سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeکورپاڼهد القاعدې نوې ستراتيژي څه ده ؟

د القاعدې نوې ستراتيژي څه ده ؟

لیکوال: احمد شاه انګار

القاعدې ولې له نړیوالې جهادي ستراتیژۍ څخه سیمه ا‌یزو تکتیکونو ته خپله ستراتيژي بدله کړه ؟

پېژندنه

القاعده، چې د نړیوال جهادي غورځنګ یو مشهور سازمان دی، د وخت په تېرېدو کې يې په خپلې تګلارې کې پام وړ بدلونونه راوستلي دي . په پیل کې یې د نړیوال جهاد تمرکز پر لویو قدرتونو لکه د متحده ایالاتو په څېر هېوادونو و، خو اوس یې خپله ستراتېژي بدله کړه او غواړي ځیني مسلمان هیوادونه د خپلو ډلو په لاس تر کنترول لاندې راولي.

دا مقاله د القاعدې د ستراتېژۍ بدلون تحلیلوي چې ولې يې لومړی د امریکا متحده ایالاتو سره د مخامخ غیر متعارفي جګړې ستراتيژي غوره کړې وه او اوس يې ولې دا ستراتيژي بدله کړې او د دې سازمان نوې ستراتيژي څه ده؟

د پخوانۍ ستراتېژۍ تحلیل: نړیوال جهاد

د القاعدې لومړۍ ستراتېژي، چې د اسامه بن لادن تر مشرۍ لاندې طرحه شوې وه، پر دې مفکوره ولاړه وه چې د متحده ایالاتو په څېر ځواکمن هېوادونه په مستقیم ډول نه شي ماتېدلای، ځکه چې په نظامي او ټکنالوژیکي لحاظ د اسلامي نړۍ څخه ډیر مخته دي. بن لادن هڅه کوله چې د امریکا په څېر ځواکونه د اوږدمهاله جګړو ډګر ته را کش کړي چې دا ډول ستراتيژي ته د نړیوالو اړیکو د نوي یرغلیز ریالیزم تیوري د Bloot Letting Strategy وايي. دا فکر، د مجاهدینو له هغه بریا څخه الهام اخیستل شوی چې د ۱۹۸۰مو کلونو په لسیزه کې یې شوروي اتحاد په افغانستان کې مات کړ.

د بن لادن درې اساسي شکایتونه د دې ستراتېژۍ د بنسټ په توګه یادېدل. لومړی، د اسراییلو لخوا د بیت المقدس اشغال، په ځانګړې توګه د الاقصی جومات نیونه، چې هغه د اسلامي مقدساتو لپاره یو سپکاوی ګاڼه. دویم، په اسلامي هېوادونو کې د سیکولر حکومتونو شتون چې امریکا يې ملاتړ کوي ، لکه په مصر، ترکیه، او سعودي کې، چې هغه د اسلامي اصولو سره په ټکر کې ګڼله.
درېیم، د امریکا عراق د لومړۍ جګړې وروسته په اسلامي خاورو کې د امریکا پوځي شتون، لکه په سعودي عربستان، قطر او ترکیه کې، چې هغه د اسلامي حاکمیت ښکاره سرغړونه ګڼله.

د دې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره، القاعدې د نړیوال جهاد اعلان وکړ. د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ بریدونه د دې ستراتېژۍ یوه څرګنده بېلګه وه، چې د متحده ایالاتو د جګړې ډګر ته راکاږلو لپاره طرحه شوي وو. بن لادن باور درلود چې دا ډول بریدونه به په ټوله اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو ملاتړ ترلاسه کړي او د لویدیځ پر وړاندې به د مسلمانانو یووالی زیات کړي. د القاعدې د ستراتيژۍ لومړی تکتیک چې د امریکا پښه افغانستان ته راکش کړي بریالی شوه خو په دوهم تکتیک چې ټوله اسلامي نړۍ به د شوروي اتحاد د یرغل په ډول چي د مجاهدینو تر شا ودرېدل ، د دوي تر شا هم ودرېږي ناکام شو.

د نړیوال جهاد ناکامي

سره له دې چې القاعده په نړیوال جهاد کې د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره ډېره هڅه وکړه، خو دا ستراتېژي په بشپړ ډول ناکامه شوه ، په دې مانا چې دوي د شوروي اتحاد په ډول امریکا ته ماته ور نه کړه. بلکي د متحده ایالاتو لخوا د افغانستان او عراق جګړو په میلیونونو ملکي وګړي ووژل، چې د مسلمانانو ترمنځ یې د یووالي پر ځای ډېرې ستونزې رامنځته کړې. د دې ترڅنګ، د نړیوال جهاد ملاتړ په اسلامي نړۍ کې ورو ورو کم شو، ځکه چې خلکو ولیدل چې د دې جګړو پایله یوازې د وینې تویېدنه او تاوتریخوالی و.

د داعش راپورته کېدل او د القاعدې لپاره ستونزې

په ۲۰۱۴ کال کې، داعش د القاعدې له شبکې څخه جلا شو. د داعش مشر، ابوبکر البغدادي، د اسلامي خلافت اعلان وکړ، چې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري مخالفت یې راوپاراوه. الظواهري باور درلود چې د خلافت اعلان لپاره وخت مناسب نه دی، ځکه چې د امریکا پر وړاندې جګړه لا بشپړه شوې نه وه.

د داعش وحشیانه کړنې، لکه د مسلمانانو پر وړاندې د سخت تاوتریخوالي څخه کار اخیستل، د القاعدې د نړیوال جهاد پیغام ته سخت زیان واړاوه.
د داعش اقداماتو د جهادي خوځښتونو اعتبار کم کړ او د اسلامي نړۍ په منځ کې یې د القاعدې ملاتړ کم کړ.

د القاعدې نوې ستراتېژي: پر سیمه‌ ایزو تکتیکونو ته تمرکز

د داعش له راپورته کېدو او د نړیوال جهاد د ناکامۍ په رڼا کې، القاعدې خپله ستراتېژي بدله کړه. د دې نوې ستراتېژۍ تمرکز د مسلمان اکثریتي هېوادونو اشغال او په تدریجي ډول د اسلامي واکمنیو جوړولو ته دی. د القاعدې نوې ستراتيژي څلور برخي لري.

لومړی: ځايي کلتورونو ته درناوی او تدریجي شریعت پلی کول

دوهم: په هغو هېوادونو کې پراختیا چې امریکا پکې ډېره لیوالتیا نلري

درېیم: امریکا پورې تړلو دولتونو کې په خپله ګټه تدریجي بدلون راوستل

څلورم: اسلامي خلافت رامنځته کول

لومړی: ځايي کلتورونو ته درناوی او تدریجي شریعت پلی کول

په دې نوې ستراتېژۍ کې، القاعده هڅه کوي چې د ځايي خلکو زړونه او ذهنونه وګټي. د دې لپاره، القاعده هڅه کوي چې د شریعت قانون په تدریجي ډول او د خلکو د کلتورونو سره په موافقه تطبیق کړي. د دې مثالونه د سوریې په هیئت تحریر الشام کې لیدل کېږي، چې هڅه کوي د شریعت قانون په تدریجي ډول او د ځايي کلتورونو سره په مطابقت کې عملي کړي.

دوهم: په هغو هېوادونو کې پراختیا چې امریکا پکې ډېره لیوالتیا نلري

القاعده اوس هڅه کوي په هغو هېوادونو کې خپله واکمني پراخه کړي چې د متحده ایالاتو د ملاتړ څخه لرې دي، لکه افغانستان، یمن، او لیبیا.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نمونه د دې سیمه‌ ییزې ستراتېژۍ یوه ښه بېلګه ده. طالبان هڅه کوي چې ځان د یو مشروع حکومت په توګه وښيي او داسې څرګندوي چې خپلې اړیکې يې له القاعدې او نورو ترهګریز سازمانو سره پرې کړي خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ورستی را پور ښيي چې القاعده اوس هم په افغانستان کې د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي او د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د مدرسو په نوم روزنیز پوځي مرکزونه لري او د طالبانو په لیکو کې هم ډیر د دوي جنګیالي په پټ مخ فعالیت لري.

درېیم: امریکا پورې تړلو دولتونو کې په خپله ګټه تدریجي بدلون راوستل

القاعده هڅه کوي چې په سعودي او مصر کې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي او په تدریجي ډول د امریکا ملاتړ لرونکي دولتونه نه راوپرځوي. د دې لپاره، القاعده د اسلامي حکومت جوړولو لپاره د خلکو د نارضایتۍ څخه ګټه پورته کوي، ان په ځینو هیوادونو کې دوي خپله هڅه کوي چې دا نارضایتي رامنځته کړي او د اسلامي شریعت د نافذ کولو لپاره کار کوي. د دوي دا تکتیک هم په یوه ځای کې بریالی شوی، هغه افغانستان دی چې د امریکا ملاتړ لرونکی دولت يې چپه کړ او هلته په دوي پورې تړلی رژیم رامنځته شو.
القاعده غواړي په تدریجي توګه همدا پروسه نورو هیوادونو ته هم داخله کړي. دوي د جنوبي اسیا لپاره هم ډله جوړه کړې او داسې ویل کیږي چې بنګله دیش کې هم فعالیت لري.
دوي په دې ستراتيژۍ کې لومړی خپله ایډیالوژي هغه هیوادونو ته د تبلیغي اجتماع د لارې غځوي، کله چې دا فکر عام شو خلک خپله هلته د هغه دولتونو پر ضد پاڅون کوي.

څلورم: اسلامي خلافت رامنځته کول

که څه هم القاعده خپله ستراتېژي بدله کړې ده، خو اصلي هدف یې لا هم د اسلامي خلافت جوړول دي. دا هدف اوس د یو اوږد مهاله پروسې په توګه ګڼل کېږي، چې په تدریجي ډول د سیمه‌ ایزو دولتونو جوړولو، د سیمه‌ ایزې واکمنۍ پراخولو، او د مسلمان اکثریتي هېوادونو د یووالي له لارې ترلاسه کېږي. القاعده دا فکر لري چې ټول هغه دولتونه چې په امریکا پورې تړلي دي نظامونه يې د سوريې او افغانستان په ډول بدل کړي، او بیا هلته اسلامي دولتونه رامنځته کړي، کله چې د دې ټولو هیوادونو څخه امریکا لاس غوڅ شو نو بیا به دوي اسلامي خلافت اعلان کړي، پر همدې موضوع باندي د القاعدې او داعش تر منځ اختلاف رامنځته شو. ځکه ابوبکر البغدادي ویل چې دوي په کافي اندازه اسلامي خاوره تر کنترول لاندې لري، نو که خلافت اوس اعلان کړي ، د نړۍ مسلمانان به يې ملاتړ وکړي او په مسلمانه خاوره کې غیر اسلامي دولتونه به خلک چپه کړي او داعش سره به بیعت وکړي، خو ایمن الظواهري بیا ویل چې نه اوس يې وخت نه دی، موږ باید لومړی امریکا ته ماته ورکړو ، ځکه امریکا او د امریکا متحدین قوي دي او کولای شي، زموږ نظام چپه کړي، هغه پر پخواني ستراتيژي ټینګار لاره چې باید لومړی امریکا ماته شي، لکه شوروي اتحاد چې ړنګ شو ډېرو دولتونو خپلواکي تر لاسه کړه، نو کله چې امریکا ماته شي، امریکا پورې تړلي دولتونه به ونړیږي او خلافت به رامنځته کړو.

پایله

دا چې القاعدې د نړیوال جهاد څخه و اسیمه ایزو تکتیکونو ته خپله ستراتيژي بدله کړه ، دا يې ثابته کړه چې کولای شي په نوي بدلېدونکي نړیوال نظم کې ځان عیار کړي. سره له دې چې د نړیوال جهاد ستراتېژي ناکامه شوه، د دې نوې ستراتېژۍ تمرکز د دې سازمان لپاره نوی فرصت برابر کړ ترڅو د ځايي خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.

خو بیا هم، د داعش د سخت تاوتریخوالي میراث، د القاعدې داخلي ستونزې، او د نړیوالو ضد ترهګریزو هڅو دوام د دې سازمان لپاره لوی خنډونه دي. د القاعدې نوې ستراتېژي چې د ځايي حکومتونو جوړولو، تدریجي پرمختګ، او د اسلامي خلافت د جوړولو لپاره هڅه کوي، د دې سازمان د انطباق وړتیا ښيي. د دې پرمختګونو او بدلونونو تحلیل د دې لپاره اړین دی چې د افراطیت ریښې وپېژندل شي او د هغې د مخنیوي لپاره اغېزمنې ستراتېژۍ جوړې شي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here