چې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر له خپل ولس او نړۍ سره ښه روابط ولري. د طالبانو مشرانو په قطر کې د دروغو ژمنې کولې او ویل یې چې د طالبانو دویم ورژن له تېر ورژن سره توپیر لري.
د دوی لابیګرانو به په هېواد کې دننه او بهر د طالبانو مثبت اړخونه برجسته کول. داسې وخت هم راغی، چې د امریکا مرکچي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد د طالبانو د لابیګر او ویاند په توګه دنده ترسره کوله او هڅه یې کوله، چې افغانانو، سیاسیونو، د سیمې او د نړۍ نورو ښکېلو هېوادونو ته د طالبانو د راتګ په اړه ډاډګېرنه ورکړي، چې دوی کې بدلون راغلی دی. د طالبانو له راتګ سره به ترهګري په افغانستان او سیمه کې ختمه شي.
دا دی درې کاله د طالبانو د حاکمیت پوره شول.
د تېرې دورې په پرتله طالبان نور هم د قدرت ساتلو په خاطر مستبد شوي دي.
انحصار د قدرت یعنې ملاکراسې، د نفي او انحصار سیاست یعنې د بې علمه او بې تعلیمه ملا نه پرته بل څوک نه مني او ان تعلیم یافته عالم یې هم بدې شي.
د ملي ارزښتونو او ملي بیرغ مخالفت د اساسي قانون د نه شتون، د بیان د ازادي مخنیوی، د ښځو د حقونو پایمالول او په کل کې د تعلیم په ضد کړنې یې اکثریت افغانانو او هم نړیوالو ته د منلو وړ نه دي.
همدا علت دی چې طالبان نه حقوقي مشروعیت لري، نه ملي مشروعیت لري او نه تر اوسه نړیوالو دوی د یوه مشروع حکومت په توګه منلي دي.
طالبان اساسي قانون نه مني، خو د جمهوریت د وخت د قوانینو په اساس مالیه راټولوي. هغه وخت د مالیې اخیستل ناروا و، خو اوس د دوی لپاره روا دي ځکه د دوی په کې ګټه ده.
په درېیو کلونو کې بیلیونونه ډالره افغانستان ته لاړل، خو درک او خرک یې معلوم نه دی.
بله مساله دا چې د معدنونو چور روان دی.
د دوی مشر څوک نه ګوري او چا ته مسوول هم ځان نه ګڼي.
خلکو ته وایي، چې دوی له خلکو سره د ژوند کولو ژمنه نه ده کړې، بلکې د اسلامي حکومت د جوړېدو ژمنه یې کړې ده. البته اسلامي حکومت هم د اسلام د احکامو او قوانیونو په اساس نه، بلکې د دوی د خوښې او سلیقې په اساس غواړي.
ټلویزون او انځور اخیستل چې پخوا ناروا و، اوس هغه دوی ته روا دي او په ټولنیزو او نورو رسنیو کې د انځورونو په شریکولو نه مړیږي. له بهرنیانو سره د نورو اړیکې یې پخوا ناروا ګڼلې، خو پخپله له یوه سیاحتي بهرني سره هم په انځور اخیستلو افتخار کوي.
اداري، اخلاقي او ټولنیز فساد او فقر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی. دوه درې ښځې، موټرې او داخل او بهر کې د جایدادونو اخیستل دوی ته روا دي. د جمهوریت د وخت فاسدو چارواکو ریکارډ یې په درېیو کلونو کې مات کړ.
د فزیکي امنیت ادعا ېې کوله، خو اوس هغه امنیت هم سر خوړلی دی. چاودنې او ځانمرګي بریدونه کیږي، اختطافونه او جنایي پېښې د جمهوریت د وخت نه که زیاتې نه وي نو کمې هم نه دي.
د انسو د احصایي له مخې؛ د جنایي او غیر جنایي پېښو شمېر هماغه د جمهوریت د وخت په اندازه دی، خو هغه وخت به هر خبر ۷۲ ساعته ټلویزیونو تکرارولو او په ټولنیزو رسینو کې به هره پېښه شاربل کېدله، خو اوس چې د بیان په ازادۍ بندیز دی، د دغه پېښو په اړه راپورونه کم دي.
رواني او بشري امنیت خو له سره نه شته.
په میلیونونو افغانان له هېواده ووتل او د هرې ورځې په تېرېدو سره افغانستان د نړۍ د افراطي ګروپونو په ځاله بدلېږي.
پورته او دې ته ورته نورو نیمګړتیاو ته که په جدي توګه وګورو، نو د طالبانو کړنې د اسلامي، افغاني او انساني اصولو سره توپیر لري. طالبانو د حکومتولۍ د ښه کېدو، د ملي وحدت د تامینېدو، د نظام د ولسي کېدو او د نړیوال مشروعیت د تر لاسه کولو لپاره یو قدم هم نه دی اخیستی.
د داسې حاکمیت عاقبت خامخا زوال او د نویو نیابتي جګړو دروازې خلاصول دي، چې مسوولیت به یې د طالبانو په غاړه وي.
د طالبانو مخالفو سیاسیونو تر منځ هم کوم مثبت بدلون نه ښکاري. څوک د پروژو په غم کې دي او څوک د قومي تضادونو د تخم په شېندلو بوخت دي.
مدني ټولنه او رسنۍ هم له سیاسیونو بدتره په خپل منځ کې وېشل شوي دي. طالبان دغه حالت ته خوشاله دي او وایي، چې له بدو نه بدتر خراب دي او د دوی د بد حالت بدیل نه شته.
سیمه هم یوه سیمه نه ده او نه نړۍ یوه نړۍ ده، هر هېواد د خپلو ګټو پر بنسټ پرېکړه کوي او د افغانستان ثبات مطرح نه دی او نه د افغانانو ګټې په ټولو نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې مطرح دي، نه سیمه او نه نړۍ دې ته چمتو ده، چې د افغانستان د قضیې د حل لپاره د خپل سیاسي، پوځي او اقتصادي نفوذ څخه کار واخلي.
د سیمې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د افغانستان په اړه پاملرنه کمېږي.
په داسې حالت کې یوازینۍ لاره د افغانانو لپاره خپلمنځي ابتکار دی، چې هغه هم په ذره بین کې نه ښکاري. نه طالبان د دې اراده لري او نه د طالبانو مخالفین د افهام او تفهیم او د ډیالوګ په ژبه بلد دي. هغه زوړ خرک او هماغه زوړ درک.
د ناامیدۍ او راتلونکي تتوالي وروستی پړاو همدا دی چې خدای دې په افغانستان او افغانانو رحم وکړي. خو الله تعالی هم رحم نه کوي، ځکه الله تعالی وایي، چې زه د هغه ملت په حالت کې بدلون نه راولم تر څو په خپل حالت کې خپله بدلون رانه ولي.