د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار قاري سعید خوستي رسنیو ته ګوتڅنډه وکړه او افغان خبریالان یې سپین سترګې یاد کړل.
نوموړي د خلیل الرحمن حقاني وژنې ته په غبرګون کې په خپل ایکس پرته له دې چې د چا نوم واخلي ولیکل:«د نظام یو شهيد ته د وژل شوې کلمه کارول ډیره سپين سترګي ده
له اخلاقو، انسانیت، ښې رويې بده استفاده مه کوئ
نمک حرامي مه کوئ»
د یادونې وړ ده چې په کور دننه د طلوع په ګډون ګڼو رسنیو خلیل رحماني حقاني وژل کیدو ته د «شهید» خطاب کړی دی.