لیکوال: رحمت شاه فراز
موږ له خواصو تر عوامو تقريبا ټول په زړه کې په دې باور لرو، چې اصل دين خو همدا دی، چې دا اوس زموږ په هېواد کې نافذ شوی دی. خو دا چې په دين کې اساني هم شته او بله دا چې د اوسني عصر غوښتنو ته هم بايد پام وشي، نو زموږ د عوامو او خواصو تمه دا وي، چې اوسني چارواکي دې له يو څه نرمي کار واخلي. د اوسنيو چارواکو په خلاف زموږ ټوله مقدمه د «نرمي» په اصل ولاړه ده او داسې نه ده، چې د مذهبي متونو په اساس موږ له دوی سره داسې استدلال کړی دی، چې دوی بې ځوابه شي او خپله غلطي پرې واضحه شي.
دوی عصري تعليم ته مباح وويل. دا يوازې د رسنيو په مخکې د جذباتو اغېز نه و، بلکې د دوی په ټول لټريچر کې عصري تعليم مباح منل شوی دی. خو پوښتنه دا ده، چې که مباح هم وي، نو د بنديز جواز يې له کومه راغی؟ په اسلام کې بنديز د حرام په معنا دی او يا ممکن د سد ذرايع له مخې پر يوه شي بنديز ولګول شي. خو زدکړې چې مباح دي او د سد ذريعه کوم ښکاره اړخ هم په ځان کې نه لري، نو يو مباح شی په کوم اساس حرام شوی دی؟ د قرآن په ژبه به ترې وپوښتو چې «لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ؟»
زموږ په مقدمه کې دوهم اصل د «ضرورت» دی. خو دا اصل په دې کمزوری دی، چې د ضرورت د اثبات لپاره له مذهبي متن نه استدلال نه شو کولی، خو د دې ضرورت د رد لپاره د خپل ځانګړي فکري جوړښت له مخې هر ډول استدلال کولی شو. که مباح هم وي او ضرورت هم وي، نو داسې يوه کار ته دې ولې جواز ور نه کړل شي؟ وجه يې دا ده، چې د اوسنۍ ډلې په مذهبي فکر کې ضرورت د شریعت له مصادرو څخه نه دی. دوی چې د هر شي لپاره مذهبي استدلال لټوي، د ضرورت لپاره به مذهبي استدلال له کومه کوي؟
زموږ په مقدمه کې دريم اصل د «حق» دی. دا اصل په دې وجه کمزوری دی، چې د حق په اړه زموږ ټول بنيادي تصور په ناسم استدلال ولاړ دی. موږ حق له يوه شخص څخه بېلېدونکی يا جدا شی ګڼو. چې بېل يې ګڼو، نو حق يو داسې څه دی، چې بيرون پروت دی او بل هر څه او څوک پرې قبضه کولی شي او بيا به د خپل حق د ترلاسي لپاره له حق تلفوونکي سره جنګ او جګړه کوو. د ښځو د تعليم حق هم په هوا کې معلق ځوړند و، يوه ډله راغله، په دې حق يې قبضه وکړه او اوس بايد يا وجنګېږو او يا لاس تر زنې کېنو او د دوی رحم و کرم ته په تمه شو. دا چې اوسنۍ ډله د يوه مذهب په استازيتوب کې ولاړه ده، نو اوس حق له ډلې سره هم نه دی، له مذهبي متن سره دی او مذهبي متن د حقونو مانيفيسټو نه ده، چې ور به شو او خپل حقونه به ترې وباسو. په دې چې د مذهبي متن له حقونو سره هېڅ راشه درشه نشته، مذهبي متن دومره کولی شي، چې د يوه حق د اصلاح او وضاحت په اړه احکام ورکړي، نور هېڅ هم نه شي کولی. مثلا «په اسلام کې سړی د واده حق لري» دا يوه بې معنا خبره ده. ايا تر دې پخوا سړو واده نه کاوه؟ ښځو ته يې د تجارت حق ورکړ. ايا پخوا تجارې ښځې نه وې؟
زموږ په مقدمه کې يوازينی اصل چې له پامه غورځېدلی دی او يوازې همدا اصل زموږ د ټولو اوسنيو ستونزو حل په ځان کې لري، د «ازادي» اصل دی. هر انسان ازاد خلق شوی دی. انسان ته ازادي خدای ورکړې ده، دغه ازادي له خدای پرته بل هېڅ څوک هم له انسان نه نه شي اخيستلای. د بشر ازادي له دې امله هم يوازنی قوي اصل دی، چې له مذهبي متن نه هم بې ساری استدلال ورته راوړلی شو او د دې حق تروړونکي هم په ټول مذهبي متن کې د هېڅ ازادي سلبوونکي اقدام په ملاتړ کې استدلال نه شي موندلی. په دې چې د دې حق د سلبولو په مقابل کې دوی له داسې پوښتنو سره مخ کېږي، چې ځواب يې د بشر په لاس کې نشته. مثلا دوی دا حق له کومه کړی، چې د خدای احکام په زور په خلکو نافذ کړي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې به يوازې يوه الهي لوحه را نازلېږي او په واضح ډول به دا ليکلي وي، چې «همدې اوسنۍ ډلې ته خدای دا حق ورکړی دی، چې د افغانستان په خلکو دين نافذ کړي.» لکه د طالوت په اړه چې حکم راغی او خدای واکمني ورکړه. که د دغې ډلې په تړاو دغسې اسماني لوحه نازله نه شي، نو بيا زه يا بل او بل ولې د خدای دين په ځمکه نه شو نافذولی، چې دوی يې نافذوي؟