دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeافغانستانانا کوربت؛جوبایډن ورسره کړې ژمنه نه ده پوره کړې

انا کوربت؛جوبایډن ورسره کړې ژمنه نه ده پوره کړې

انا کوربت چې د رایان کوربت مېرمن ده، ویلي چې د جوبایډن حکومت دې د دې د خاوند په راخوشې کولو کې خپله ژمنه پوره کړي.

هغې له سي بي ایس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې یې څو ځلې د ملي امنیت له سلاکار جک سلیوان او د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د لیدنې غوښتنه کړې ده؛ خو کوم ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

نوموړې له جوبایډن په کلکه غوښتي چې په خپله وعده ودرېږي او د دې د خاوند راخوشې کېدو ته دې د عمل جامه ور واغوندي.

د یادونې ده چې رایان کوربت دوه کاله وړاندې د طالبانو حکومت لخوا نېول شوی، چې د طالبانو حکومت یې د خوشې کولو لپاره یو لړ شرطونه لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here