سه شنبه, دسمبر 24, 2024
Homeکورپاڼهد اوکراین دفاع وزیر؛د امنیتي همکاریو د مرستې د غوښتنې لپاره جنوبي...

د اوکراین دفاع وزیر؛د امنیتي همکاریو د مرستې د غوښتنې لپاره جنوبي کوریا ته تللی

د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف جنوبي کوریا ته تللی او دواړو لوریو پر امنیتي همکاریو خبرې کړې دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلینسکي وايي، چې دغه خبرې د روسیې په شمال کې د اوکراین سره د جګړې لپاره د شمالي کوریا د ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په اړه وشوې.

زيلینسکي ویلي، چې عمروف د ده په لارښوونه د شمالي کوریا د دخالت په اړه د بحث لپاره جنوبي کوریا ته تللی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې اوکراین ادعا وکړه چې د شمالي کوریا ځواکونه اوکراین سره د جګړې لپاره روسیې ته استول شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here