دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeافغانستانذبیح الله مجاهد:خلیل الرحمن حقاني د داعش په وحشیانه برید کې وژل...

ذبیح الله مجاهد:خلیل الرحمن حقاني د داعش په وحشیانه برید کې وژل شوی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د دوی د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د داعش په یوه «وحشیانه» برید کې وژل شوی دی.

ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د خلیل حقاني مړینه د طالبانو لپاره یوه لویه ضایعه ده.

هغه لیکلي:«خوارج چې ځانونه مسلمانان بولي، خلیل الرحمن حقاني وواژه»

تر اوسه داعش ډلې د طالبانو د کډوالو چارو د وزیر د وژنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې خليل الرحمن حقاني نن د وزارت دننه انګړ کې د ماسپښين لمانځه څخه د وتلو پر مهال د ځانمرګي بريد ښکار شو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here