یکشنبه, دسمبر 22, 2024
Homeافغانستانزما د وطن ځوانانو!

زما د وطن ځوانانو!

‏لیکواله: شفیقه خپلواک

بیوسي مو په سر سترګو، پوهېږم چې لاس او پښې مو تړلې. که څوک وروستی مجبوریت ونه لري لیوني نه دي چې په مرګونو لارو به پردیو وطنونو ته ځي. ولې به په روغ سر داغونه ږدي؟ په بیا دروغ درته وویل شول! په بیا، بیا مو په سر سودا وشوه! په بیا،بیا خیانت وشو!

دا څه چې په موږ دا څو نسله تېرېږي نورو خلکو به یوه ورځ نه و زغملي. زه دا هر څه وینم! درک کوم یې! دا عذاب، دا زندان! یوه ګوله مړۍ هم په احترام نشو خوړلی. خو لږ په خپلو خویندو او میندو هم فکر وکړئ! موږ یې بغیر له تاسې نشو شل کولی. له دې عذابه نشو وتلی! د بلا خولې ته مو یوازې مه پرېږدئ! که مو اوس لاسنیوی ونکړئ دا وطن به بیا هېڅکله راټول نشي.

که تاسې یو وار ماتوي، د دې وطن لوڼې لس وار ماتوي. وطن خو مارغه دی چې د الوت لپاره باید دواړه وزر ولري. که یو یې هر څومره روغ هم وي الوت نشي کولی. له ډېره درده یې لیکم! له ډېره درده درباندې غږ کوم. له ډېرې بېوسۍ دا درته لیکم! خدای شته چې هر وار مو ناره کړې رټلې مو یوو! خو څه وکړو؟ موږ چیرې ولاړې شو؟ موږ به چا غږ وکړو؟ څوک به زموږ ډاډ شي؟

نو که څه نشئ کولی حداقل دا څو کارونه مو هم ممکن تاثیر ولري:

۱: پر خواله رسنیو او انلاین ښځو ته بد مه ویاست. په حساب څو ښځې او نجونې دي چې غږ پورته کوي. سل زړونه یو کړي یوه چېغه به وکړي، او تاسې هر یو له «ملا» بدتر شئ پيښمانه یې کړئ. حتا که ښه نه درباندې لګېده هم ترې تېرېږئ. که یې غږ نشئ بدرګه کولی په تومت، ښکنځلو او سپکو سپورو یې غږ هم مه دپوئ.

۲: ولیکئ! د دې ظلم پر وړاندې هر څومره چې لیکلی شئ هر ځای یې چې لیکلی شئ وې لیکئ! په خپل نوم نشئ کولی په مستعار نوم یې ولیکئ! خو مه پرېږدئ دا ظلم او بې عدالتي په یو نورمال ورځني ژوند بدله شي. مه پرېږدئ دا درد هم په عددونو بدل شي او کیسه نشي. وې لیکئ! تاریخ ته یې ولیکئ!

۳: د خپلو دوستانو او خپلوانو تر منځ عامه پوهاوی وکړئ. د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او افراط ورځ تر بلې ډېرېږي. مه پرېږدئ ستاسې تر مخ دا ظلم کېده یا چا داسې ناروا نظریه لرله، په یخو سترګو یې ننداره وکړئ. حداقل استدلال وکړئ. حداقل هغه ظالم ته دا احساس ورکړئ چې بد کار کوي.

۴: په هره ممکنه لار خپلو لوڼو او خویندو ته د تعلیم زمینه مساعده کړئ. ممکن ډېر کم امکانات وي. خو که تاسې کورونو کې مدام دا احساس ورکوئ چې لا هم امید شته هغوی به ډېرې ډاډه وي. ښايي یوه کتابچه ورته راوړئ. یو کوچنی کتاب. یو رونیز چینل ورته ونیسئ، یا کومه ورځ یون رونیزه ویدیو خپل یوټوب کې ورښکاره کړئ. دا به ډېر واړه کارونه وي خو ډېر لوی تاثیر لري.

د وطن لوڼې په ډېر بد حالت کې دي. له دې سره ټول وطن له زوال سره مخ دی! د ټول وطن سبا تیاره ده.د رڼا د یو واړه څرک لپاره لاس راکړئ. د خدای راکړي حق د اخیستو لپاره راسره شئ!

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here