ډونالډ ټرمپ وایي، د افغانستان کنګل شوې شتمني باید طالبانو ته په واک کې ورنکړل شي.
هغه یو ایکس سپېس کې ویلي، اوس مهال د نړۍ تر ټولو ډېره غیر قانوني وسله طالبانو سره ده.
د ټرمپ په خبره، که بایډن واک ته نه وی رسېدلی؛ نو هیڅ وخت به د افغانستان فاجعه نه وی رامنځته شوې.
ټرمپ دغه راز د منځني ختیځ او اوکراین جګړه خطرناکه بللې او ویلي یې دي چې دا جګړه ښایي په نړیوالې جګړې بدله شي.