لیکوال: تمهید سیلانی
سریزه
پراګماتېزم یو ځانګړی فلسفي مکتب دی چې د علم، فلسفې، او ټولنیزو علومو په بېلابېلو برخو کې مهم اغېز لري. دا نظریه د چارلز سانډرز پییرس، ویلیم جیمز، او جان ډیوي په څېر امریکایي فیلسوفانو لخوا د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې رامنځته شوه، چې وروسته یې په ټوله نړۍ کې وده وکړه. د پراګماتېزم اصل د دې نظریې پر اساس ولاړ دی چې هره نظریه یا مفهوم باید د هغې د عملي پایلو او اغېزو له مخې وارزول شي، نه یوازې د هغې د نظري جوړښت له مخې. دې فلسفې په علم، اخلاقو، ټولنپوهنه، او په ځانګړي ډول ژبپوهنه کې نوې لارې چارې رامنځته کړې. دغه مقاله د پراګماتېزم مفهوم، شالید، او د ژبپوهنې په ډګر کې د دې فلسفې ارزښت او کارونې ته ځانګړې شوې ده.
پراګماتېزم څه ته وايي؟
پراګماتېزم یو فلسفي او علمي جریان دی چې د حقایقو او مفهومونو په ارزونه کې یې د عمل پایلو او ګټو ته ډېره پاملرنه کوي. په بل عبارت، پراګماتېزم په دې باور دی چې د یوې نظريې یا باور ارزښت او ریښتینولي د هغې په عملي اغېزو او نتایجو پورې تړلې ده. که څه هم دې مکتب کې بېلابېل تفسیرونه او نظریې شتون لري، خو د پراګماتېزم اساسي فلسفه دا ده چې حقیقت باید د انساني تجربې او د هغې د نتایجو له مخې وارزول شي.
د پراګماتېزم بنسټګرانو، لکه چارلز سانډرز پییرس، ویلیم جیمز، او جان ډیوي، دا نظریه پر دې اصل بنا کړه چې د یوې نظریې یا مفکورې ریښتینولي یوازې هغه وخت معلومېږي چې د هغې عملي اغېز او کارونه ازمویل شوي وي. دوی باور درلود چې په فلسفې او نورو علومو کې د نظریاتو اهمیت باید د هغوی د عملي ګټو پر اساس وټاکل شي، نه یوازې د هغو پر تخیلي یا نظري کیفیت.
پراګماتېزم هڅه کوي له دې فلسفي نظر سره مرسته وکړي چې د یوه شي یا نظر اهمیت او ارزښت د هغه په کارېدنه او اغېز پورې تړاو لري. د بېلګې په توګه، د اخلاقو، علم، او دین په برخو کې، پراګماتېزم باور لري چې یوازې هغه نظریې باید د حقیقت وړ وګڼل شي چې په عملي ژوند کې مثبتې پایلې ولري او د انسانانو لپاره ګټورې ثابتې شي.
پراګماتېزم په اصل کې د ساینسي او علمي شواهدو، ازمایښت، او تجربې له لارې د حقایقو په درک ټینګار کوي. دا فلسفه په دې باور ده چې پوهه باید د نظریاتو د عملي او ازمویل شوې بڼې پر اساس ترلاسه شي او په همدې توګه يې د حقیقت او پوهې د اعتبار معیار هم ټاکلی.
د پراګماتېزم شالید
پراګماتېزم د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د امریکا په فلسفي چاپېریال کې د یوه قوي فلسفي مکتب په توګه وده وکړه. د پراګماتېزم مخکښ فیلسوفان، لکه چارلز سانډرز پییرس، ویلیم جیمز، او جان ډیوي، هر یو د دې نظریې په وده کې ځانګړې ونډه لرله. یاد فیلسوفان په دې باور و چې فلسفه باید د انسانانو په عملي ژوند کې مثبت اغېز ولري او د ژوند د اسانتیا سبب شي.
چارلز سانډرز پییرس( ۱۹۱۴-۱۸۳۹)
چارلز سانډرز پییرس د پراګماتېزم د بنسټ ایښودونکي په توګه پېژندل کېږي. هغه د دې فلسفې لومړني بنسټونه کېښودل او پر دې ټینګار یې درلود چې پوهه باید د تجربې او علمي مېتود له لارې ترلاسه شي. پییرس د “پراګماتېزم اصل” یا “د پراګماتېزم مېتود” په نوم یوه نوې نظریه وړاندې کړه، چې په دې کې یې وویل چې د یوې خبرې یا نظریې ریښتینی معنا باید د هغې د عملي پایلو په رڼا کې وارزول شي. پییرس دې ته ډېر ارزښت ورکاوه چې د هر مفهوم اصلي معنا یوازې هغه وخت په بشپړه توګه درک کېدای شي چې د هغې پایلې له نېږدې وڅېړل شي.
ویلیم جیمز (۱۹۱۰-۱۸۴۲)
ویلیم جیمز د پراګماتېزم دویم مخکښ و او هغه دې فلسفې ته یو ټولنیز او رواني اړخ هم ور اضافه کړ. جیمز باور درلود چې حقیقت نسبي دی او باید د انسانانو د فردي تجربو او اړتیاوو له مخې و ارزول شي. هغه پراګماتېزم ته داسې تعریف ورکړ چې په هغه کې د انسانانو ازادي او د تجربې پراخوالی مهم وبلل شو. د ویلیم جیمز له نظره، حقیقت باید په هغو مفکورو کې ولټول شي چې د خلکو لپاره په عملي ډول ګټورې وي او د دوی د ژوند د ښه والي لپاره مثبتې پایلې ولري.
جان ډیوي (۱۹۵۹-۱۸۵۲)
جان ډیوي د پراګماتېزم د تعلیم او ټولنیز اغېز په برخو کې مهم رول لوبولی دی. هغه د پراګماتېزم اصل په ښوونه او روزنه کې د عملي تجربو د ترویج لپاره وکاراوه او باور یې درلود چې فلسفه باید د انسانانو د ژوند د اسانتیا لپاره وکارول شي، نه یوازې د نظري بحثونو لپاره. ډیوي په دې نظر و چې فلسفه باید د ټولنې او زدهکړې لپاره عملي ګټه ولري او ټولنیز بدلونونه په کې د خلکو د تجربو او اړتیاوو له مخې درک شي.
په لنډه توګه، پراګماتېزم د ۱۹مې پېړۍ په پای کې د امریکایي فیلسوفانو له لوري پیل او وده وکړه. دا مکتب په دې باور دی چې حقیقت او پوهه باید د تجربو او عملي اغېزو له مخې وارزول شي او د انسان د ژوند د اسانتیا او د ټولنې د پرمختګ لپاره وکارول شي. پراګماتېزم په فلسفه کې د یو مهم بدلون پیل ونښه شوه، چې وروسته په نړۍ کې د فلسفي او علمي نوښتونو لپاره یوه مهمه سرچینه وګرځېده.
له نورو علومو سره د پراګماتېزم اړیکې
پراګماتېزم، د خپل انعطافپذیر او د تجربې پر بنسټ جوړ شوي مېتود له امله، د بېلابېلو علومو په وده کې مهم رول لوبولی. د دې فلسفې اصل دا دی چې حقیقت او پوهه باید د عملي او تجربوي پایلو له مخې وارزول شي، چې دا طریقه په بېلابېلو برخو کې د علمي او نظري ودې لپاره ګټوره تمامه شوې ده. له همدې امله، پراګماتېزم د علومو او فلسفې په بېلابېلو برخو کې یو اغېزناک بنسټ ګڼل کېږي.
پراګماتېزم او علم
پراګماتېزم په علمي نړۍ کې ځانګړی اغېز کړی، په ځانګړي ډول په تجربوي علومو لکه فزیک، کیمیا، او بیولوژي کې. د دې فلسفې له مخې، علمي تیورۍ هغه وخت اعتبار مومي چې ازمویل شوې وي او د نتایجو له مخې ګټوره ثابتې شوې وي. د چارلز سانډرز پییرس له نظره، علم باید د ثبوت او تجربې له لارې د حقیقت درک وکړي، چې په دې کې د علمي څېړنو ازمایښت او د شواهدو ارزونه مهم ځای لري. پراګماتېزم د علم په نړۍ کې دا اصل وړاندې کړی چې هر علمي نظر باید د تجربو او شواهدو له لارې تایید شي او یوازې هغه نظریات د منلو وړ دي چې پایلې یې انسان ته ګټه ورسوي.
پراګماتېزم او ریاضیات
په ریاضیاتو کې، پراګماتېزم د ریاضيکي حقیقت د اعتبار په اړه د یوې ځانګړې لیدلوري ملاتړ کوي. پراګماتېزم ریاضي ته په دې سترګه ګوري چې ارزښت یې باید د عملي ژوند په اړتیاوو او اغېزو پورې اړه ولري. د پراګماتېزم د میتود له مخې، ریاضیات هغه وخت ګټورې ثابتېږي چې عملي ستونزې پرې حل شي. د دې له امله، پراګماتېزم په ریاضیاتو کې د عملي کارونو او د هغو د اغېزو په اړه مثبت نظر لري او باور لري چې ریاضيک مفهومونه هغه وخت د ارزښت وړ دي چې د ژوند اړتیاوې ورباندې حلېږي.
پراګماتېزم او ټولنپوهنه
په ټولنپوهنه کې هم پراګماتېزم ځانګړې ونډه لري. د ټولنپوهنې په علم کې پراګماتېزم دې اصل ته وده ورکړې چې ټولنیز ارزښتونه، باورونه، او دودونه باید د هغوی د عملي اغېز له مخې وارزول شي. د دې له مخې، هغه ټولنیز ارزښتونه د منلو وړ دي چې د خلکو لپاره د ژوند د اسانتیا سبب ګرځي. جان ډیوي، چې په پراګماتېزم کې مخکښ فیلسوف و، باور درلود چې ټولنیز بدلون باید د خلکو له تجربو او اړتیاوو څخه الهام واخلي. پراګماتېزم په ټولنپوهنه کې د ټولنیزو تګلارو او ارزښتونو د عملي ګټو په ارزونه کې مرسته کړې او پر دې یې ټینګار کړی چې ټولنه باید د اړتیاوو او تجربو پر اساس وده وکړي.
پراګماتېزم او ژبپوهنه
پراګماتېزم په ژبپوهنه کې یوه مهمه ونډه لري، او په ژبپوهنه کې د دې نظریې له مخې د ژبې مطالعه نه یوازې د هغې د قواعدو او جوړښت له مخې ارزول کېږي، بلکې په دې کې د ژبې عملي استعمال او د هغې ټولنیزې او کلتوري اغېزې هم ارزول کېږي. د ژبې د پراګماتېکي تحلیل له مخې، د ژبې اصلي ارزښت د هغې په کارونه، د هغې له لارې د افکارو په تبادله، او د ټولنیز ژوند په همغږي کولو کې دی. پراګماتېزم په ژبپوهنه کې پر دې ټینګار کوي چې ژبه د یوې وسیلې په توګه ارزښت لري او د خلکو په ورځني ژوند کې د هغې کارونه باید د هغې د ګټې او اغېز پر اساس وڅېړل شي.
د پراګماتېزم او ژبپوهنې اړیکې
پراګماتېزم او ژبپوهنه له یو بل سره ژوره اړیکه لري، ځکه چې د دواړو تمرکز د ژبې او افکارو پر عملي اړخونو دی. په پراګماتېزم کې دا نظریه موجوده ده چې پوهه، حقیقت، او معنا باید د هغوی د کارونې، تجربوي اغېز، او عملي پایلو له مخې وارزول شي. په ورته ډول، ژبپوهنه په پراګماتېکي تحلیل کې ژبې ته له دې نظره ګوري چې څنګه خلک په ورځني ژوند کې ژبه کاروي او څنګه له ژبې څخه د ټولنیز او کلتوري تاثیر لپاره ګټه اخلي.
د ژبپوهنې د پراګماتېکي څانګې مفهوم
په ژبپوهنه کې، پراګماتېزم هغه څانګه ده چې په ژبې کې د ویناوال او اورېدونکي ترمنځ د پیغام د انتقال پر لارې او معنی تمرکز کوي. دې برخه کې نه یوازې د ژبې قواعد او جوړښت مهم دي، بلکې د ژبې د عملي کارونې اړخونه، لکه د افکارو تبادله، د ټولنیز چاپېریال پېژندل، او د هغو معناګانو درک کول چې په مستقیمه توګه بیان شوي نه وي، هم مهم دي. په دې توګه، د پراګماتېزم او ژبپوهنې اړیکې په دې باندې راڅرخي چې د ژبې ارزښت یوازې په دې کې نه دی چې څه ویل کېږي، بلکې په دې کې دی چې څرنګه ویل کېږي او د ژبې عملي کارونه یې څه دي.
د وینا د عمل تیوري (Speech Act Theory)
د پراګماتېزم نظریه په ژبپوهنه کې د وینا د عمل تیورۍ (Speech Act Theory) ته وده ورکړې. دې تیورۍ ته لومړنۍ وده د پراګماتېزم د اصولو له مخې ورکړل شوې وه، چې د یوه د خبرې کولو په وخت کې د وینا عمل او اغېز مهم بولي. جان سرل (John Searle) او جی. اېل. آستین (J.L. Austin) په دې باور وو چې هره خبره یوازې د یوې جملې په توګه نه، بلکې د یوه عمل په توګه هم ارزښت لري. له دې امله، د وینا دعمل تیوري دا ټکي روښانه کوي چې څنګه یو شخص د وینا پر مهال یو عمل ترسره کوي، لکه ژمنه کول، غوښتنه کول، یا بل څوک بلل. په دې توګه، د پراګماتېزم دا اصل په ژبپوهنه کې مرسته کوي چې ژبه د افکارو د تبادلې یوه وسیله وګڼي، چې په هغې کې ټولنیز عملونه او اغېزمنتیا مهم ځای لري.
د ټولنیزو او کلتوري شرایطو اغېز
پراګماتېزم په ژبپوهنه کې پر دې ټینګار کوي چې د ژبې کارونه باید د ټولنیزو او کلتوري شرایطو له مخې وڅېړل شي. د پراګماتېزم له نظره، ژبه یوازې د قواعدو او جوړښتونو یو سیستم نه دی؛ بلکې د ټولنیزو شرایطو سره په اړیکه کې د معنا او مفهوم په انتقال کې مهم رول لوبوي. د بېلګې په توګه، د یو شخص وینا په یوه ځانګړي کلتوري چاپېریال کې ممکن له بله چاپېریاله توپیر ولري او دا توپیر د ژبې د پراګماتېکي تحلیل په مرسته درک کېدای شي. له همدې امله، پراګماتېزم په ژبپوهنه کې د ژبې د اجتماعي او کلتوري اغېزو د مطالعه کولو لپاره یوه مهمه نظریه ګڼل کېږي.
په ژبپوهنه کې د پراګماتېزم د اهمیت
په ژبپوهنه کې د پراګماتېزم اهمیت په دې کې دی چې دا فلسفه د ژبې د معنا په تحلیل کې د عملي ژوند او ټولنیزو اړتیاوو اړخونو ته ځانګړې پاملرنه کوي. پراګماتېزم د ژبپوهنې له لارې دا روښانه کوي چې د ژبې مطالعه باید د هغې د ګټورتیا، د ټولنیزو اړیکو په جوړولو، او د کلتوري پیغامونو په لیږد کې ارزول شي. د دې فلسفې په رڼا کې ژبه یوازې یوه وسیله نه ده چې د افکارو څرګندولو لپاره کارېږي، بلکې یو عملي عمل دی چې د ټولنیزو اړیکو او کلتوري ارزښتونو په وده کې مرسته کوي.
په ژبپوهنه کې د پراګماتېزم پیل
پراګماتېزم د فلسفې له ډګره ژبپوهنې ته په داسې وخت کې داخل شو چې په ژبپوهنه کې د ژبې د عملي کارونې او د ویناوالو ترمنځ د اړیکو ارزونې اړتیا ډېره محسوسه شوه. د ۲۰مې پېړۍ په دویمه نیمايي کې، د ژبې علم یا ژبپوهنه تر ډېره د نحوې او معنی پېژندنې پر میتودونو راڅرخېده، خو په همدې وخت کې پوهانو ته دا اړینه ښکاره شوه چې ژبه یوازې د قواعدو یو سیستم نه دی، بلکې د انسانانو ترمنځ د متقابل تفاهم یوه وسیله ده. په دې توګه، د پراګماتېزم اصول په ژبپوهنه کې د ژبې د عملي او ټولنیز اړخ په څېړنه کې د یوې نوې څانګې په توګه وده وکړه.
جی. اېل. آستین او د وینا عمل نظریه (Speech Act Theory)
د پراګماتېزم د ننوتلو لومړنۍ هڅې په ژبپوهنه کې د جی. اېل. آستین (J.L. Austin) له خوا وشوې. آستین په خپل کتاب *”How to Do Things with Words”* کې وړاندې کړه چې خبرې یوازې د معنا انتقال لپاره نه دي، بلکې خبرې پخپله یو ډول عمل هم دی. د آستین له نظره، وینا د هغه شخص اراده ښکاره کوي چې غواړي په مخاطب باندې یو ځانګړی اغېز وکړي. د ده په وینا، هره جمله یوازې د یو خبر د ورکولو وسیله نه ده، بلکې یو ټولنیز عمل هم ترسره کوي، لکه ژمنه کول، پوښتنه کول، امر کول، او نور.
جان سرل او د وینا عمل پراختیا
د آستین له نظریاتو الهام اخیستل شوی او د جان سرل (John Searle) لخوا وده ورکړل شوه. سرل د وینا عمل نظریه پراخه کړه او د وینا عملونه یې په بېلابېلو کټګوریو کې تنظیم کړل، لکه امر کول، هیله کول، پوښتنه کول او نور. د دې نظریې له مخې، د وینا هر عمل ځانګړي ټولنیز قواعد او شرایط لري چې په هغه کې د دې عمل معنی او اغېز ټاکل کېږي. د سرل کار د دې لپاره یوه مهمه هڅه وه چې د ژبې عملي استعمال د پراګماتېزم په رڼا کې وڅېړي او دا روښانه کړي چې د ژبې ریښتینی ارزښت باید د هغې په کارونه کې وموندل شي.
د ګرايس نظريه او د ژبې ضمیمي معناوې (Implicature)
د ګرايس د همکارۍ اصل (Cooperative Principle) او د ضمیمې مفهوم په ژبپوهنه کې د پراګماتېزم په وده کې مهم رول درلود. د ګرايس په نظر، کله چې خلک خبرې کوي، دوی د همکارۍ یو ډول قواعد تعقیبوي، لکه د خبرو صداقت، واضحیت، اړوندوالي، او بشپړتیا. د دې له مخې، یو ویناوال نه یوازې په مستقیمه توګه مطلب بیانوي، بلکې ځینې ضمني معناوې هم وړاندې کوي چې اورېدونکي یې باید په ټولنیز او کلتوري شرایطو کې درک کړي.
ګرايس دې نظریې ته “ضمیمه” نوم ورکړ، او دا یې روښانه کړه چې په ډېرو مواردو کې د ویناوال پیغام اصلي معنا یوازې د مستقیمو الفاظو پر بنسټ نه، بلکې د متن په شاوخوا شرایطو او ټولنیزو معناوو پورې تړلې وي. د ګرايس د نظريې له مخې، د ژبې حقیقي پوهه باید د کلمو تر شا د پټو یا ضمیمي پیغامونو د درک پر بنسټ وڅېړل شي او همدا د پراګماتېزم د مفهوم بنسټیزه برخه جوړوي.
د پراګماتېزم پراختیا او په ژبپوهنه کې د دې اغېز
د ګرايس او نورو پوهانو هڅې په ژبپوهنه کې د پراګماتېزم لپاره لاره پرانیسته او په دې برخه کې د ژبې د عملي کارونې او ټولنیز تاثیر اهمیت روښانه شو. د دې څېړنو له امله، پراګماتېزم په ژبپوهنه کې یوه مهمه څانګه وګرځېده چې د ژبې تحلیل یوازې د قواعدو او ژبني جوړښت پر بنسټ نه کوي، بلکې په ټولنیزو شرایطو او د ویناوالو په نیتونو کې یې معناوې او ارزښتونه لټوي. د وینا د عمل تیوري، همکاري اصل، او ضمیمې د پراګماتېزم مهمې برخې دي چې د ژبپوهنې په ډګر کې د ژبې د مفهوم او کارونې په درک کې بنسټیز بدلونونه رامنځته کړي دي.
په دې سره، د دې برخې پای ته رسېدو سره، وضاحت ورکوو چې څنګه پراګماتېزم د ژبپوهنې په برخه کې یوه نوې او ژوره څېړنیزه ساحه رامنځته کړه، چې نه یوازې د ژبې د کارونې میکانیزم، بلکې ټولنیز او کلتوري اغېز هم په پام کې نیسي.
په ژبپوهنه کې د پراګماتېزم ارزښت
پراګماتېزم په ژبپوهنه کې د ژبې د عملیاتي یا عملي کېدونکي او ټولنیز اړخ په ارزښت پوهېدو کې خورا مهم رول لري. د دې فلسفې له مخې، د ژبې حقیقي معنا یوازې د هغې قواعدو او جوړښت له مخې نه، بلکې د هغې په کارونه، د ویناوالو ترمنځ په متقابل فهم، او د ټولنیزو شرایطو په سیاق کې درک کېږي. د ژبپوهنې په ډګر کې، پراګماتېزم دا وضاحت ورکوي چې څنګه خلک ژبه د ټولنیزو اړیکو د ودې، د کلتوري ارزښتونو د تبادلې، او د متقابل تفاهم لپاره کاروي. پراګماتېزم په ژبپوهنه کې د ژبې مطالعه له قواعدو او محدودو جوړښتونو څخه راوباسي او په انساني تجربو او عملي پایلو یې تمرکز کوي.
د متقابل تفاهم او اړیکو ارزښت
پراګماتېزم د ژبپوهنې لپاره د ژبې د عملي کارونې اهمیت روښانه کوي، او دا مفهوم وړاندې کوي چې ژبه یوازې د معنا د انتقال وسیله نه ده، بلکې د خلکو ترمنځ د اړیکو جوړولو او د ټولنیزو شبکو د وده لپاره کارول کېږي. پراګماتېزم په ژبپوهنه کې د دې پر ځای چې یوازې د قواعدو تحلیل وکړي، پر دې تمرکز کوي چې څنګه خلک ژبه د اړیکو په پروسه کې په موثریت او روڼتیا سره کاروي.
د کلتوري او ټولنیزو معناوو درک
پراګماتېزم په ژبپوهنه کې دا روښانه کوي چې د ژبې معنا ډېری وخت په ټولنیزو او کلتوري شرایطو پورې تړلې ده. د ګرايس د ضمیمي معناوو نظریه په دې برخه کې د پراګماتېزم مهمه څانګه ده چې وایي د ژبې حقیقي مانا په مستقیم ډول نه، بلکې د کلتوري او ټولنیزو شالیدونو له مخې درک کېږي. د بېلګې په توګه، په یوې ټولنه کې یو ډول محاوره ممکن په بله ټولنه کې بل ډول وپېژندل شي. پراګماتېزم د ژبې دا څو اړخیزوالی روښانه کوي او په ژبپوهنه کې د ژبې د پټو او ضمني معناوو په درک کې مرسته کوي.
د ژبني دخطاګانو او مبهمو ویناوو درک
د پراګماتېزم په مرسته، ژبپوهان کولی شي د ژبني دخطاګانو، مبهمو ویناوو، او د وینا په وخت کې د نیت یا مفکورې د بدلون په مواردو کې د ژبې حقیقي مفهوم او معنا په ښه توګه وپېژني. د بېلګې په توګه، کله چې یو شخص د طنز په توګه یو نظر وړاندې کوي، د هغه اصلي معنا په مستقیمه توګه نه درک کېږي، او یوازې د پراګماتېزم له مخې پوهېدلای شو چې د هغه اصلي موخه څه وه. دا د پراګماتېزم یوه مهمه برخه ده چې ژبپوهان دې ته هڅوي چې د ژبې کارونه د ټولنیزو او رواني شرایطو په رڼا کې وڅېړي.
د وینا او اورېدلو مهارتونو پرمختګ
پراګماتېزم په ژبپوهنه کې د وینا او اورېدلو مهارتونو د ودې لپاره یوه ګټوره فلسفه ده، ځکه چې دا یوازې د جملو د جوړښت تحلیل نه کوي، بلکې د خبرو په وخت کې د ویناوالو ترمنځ د متقابلې همکارۍ، همغږي، او مفاهمې اړتیا هم روښانه کوي. د ګرايس د همکاري اصل او د وینا د عمل تیوري د دې لپاره ښې بېلګې دي، ځکه چې دا نظریات دا روښانه کوي چې د اغېزمنو اړیکو لپاره د وینا کوونکي او اورېدونکي ترمنځ همکاري اړینه ده.
د ژبنیزو څېړنو پراختیا
پراګماتېزم د ژبپوهنې په څېړنو کې د ژبې د کارونې مطالعه پراخه کړې، چې په دې کې د ژبني پېژندنې نوي اړخونه، لکه د ژبې ټولنیزې اغېزې، د وینا د سیاق اهمیت، او د ژبې انعطافپذیري شامل دي. پراګماتېزم ژبپوهان دې ته هڅولي چې د ژبې د علم په برخه کې نوي مېتودونه او نظریات وکاروي او د ژبې اهمیت په ټولنیز او کلتوري سیاق کې وڅېړي.
په پایله کې، پراګماتېزم په ژبپوهنه کې د ژبې د کارونې او ټولنیزو اړخونو د درک لپاره یوه ارزښتناکه فلسفه ده. دا د ژبپوهنې څېړنې د معنا، کلتور، او ټولنیزو اړیکو په رڼا کې پراخوي او د ژبې حقیقي ارزښت په ټولنیز ژوند کې د هغې په کارونه او ټولنیزو اغېزو کې لټوي.
پایله
پراګماتېزم په ژبپوهنه کې یوه پراخه او مهمه فلسفه ده چې د ژبې د کارونې ټولنیز او عملي اړخونه روښانه کوي. دا فلسفه د ژبې کارونې او ټولنیز تاثیر په ښه توګه ارزوي او د ژبپوهنې د څېړنې لپاره د نوو لارې چارې برابروي. پراګماتېزم په ژبپوهنه کې د دې لپاره مهم دی چې ژبه د قواعدو نه، بلکې د ټولنیزو اړیکو او متقابل تفاهم لپاره یوه ګټوره وسیله وښيي.
نوت: په ژبپوهنه کې د پراګماتېزم پر عملي کارونې نورو لیکنو کې بحث که ژوند باقي و