دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeافغانستاند خلیل الرحمن حقاني وژنې ته غبرګونونه؛سراج الدین حقاني ته منسوب ایکس...

د خلیل الرحمن حقاني وژنې ته غبرګونونه؛سراج الدین حقاني ته منسوب ایکس پاڼې لیکلي،«د مشرانو شهادتونه مونږ نه کمزوري کوي»

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني وژنې ته غبرګون کې سراج الدین حقاني ته منسوب ایکس پاڼې د نوموړي وژل کیدل تایید کړي او لیکلي:«د مشرانو شهادتونه موږ نه کمزوري کوي بلکې عزمونه مو نور هم راقوي کوي.»

ښاغلي حقاني ته منسوب دغې پاڼې لیکلي چې خلیل الرحمن ريښتنی، مشر او له لمبو را وتلی سړی وو چې آرمان یې شهادت وو او خپلې موخې ته ورسید.

د یادونې وړ ده چې خلیل الرحمن حقاني په کابل ښار کې د کډوالو چارو وزارت د ننه شوې برید کې د څلورو نورو کسانو سره یوځای وژل شوی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here