لیکوال: میثاق امیرزی
تير تاريخ:
شام، چې اوسنی سوریه یې یوه برخه ده د نړۍ له تر ټولو زړو تمدنونو او سیمو څخه شمېرل کېږي. په دې سیمه کې ښاري تمدن له ميلاد څخه ۳۰۰۰ کاله مخکې رامنځته شوی دی او د زرګونو کلونو لپاره د بېلابېلو تمدنونو، دینونو، او کلتورونو زانګو په توګه پېژندل شوې ده.
د نیولیتیک، د ایبلا او ماري ښارونه، د اکدي، بابلي، او اشوري واکمنۍ، د فینیقیانو، هخامنشيانو او رومي او بیزانسي امپراتوريو ستر مرکز بلل کېدی.
د (۶۳۴-۶۳۶) م کلونو په دوران کې سوريه د مسلمانانو له خوا فتح شوه. د اموي خلافت مرکز دمشق شو، چې د اسلامي تمدن په زرینه دوره کې مهم رول درلود. د عباسيانو او صلیبیانو په دورو کې شام د سیاسي او پوځي شخړو مرکز و او عثمانیانې ترکانو تر نږدې څلورو پېړیو پورې په دې خاوره واکمني درلوده. تر لومړۍ نړيوالي جګړې وروسته په ۱۹۲۰م کال دا خاوره (سایکس-پیکو تړون په اساس) د فرانسې تر قیمومیت لاندې راغله. سوریې په ۱۹۴۶م کال خپله خپلواکي ترلاسه کړه.
اوسنی کړکيچ:
د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته، سوریه په سیاست کې د بېثباتۍ، کودتاوو، او سیمهییزو شخړو سره مخ وه. په ۱۹۶۳ کې د پوځ د ملاتړ په وسیله بعث ګوند چې له اقلیت شیعیه علوي مذهب څخه وو، د کودتا په مټ واک ترلاسه کړ. حافظ اسد د بشر اسد پلار د دې کودتا مهم ګډونوال و. حافظ اسد په ۱۹۷۱ کې د ټولپوښتنې له لارې د سوریې د ولسمشر په توګه خپل مقام رسمي کړ.
حافظ اسد د واک ترلاسه کولو وروسته د بعث ګوند، پوځ، او استخباراتي ادارو ټول کنټرول په لاس کې ونیوی، دیکتاتوري او استبداد یې پیل کړ، اکثریتونه یې محکوم کړل، د اقلیتونو ملاتړ ترلاسه کولو، د علوي ټولنې ځواکمنولو، او د خپل کورنۍ رول پیاوړي کولو ته یې ملا وتړله چې دا چاره د نورو اکثريتونو او مذهبونو لپاره یې د مخالفت لپاره زمينه برابره کړه.
د حافظ اسد له مرګ وروسته د هغه زوی د سترګو ډاکټر بشر اسد د واک په ګدۍ کښيناست او دونيمي سلیزي یې د ایران، روسیې او د ايراني نیابتي ډلو په مټ خپل استبداد، ظلم او بربريت د سوریې په ولس وچلاوه.
د ۲۰۱۱م کال د عرب پسرلي د پاڅونو وروسته د بشر اسد له لوري نوموړي پاڅونونه په بې رحمه او تعصبي ډول وټکول شول، دا چاره ددې سبب شوه چې نوموړي سوله ايز او د ملتونو د ارادې زيږنده طبیعي پاڅونونه په وسلوالو شخړو بدل شي؛ د حکومت مخالفينونو وسلو ته لاس واچاوه، د سوريې د حکومت او ولس بهرنيو او سيمه ايزو سيالانو او دښمنانو دا وخت خپل فرصت وبلی، ايران، سعودي عرب، ترکیې، امریکا، روسيې او اسراییلو له فرصت څخه په استفاده خپل نيابتې ډلې تقویه کړې او سوريه د کورنۍ شخړو په ميدان بدله شوه.
له دې وروسته سوريه د حکومت د مخالفينو یعني القاعدې، داعيش، النصره، احرار شام او د اسد د حکومت او د هغه د ملاتړو یعني حزب الله، حشد الشعبي، فاطمینو، زینبيونو او د حوثيانو ترمنځ د خونړيو شخړو په ميدان بدله شوه. بلاخره د اسد رژیم له یوه لوري د روسيې، ايران او د ايران د نیابتي ډلو په مټ او له بله لوري د داعيش له لوري د سوریې د ولس د تمايلاتو خلاف د وحشيانه کړنو په سبب؛ وتوانيده خپل مخالفين وټکوي او تر حلب او ادليب پوري یې په شا وتمبوي.
د سوريې، ترکیې، سعودي عرب، ايران او روسیې ترمنځ د هوکړي په اساس پريکړه وشوه د اسد حکومت به په حلب کې د حکومت په مخالفينو کار نه لري او هغوی به هلته میشت وي او مخالفين به د اسد خلاف اقدام نه کوي، ولي د اسد رژیم د ترکیې سره د همدې هوکړي مخالفت وکړ او د ۲۰۱۶م کال د ډسمبر په مياشت کې يې به حلب یرغل وکړ، هلته یې د ايران او روسيې او نيابتي ډلو به مټ قتل عام وکړ او له حلب څخه يې خپل مخالین وایستله. دې چاري له یوه لوري د ترکیې غوسه راوپاروله او له بله لوري مخالفينو هڅي شروع کړې چې د القاعده او داعیش د ناوړو کړنو د جبران لپاره لاس په کار شي؛ هماغه وو چې لومړی یې په ۲۰۱۷ کال د مخالیفنو ترمنځ نوی یوالی او نوې ډله د هیت تحریر الشام په نوم رامنځته کړه او بیا یې په ادلیب کې خپله افراطي څيره تغير کړه، د پوځونو د روزلو، د زده کړو مراکز، د سپورت مرکزونه او نوري بشري او ټولنيزي چاري يې ترسره کړي او هيت تحریر الشام مشر محمدالجوالاني اعلان وکړ چې ددوی موخه نړيوال جهاد نه دی؛ بلکي یوازي غواړي د اسد رژیم راچپه کړي. د هيت تحریرالشام همدا منځلاری دریځ، د نړیوال جهاد څخه ځان راګرځول او د ترکیې غصه ددې سبب شوه چې دا ډله او ترکيه فرصت ته انتظار شي.
کله چې روسيه په اکراين کې ښکېل شوه، او په ايران کې د اصلاح غوښتونکو له واک ته رسيدو وروسته او د اسرايلو له لوري د دوی د نيابتي ډلو یعني حزب الله له ځپلو څخه وروسته، هيت تحریرالشام او ترکيې فرصت ترلاسه کړ چې د اسد د رژیم د بې پروايې او ناخبرتيا څخه په استفاده داسې جګړه پیل کړي چې تراوسه د نړۍ ټول سیاست پوهان حیران دي چې څنګه په معجزوی ډول هيت تحریر شام پرمختګ وکړ او د اسد رژیم په دومره چټکۍ سره واک له لاسه ورکړ.
راتلونکی:
که هم د تحریري ځواکونو مشر خپلو پلویانو ته امر کړی چې په دمشق کې دولتي دفترونو او موسسو ته ور نژدې نشي. واک لومړي وزیر په لاس کې اخیستی او مخالفینو ته یې د ورسپارلو پر سر پر وروستیو تیاریو بوخت دی. خو ويره داده چې ددی هيواد ګڼ قوميز او ګڼ مذهبیزجوړښت ته په کتو چې له يوه لوري کردان د امريکا په ملاتړ د هيواد لویه برخ په واک کې لري او له بله لوري علوي اقلیت او تحریر شام او په تحریر شام کې د بيلو بیلو ډلو شتون به د سوریې د راتلونکی سیاسي جوړښت په سر کومي پایلي ته ورسیږي. ایا دې خلکو به له خپلو اږودو بدبختيو، افراطي تاریخ او د سیمي هیوادونو د سوی نیت څخه زده کړه کړې وي او که به د واک او قدرت په سبب سوریه یوې بلې بدبختۍ ته ننوزي او خدای مه کړه سبا د اسد دديکتاور رژیم په ارمان بيا و نه اوسي، خدای دې نه کړي.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.