یکشنبه, دسمبر 22, 2024
Homeافغانستاند طالبانو د عدلیې وزارت:تر اوسه ۷ قوانین په رسمي جریده کې...

د طالبانو د عدلیې وزارت:تر اوسه ۷ قوانین په رسمي جریده کې چاپ شوي

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته تر اوسه اووه قوانین په رسمي جریده کې چاپ شوي دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، چې دا قوانین د څېړنو، تدقیق او فقهې سرچینو پر بنسټ ترتیب شوي، چې د دوی د مشر له تصویب وروسته چاپ شوي دي.

سره له دې، چې د افغانستان اساسي قانون شته؛ خو بیاهم طالبان وایي، د دوی اساسي قانون قران دی او د قران پر بنسټ قوانین جوړوي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د امربالمعروف قانون له ګڼو نیوکو سره مخ شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here