که څه هم د ایران او اسرائیلو تر منځ سړه جګړه یا استخباراتي جګړه د څو کلونو راهیسې دوام لري، خو په دې وروستیو کلونو کې دغه جګړه میده میده مخامخ پوځي ټکر ته پورته شوې. ۲۰۱۷ کال کي د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لندن کې چتم هوز په نوم یو تینک تانک کې د خبرو پر مهال د ایران لخوا د اسرایلو د محاصره کولو پلان افشاء کړ ، هغه زیاته کړه چې ایران د نیابتي ډلو په واسطه په منځني ختیځ کې یوه لویه امپراتوري جوړه کړې، عراق ، سوریه ، لبنان، یمن او فلسطین پورې یې خپلې رښې غځولي. نتنیاهو په دې بحث کې وویل چې اسرائیل به هیڅکله ایران ته اجازه ور نه کړي چې دا سیمه تر خپل کنترول لاندې راولي.
اسرائیل په منځني ختیځ کې تر ټولو قوي دولت دی او تر ایران په پوځي ،اقتصادي او ټینکالوژۍ په برخه کې ډیر لوړ دی، نو اسرائیل ولې ایران د ځان لپاره تر ټولو لوی خطر بولي؟
زما په فکر د اسرائیلو اصلي ویره د نړیوال نظم د بدلون سره تړلې، اسرایلو په امریکا پورې تړلې هیواد دی که د په نړیوال نظم کې بنسټیز بدلون رامنځته کیږي او د امریکا یکتازي په نړیوال نظم کې کمزورې کیږي، دا د اسرائیلو بقاه د خطر سره مخ کوي، نو اسرائیل غواړي د دغه سناریو تر پېښېدو مخکې خپل رقیبان له منځه یوسي، د همدې له امله اسرائیلو د ایران سره د سړې جګړې پر ځای تودې جګړې ته مخه کړې.
خو په دې برخه کي اوس یو لویه ستونزه د اسرائیلو په مخ کې د امریکا او د امریکا د متحدینو د منافعو او تهدیدونو توپیر دی، د امریکا لپاره په نړیوال نظم کي بلقوه رقیب او خطر چین او روسیه ده او په ځانکړې ډول چین دی چې په راتلونکو سلو کلونو کې کولای شي د امریکا هجیموني و ننګوي او میده میده لګیا دي نړیوال نظم کې تغیر راولي. امریکا غواړي په منځني ختیځ کې کراري وي او نه غواړي په داسې شخړو کي ښکیل شي چې ګټه يې چین او روسيې ته ورسیږي، د همدې اهدافو له امله ۲۰۱۷ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل چې موږ نور په دې نه ختمېدونکو جګړې ختمولو او خپل ستراتيژيکو رقیبانو ته لکه چین او روسيې سره رقابت ته پام اړوو او د چین سره د مقابلې لپاره يې یوه نوې ستراتيژي pivot of Asia جوړه کړې او پر یو نوي پوځي اتحاد باندې کار کوي چې د ناټو سازمان په رقم په ختیځه اسیا او سویلي اسیا کې رول ولوبوي چې د دې سازمان نوم کواډ Quadrilateral Security Dialogue دی.
خو د اسرائیلو لپاره ستراتيژيک خطر ایران دی او اسرائیل غواړي د امریکا پښه د ایران سره جګړې ته را کش کړي، د همدې له امله يې اپریل میاشت کې دمشق کې یې د ایران په سفارت برید وکړ او ایران يې اړ کړ چې پر اسرائیلو برید وکړي او په دې کار سره امریکا د ایران سره جګړې ته را کش کړي؛ خو هغه وخت امریکا د عمان په منځکړېتوب د ایران سره د ایران متقابل برید اړوند مذاکرات وکړل او ایران هم دغه ځوابیه برید محدود کړ.
اوس یې دا ځل بیا په ایران کې د حماس مشر اسماعیل هنیه وواژه او په دې کار سره هغه هدف ته نژدې شو چې د ایران اټومي تاسیسات له منځه یوسي او په دې برخه کې امریکا باید همکاري ور سره وکړي.
کله چي ایران پر اسرائیلو برید وکړي او په دې سره مخامخ اسرائیل د ایران سره جکړې ته داخل شي او کله چي اسرائیل ایران سره جګړې ته داخلیږي، امریکا به حتماً د اسرائیلو دفاع ته راځي.
د جګړې بڼه به څنګه وي؟
ایران غواړي د خپل حیثیت د ساتلو لپاره اسرائیلو ته جواب ورکړي، خو نه غواړي جګړه يې اوږده شي، نو دا ځل به هم د تېر په څیر په اسرائیلو کې ځینې پوځي او سیاسي ځایونه په نښه کړي او ور سره سم به د دوی نیابتي ډلې د ایران ملګرتیا وکړي، ایران چمتو نه دی چې یو تمام اعیار جګړه وکړي، ځکه ایران په اقتصادي لحاظ کمزوری دی او د داسې یوې جګړې لپاره کافي ظرفیت نه لري.
خو اسرائیل بیا غواړي چې په ایران کې په لومړۍ درجه کې رژیم بدل شي، د همدې کار لپاره غواړي د امریکا پښه دې جګړې ته را کش کړي او که رژیم نشي بدلیدای؛ نو حد اقل د ایران ظرفیت د اټومي وسلو د جوړولو له منځه یوسي، خو پر ایران جګړه د امریکا لپاره ډیره ګرانبیه تمامیږي،ځکه داسې یوه جګړه به ټوله سیمه تر پوښښ لاندي ونیسي او امریکا دا ډول اوږدمهاله شخړې ته نه ده چمتو.
د ایران او اسرائیلو د پوځي وړتیاوو پرتله د اسرایلو پوځ اوس مهال د نړۍ په ډیرو موډرنو او پرمختللو وسلو او ټنکالوژۍ سمبال دی.
د اسرایلو هوايي قواوو په اف ۳۴ جنګي الوتکې چې په سټیلټ ټکنالوژۍ سمبال دي چې رادار يې نه شي کشف کولای، اټومي وسلې ، کروز میزایل او الکترونیک بمونه او وسایل انتقالولای شي. اف ۱۶ جنګي الوتکې چې دا ظرفیت لري چې ټولې ایراني الوتکې، کروز مزایل او ډرونونه په هوا کې له منځه یوسي او دننه په ایران کې هم د ایران د هوايي دفاع سیسټمونه له منځه یوسي او د ایران اټومي بټۍ په اسانۍ سره په نښه کولای شي. اسرائیل همدارنګه الیکترونکی بمونه لري چې ELECTROMAGNETIC WAVES رامنځته کوي او په دې سره ټول الکترونیک وسایل کار پرېږدي او که دغه ډول بمونه وکاروي، ایران به نشي کولای خپل ډرونونو او کروز میزایل رهبري کړي.
اسرائیل ۶ ډوله هوايي دفاعي سیسټمونه لري.
۱.Iron Dome : چي لنډ واټن ویشتونکي میزایل او ډرون په نښه کوي او په تیرو کلونو کې يې ثابته کړې چې۹۹ سلنه نښه ولې.
۲.David Sling : دا دفاعي سیسټم میانه واټن ویشتونکي کروز میزایل،بالیسټیک میزایل او ډرون په نښه کوي او په څلورم نسل ټکنالوژي سمبال دي.
۳. Arrow 2 او Arrow 3 : دا دوه سیسټمونه اوږده واټن بالیستیک او کروز میزایل ويشتلای شياو همدارنګه کولای شي د ځمکې د کُرې څخه بهر په فضاء کې هم سټلایټ په نښه کړي.
۴. Barak 8: دا دفاعي سیسټم په سمندر او هم پر ځمکه نصب کیږي او کولای شي بالیستیک ،الوتکې او کروز میزایل له منځه یوشي.
۵. Patriot: دا امریکايي دفاعي سیسټم دی چې کولای شي الوتکې، کروز میزایل او بالیستیک میزایل له منځه یوسي.
۶. Iron Beam: دا لایزري دفاعي سیسټم دی چي کولای شي کروز او بالیست میزایل په لنډ واټن کې له منځه یوسي.
ایران ۸ ډوله هوايي دفاعيسیسټمونه لري.
۱.S300 PMU -2 : دا سیسټم د شوروي اتحاد لخوا د سړې جګړې په وخت کې جوړ شوی او په دې وروستیو کلونو کې ایران پیرلی او د الوتکو او بالیستیک مزایلونو د ویشتلو ظرفیت لري.
۲. Bavar-373: دا ایران خپله داخل کې جوړ کړي او د ایس ۳۰۰ دفاعي سیسټم کاپي ده او ورته قابلیت لري.
۳.Khordad 3 : دا د میانه واټن وېشتونکي دفاعی سیسټم دی چي ایران خپله جوړ کړي، الوتکې، کروز میزایل،بالیستیک مزایل ،درون او الوتکو د ویشتلو توانايي لري.
۴.Talash : دا هم د میانه واټن وېشتونکي دفاعي سیسټم دی، چي ایران خپله جوړ کړي او د الوتکو او بالیستیک مزایلو د ویشتلو ظرفیت لري.
۵.Raad 2 , Raad 3: دا هم د ایران په لاس جوړ شوي دفاعي سیسټم دی چې الوتکې او ډرون په میانه واټن کې له منځه وړي.
۶. Mersad: دا Hawk system امریکايي دفاعي سیسټم کاپي ده چې دا هم د شاه په وخت کې امریکا ایران ته ورکړي وو او د میانه واټن راکټونه او الوتکې په نښه کوي.
۷.Tor-M1: دا د روسيې جوړ دفاعي سیسټم دی چې د الوتکو، ډرون او رهبري شوو راکټونو د له منځه وړلو ظرفیت لري.
۸. S-200: دا سیسټم هم شوروي اتحاد جوړ کړي او په اوږده واټن وېشتونکو راکټونو سمبال دی او کولای شي په اوږده واټن کې الوتونکی او بالیستک میزایل له منځه یوسي.
همدارنګه د ایران تر ټولو پرمختللې جنګي الوتکې د شوروي اتحاد جوړې میک ۲۹ او د امریکا اف ۱۴ ټام کیټ الوتکې دي، چې دواړه د سړې جګړې د وخت په ټکنالوژي سمبال دي.
د اسرائیلو او ایران ترمنځ لومړي مخامخ ټکر کې به تر ډېره ددغه سیسټمونو څخه کار اخیستل کیږي، د اسرائیلو ټول جنګي سیسټمونه نوي او په عصري ټکنالوژي سمبال دي او د ایران په پرتله ډیر پرمختللي دي، د ایران دفاعي سیسټمونه او الوتکې د سړې جګړې د وخت دي او د اسرائیلي الوتکو او سیسټمونو په وړاندې یې مقامت ناممکن دی.
ان ایراني الوتکې د اسرائیلي او امریکايي الوتکو په شتون هوا ته هم نشي پورته کېدای ، اسرائیلو جنګي الوتکې په Stealth ټکنالوژي سمبال دي او ایراني رادار او د الوتکو رادار يي نشي کشف کولای او اسرائیل کولای شي دا ټول سیسټمونه ډیر ژر له منځه یوسي.
د ایران دولت په دې ضعف پوه دی ځکه يې ډېره پانګونه پر نیابتي ډلو ، ډرون ، کروز او بالیستیک میزایلو کړې، په ځانکړې ډول ډرون چې اسرائیلو دولت يې په اساني سره نشي کشف کولای، نو بیا هم ویلای شو چې په مخامخ جګړه کې به ډېره مرګ ژوبله ایران ته اوړي.
خو پر ایران برید کول سیمه ایزي جګړې ته لار هواروي او په دې سره د نړۍ اقتصاد ته جدي صدمه رسیږي او په ټول منځني ختیځ کې اور بلېدای شي او که اسرائیل غواړي د ایران سره تمام اعیاره جګړه پیل کړي ، جګړه په لومړۍ درجه کې اوږد مهاله او ګرانبیه کیږي او امریکا او اسرائیل به مجبوره وي چې په عراق، سوریه ، یمن، لبنان او نورو هیوادونو وجنګیږي.
د ایران د لومړي برید وروسته ډیر احتمال شته چې اسرائیلی فوځ به لبنان اشغال کړي او په دې سره به ټولې ایراني نیابتي ډلې لبنان ته داخلې شي ، د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ځله اسرائیلو ته د دغه ډول اوږدمهاله جګړې خبرداری ورکړی چې دا ډول جګړه به اسرائیلو ته هیڅ ګټه و نه رسوي.
د ایران سره د امریکا او اسرائیلو ټکر به ډېره ګټه روسيي ته ورسوي ځکه د امریکا لپاره به یو بله جبهه پرانیستل شي او پر اکراین به تمرکز کم شي او په اوږده مهال کې لویه ګټه د چین هیواد کوي، چې ممکن د نړۍ د نوي ستر قدرت په صفت د جګړې د ارامولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅي وکړي او رقیب هیواد امریکا به يې په یوې اوږدمهاله جګړه کې ښکیل وي، ځکه امریکا ډېره هڅه کوي چې دا ځل هم د ایران د برید صرف دفاع وکړي او هڅه به و نه کړي چې د ایران پر ضد یرغلیز بریدونه وکړي او ممکن اسرائیلو ته هم اجازه ورنه کړي چې د ایران اټومي بټۍ په نښه کړي.
خو په جګړه کې ناسمه محاسبه همېش ممکنه وي، دې جګړې ټول اړخونه اندېښمن کړي، ایران د داسې حالت لپاره له وخته چمتوالی نیولی، ان په ډېر شدید حالت کې هم د ایران ټول سیسټم له منځه نه ځي ، د ایران دفاعي قوتونه د نورې نړۍ د فوځونو په پرتله څو بعدي دي، د ایران سپاه پاسداران لکه د ایران فوځ داسې مرکزي سیسټم نه لري، چې مرکزي قومانداني يې له منځه یوړل شي نو ټول سیسټم پاشل کیږي، که د ایران د دولت مشران ووژل شي، ایراني ځواکونه اتومات په کوچنیو ډلګیو ویشل کیږي او د ایډیالوژي پر بنسټ د دوښمن سره جګړه کوي او مرکزي قوماندې ته اړتیا نه لري چې دغه ډول ستراتيژي ته په ستراتيژيکو مطالعاتو کې موزایک ستراتيژي ویل کیږي. نو هغه رقم حالت چې عراق او لیبیا کې رامنځته شو په عراق کې سخته ده چې رامنځته شي، بل ایران د روسيې او چین لپاره ډیر اهمیت لري او نه غواړي چې داسې حالت ته داخل شي، چې ټول نظام يې له منځه ولاړ شي، د څو ورځو راهیسي لیدل کیږي چې روسي الوتکې ایران ته وسلې انتقالوي او که د ایران دولت د له منځه تلو د خطر سره مخ کیږي ، ډېر احتمال شته چې د سوريې په ډول روسیه د ایران پوځي ملاتړ ته داخله شي چې دا د اوس لپاره ډیره بعیده سناریو لیدل کیږي.
لیکنه: احمدشاه انګار
احمدشاه انګار سیاست پوه او د سولې او شخړو مطالعاتو او همدارنګه ستراتیژيکو استخباراتو کې تخصص لري.