سه شنبه, دسمبر 24, 2024
Homeافغانستانبینېټ:د طالبانو وروستۍ پرېکړه به په ټول نفوس ویجاړونکی اغېز ولري

بینېټ:د طالبانو وروستۍ پرېکړه به په ټول نفوس ویجاړونکی اغېز ولري

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز غندلی دی.

ښاغلي بینېټ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دا د نه توجیه وړ اعلان به په ټول نفوس ویجاړونکی اغېز ولري.

نوموړي زیاته کړې، چې دا بندیز د روغتیا، زده‌‌کړې او کار په برخه کې د نجونو او ښځو حقونه لا نقضوي.

د یادونې ده چې د نجونو پر طبي زده کړو بندیز د ګڼو نړیوالو بنسټونو غبرګونونه راپارولي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here