چهارشنبه, دسمبر 25, 2024
Homeافغانستانسراج الدین حقاني:د پاکستان او افغانستان د ملتونو اړیکې باید له زیانمنېدو...

سراج الدین حقاني:د پاکستان او افغانستان د ملتونو اړیکې باید له زیانمنېدو وژغورل شي

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وایي، د افغانستان او پاکستان د ملتونو اړیکې باید له زیانمنېدو څخه وساتل شي، ترڅو د سیمې ثبات او پرمختګ تضمین شي.

نوموړي دا څرګندونې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان او راغلي پلاوي سره لیدنه کې کړي.

په دې لیدنه کې صادق خان ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو حل ته ژمن دی او هڅه کوي، چې د کابل او اسلام اباد اړیکې لا پیاوړې شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان دا لومړی سفر دی چې کابل ته یې ترسره کوي او ویل کیږي چې په دې سفر کې به د یو شمیر طالب چارواکو سره لېدنې ترسره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here