سه شنبه, دسمبر 24, 2024
Homeافغانستاند طالبانو امربالمعروف وزارت:د ارزو ټلویزیون د بندېدو پرېکړه د اسلامي ارزښتونو...

د طالبانو امربالمعروف وزارت:د ارزو ټلویزیون د بندېدو پرېکړه د اسلامي ارزښتونو په موخه شوې

د طالبانو د امربالمعروف وزارت وایي، چې د آرزو ټلویزیون د تړل کېدو پرېکړه، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د رسنیو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره شوې ده.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ځینو کسانو د آرزو ټلویزیون د نوم څخه په ګټې اخیستنې د اسلامي ارزښتونو او ملي عنعناتو سره په ټکر کې کړنې ترسره کولې.

دوی دغه راز ویلي، چې د دوی څېړنو جوته کړې چې د آرزو ټلویزیون ځیني غیر رسمي کسان ګومارلي وو او د هېواد څخه بهر تبعيدي رسنیو په مالي ملاتړ، د اسلامي او افغاني اصولو او دودونو خلاف سریالونه او خپرونې یې دوبله کولې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here