دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeافغانستاند پښتنو د “ قامي عدالت” لویې جرګې څخه هېلې او غوښتنې

د پښتنو د “ قامي عدالت” لویې جرګې څخه هېلې او غوښتنې

رحمت لله نبیل:
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر او د آزادۍ د ملي ګوند رهبر

د ډیورنډ کرښې پورې غاړې پښتنو د عدالت غوښتنې جرګه چې د اکتوبر په ۱۱مه د منظور پشتین په مشرۍ او د “پښتون تحفظ موومنټ (PTM)” په نوښت ترسره کیږي، د معاصر تاریخ له هغو مهمو غونډو څخه ګڼل کیږي چې د له لاسه ورکړل شويو حقوقو د بیرته ترلاسه کولو، د عدالت د احیا او د پښتنو هویت د بیا راژوندي کولو لپاره ترسره کیږي.
دا غونډه نه یوازې د پښتنو لپاره بلکې د سیمې او شاید نړیوالې ټولنې لپاره هم ځانګړی اهمیت لري.
د څو لسیزو سیاسي، امنیتي، ټولنیزو او کلتوري فشارونو په اړه چې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې پښتنو تجربه کړي دي، په دې جرګه کې به خبرې وشي او حل لارې به وړاندې شي، ترڅو عدالت بیرته راوګرځول شي، کلتوري هویت احیا شي او په سیمه کې سوله او ثبات رامنځته شي.

د ډیورنډ کرښې پورې غاړې پښتنو تاریخي ستونزې

د ډیورنډ کرښې پورې غاړې پښتنو ستونزې د ۱۸۹۳ کال راهیسې پیل شوې، کله چې امیر عبدالرحمن خان او بریتانیا دغه کرښه وکښله، چې پښتانه یې په دوو برخو ووېشل. له ۱۹۴۷ کال وروسته د پاکستان له جوړېدو سره، پښتانه د سیاسي، ټولنیزو او کلتوري فشارونو لاندې راغلل. په ځانګړې توګه، د سړې جګړې په موده کې، د پاکستان بېلابېلو حکومتونو او پوځیانو د افراطیت د ودې او د استخباراتي خوځښتونو او پروژو په کارولو سره خپلو ستراتیژیکو موخو ته د رسېدو لپاره د دې سیمو څخه د ترهګرۍ او افراطیت مرکزونه جوړ کړل.
په پایله کې د لسیزو راهیسې د دې حالت دوام د ډیورنډ کرښې پورې غاړې پښتني سیمې په یوه غمیزه ناورین بدلې کړې او په افغانستان کې هم د افراطیت د ودې، ویجاړۍ او د جمهوري نظام د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنېدو زمینه برابره کړه، چې طالبان د پاکستان له لوري د یوه نیابتي ځواک په توګه وکارول شول.
دې وضعیت د پښتنو کلتوري، ټولنیز او نړیوال هویت ته جدي زیانونه ورسول، او اوس د دې هویت د بیا احیا اړتیا په لویه او ژوره کچه احساس کیږي.

د “قامي عدالت” جرګه کیدای شي چې لاندې موضوعات راوسپړي:

د افراطیت او ترهګرۍ پای ته رسول:

یوه له اساسي ستونزو څخه دا ده چې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې پښتني سیمې د افراطیت او ترهګرۍ په مرکزونو بدلې شوې دي.
هغه ترهګرې ډلې چې په دې سیمو کې فعاله وې او اوس هم دي، نه یوازې د سیمې بلکې د منطقې او نړیوال امنیت لپاره هم جدي ګواښ ګڼل کیږي.

جرګه باید په قاطعیت سره اعلان وکړي چې دا سیمې نور د افراطیت او ترهګرۍ لپاره نشي کارول کېدای.
همدارنګه، په دې جرګه کې باید پرېکړه وشي چې هر ډول مرسته او ملاتړ له هغو کمپونو او مدرسو سره چې د افراطیت او ترهګرۍ د خپرولو لپاره کارول کیږي، د قانوني جرم په توګه وګڼل شي او د دودیزو اصولو له مخې ورسره چلند وشي. باید ټینګار وشي چې د دې سیمو پرمختګ د تعلیمي، اقتصادي، سیاسي، کلتوري او ټولنیز پرمختګ پر بنسټ وشي، نه دا چې ځوانان د افراطي ډلو خوا ته ورټیل وهل شي.

د ټولو لپاره د زده کړو حق او مساوي لاسرسی:*

د ډیورنډ کرښې پورې غاړې پښتنو له اساسي ستونزو څخه یوه د تعلیم او زده کړو نشتوالی دی، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره.
په دې سیمو کې د مناسب تعلیمي فرصتونو نشتوالی او کله هم ناغوره دودونه د دې لامل شوي چې ډیری وګړي له زده کړو بې برخې شي او ځوانان د افراطي ډلو او نیابتي جګړو لپاره وکارول شي.
جرګه باید ټینګار وکړي چې د تعلیم حق باید ټولو وګړو ته، په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته، برابر شي. زده کړه د ټولنیز پرمختګ او عدالت بنسټ دی او تعلیمي فرصتونو ته لاسرسی کولی شي د بیوزلۍ او نابرابرۍ ستونزې په جدي ډول کمې کړي.

بیوزلي او ټولنیز توپیر:

په پښتني سیمو کې سیستماتیک ډول بیوزلیو ته زمینه برابرول، د دې لامل شوی چې بیکاري زیاته شي او ځوانان د ترهګرو ډلو سره مل شي.
جرګه باید په جدي توګه اقتصادي اصلاحاتو او د زیربناوو په جوړولو ټینګار وکړي. د کورني او بهرني پانګوالو جذبول او د جرګې له لارې د پانګوالو ته د جذب پر مشوقونو بحث کول او میکانیزنونه وړاندې کول د دې سیمو د پرمختګ لپاره اړین دي.

د کلتوري هویت احیا او ځایي  ارزښتونه:

پښتني کلتور چې تل په ادبیاتو، موسیقۍ، هنر او انساني ارزښتونو کې څرګنده ونډه لري، د افراطیت له کبله تر فشار لاندې دی او ضعیف شوی دی. دا جرګه یو فرصت دی چې پښتني کلتور او د هغوی ځایي ارزښتونه بیا راژوندي شي. د دې کلتور بیا احیا به د پښتنو د تاریخي هویت په بیا ژوندي کولو کې مرسته وکړي او ځوان نسلونه به له خپلو مثبتو اصلي/ځایي ارزښتونو سره آشنا او یو ځل بیا وصل کړي.

د ناغوره دودونو او کلتوري تاوتریخوالي پای ته رسول

۶. په پښتني سیمو کې د پرمختګ یو له لویو خنډونو څخه هغه زاړه عنعنات او ناغوره دودونه دي چې د ننني تمدن اصولو او بشري حقونو سره په ټکر کې دي.
جنسیتي تاوتریخوالی، اجباري ودونه، د انتقام په بدل کې ښځو قرباني کول ، او د استخباراتي دین او د “ټوپک زما قانون” کلتور څخه په پټو سترګو پیروي کول، د دې ناغوره دودونو ځینې بېلګې دي.
دا جرګه باید د ټولنیزو، کلتوري او سیاسي ابعادو په چوکاټ کې د بنسټیزو اصلاحاتو غوښتنه وکړي ترڅو دا ناغوره عنعنات او دودونه پای ته ورسېږي. همدارنګه، باید په کلکه د کورني تاوتریخوالي، پرمختګ ضد دودونو، او د ماشومانو او ځوانانو د تعلیم او روزنې لپاره په تمدني اصولو ټینګار وشي، ترڅو د د ټولو لپاره مساوي فرصتونه رامنځته او پیاوړي شي.

د ښځو حقونه او د جنسیتي تبعیض پر وړاندې مبارزه:

یوه بله جدي ستونزه چې پښتنې ښځې ورسره مخ دي، جنسیتي تبعیض او د هغوی د اساسي حقونو نشتوالی دی. دغه تبعیض په تعلیم، روغتیا، ټولنیزو حقونو، او په سیاسي او اقتصادي پریکړو کې د ګډون په برخو کې راڅرګندېږي.
پښتنې ښځې اکثراً د ناغوره دودونو او کلتوري تاوتریخوالي قرباني کېږي.

د ښځو او نجونو تعلیم باید د جرګې د لومړیتوبونو په سر کې وي. جرګه باید ټینګار وکړي چې ټولو ښځو او نجونو ته باید د کیفیت لرونکو تعلیمي فرصتونو ته لاسرسی ورکړل شي. د پښتني سیمو په بېلابېلو برخو کې د ښځو لپاره د ښوونځیو او تعلیمي پروګرامونو جوړول د ټولنې د پرمختګ لپاره یو بنسټیز ګام دی.

جرګه باید په قاطعانه ډول د اجباري ودونو او جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې دریځ ونیسي او د ټولنیزو اصلاحاتو وړاندیزونه وکړي ترڅو دغه ناغوره دودونه پای ته ورسي. همدارنګه، باید د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د قوانینو د پلي کېدو ټینګار وشي، ترڅو د هغوی حقوق د تاوتریخوالي پر وړاندې خوندي شي.

جرګه باید د ښځو شتون په سیاسي او ټولنیزو پریکړو کې پیاوړی کړي. ښځې باید په ټولو سیاسي او ټولنیزو پروسو کې حضور ولري او د پریکړو کولو په بهیر کې د هغوی ونډه په رسميت وپېژندل شي. د ښځو په برخه کې د ځانګړو کمېټو جوړول، ترڅو د هغوی اړوند ستونزې او ننګونې وڅېړل شي، باید په دې جرګه کې په جدي توګه پام ورته وشي.

د ټولنیز عدالت ټینګښت او د توپیري چلندونو پای ته رسول:

پښتانه چې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ژوند کوي، له لسیزو راهیسې د ټولنیز، سیاسي او اقتصادي توپیري چلند سره مخ دي. هغوی له جبري لادرکه کېدو، د هغوی د طبیعي زیرمو لوټل او پراخ او ټولیز ځپلو سره مخ شوي دي. د دې جرګې یو له اساسي موخو څخه باید د ټولنیز عدالت ټینګښت او د دې نابرابرۍ او ځپلو پای ته رسول وي. جرګه باید عملي وړاندیزونه وکړي ترڅو د زیانمنو شويو سیمو بیا رغونه وشي او تاوانونه یې جبران شي. د دې لپاره د څارنې یو بنسټ جوړول به د دې غوښتنو د پلي کېدو په څارنه کې مرسته وکړي.

اقتصادي اصلاحات او بنسټیز پرمختګ:

د ډیورنډ کرښې پورې غاړې پښتني سیمې په سیستماتیک ډول د اقتصادي پرمختګ او عصري او بنسټیز زیربناوو څخه بې برخې شوي دي.
د ښوونیزو، روغتیایي او اقتصادي بنسټونو نشتوالی د دې سیمو د پرمختګ په مخ کې جدي خنډ دی.
جرګه باید په جدي توګه د اقتصادي اصلاحاتو او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو په هڅونه ټینګار وکړي، ترڅو په سیمه کې د زیربناوو پرمختګ رامنځته شي.

د خپلواک پښتونستان د جوړولو بحث:

یو له حساسو مسایلو څخه چې په جرګه کې کېدای شي مطرح شي، د افغانستان په ګاونډ کې د خپلواک پښتونستان د جوړولو بحث دی. د خپلواک پښتونستان د جوړېدو مفکوره/داعیه له ډېره وخته راهیسې د پښتنو د سیاسي مشرانو او ځینې نورو قومونو لخوا مطرح شوې ده. که دا غوښتنه پلي شي، نو په سیمه کې به اساسي سیاسي بدلونونه رامنځته شي. خو، هر ډول بحث په دې اړه باید په دقیق ډول او د نړیوالو قوانینو او د سیمې د نورو قومونو د حقونو په درناوي سره ترسره شي.

دا بحث باید په سیاسي ډیالوګ کې په شفاف ډول او د سیمې او نړیوالو حساسیتونو په پام کې نیولو سره نه د لنډ مهاله احساساتو له مخې مطرح شي، ترڅو د پاکستان نظامیانو ته بهانه په لاس ورنشي او نوي شخړې رامنځته نشي.
دا جرګه کولی شي د دې خبرو اترو لپاره یو پیل شي او د دوامداره سیاسي مذاکراتو او تفاهم له لارې د ټولې سیمې سیاسي، ټولنیز او کلتوري جوړښتونو سره په همغږۍ د سولې ټیکاو او پرمختګ لارې چارې رامنځته کړي.

د بېلابېلو اقشارو او قومونو پراخ ګډون:

د دې جرګې یوه له مهمو قوتونو څخه د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د مختلفو قومونو استازو ګډون دی، هغه کسان چې لکه د پښتنو په څېر د پاکستان د نظامیانو له ظلم او تاړاک سره مخ شوي دي. د دې قومونو لکه بلوڅانو، سندیانو، هزاره شیعه ګانو او نورو مذهبي لږکیو استازو د میلمنو په ځیر بلل، چې په پاکستان کې په څلورو ایالتونو کې د بې‌عدالتۍ او سرکوب سره مخ دي، کولی شي دا جرګه نوره هم بډایه کړي. د هغوی شتون به د دې جرګې ارزښت زیات کړي او په پاکستان کې د محکومو قومونو ترمنځ همغږي او یووالی پیاوړی کړي.

د جرګې د ترسره کېدو په وړاندې احتمالي فشارونه او خنډونه:

د پاکستان پوځ کېدای شي د اکتوبر په ۱۱مه د پښتنو د عدالت غوښتنې جرګې د ترسره کېدو لپاره یو شمېر جدي خنډونه رامنځته کړي. دغه خنډونه کېدای شي د PTM فعالانو نیول، په پښتني سیمو کې د امنیتي او نظامي محدودیتونو رامنځته کول، او د رسنیو او مخابراتو کنټرول او بندول وي.

همدارنګه، پوځ کېدای شي د جرګې د مخنیوي لپاره د ملي ګټو ضد او د بهرنیو ځواکونو/استخباراتو سره د اړیکو/همکارۍ تورونه وکاروي. سربیره پر دې، امکان شته چې د نیابتي ځواکونو له لارې بې ثباتي رامنځته کړي، یا هم د سیاسي او قضایي فشارونو په کارولو سره د جرګې له ترسره کېدو مخنیوی وکړي. دا تاکتیکونه ټول په دې موخه ترسره کیږي چې د پښتنو د حقوق غوښتنې هڅې وځپل شي.

د پاکستان پوځ له لوري د اکتوبر ۱۱مې د جرګې په وړاندې د احتمالي فشارونو د مهارولو لپاره، PTM کولای شي له نړیوالې ټولنې څخه د عامه ذهنیتونو انسجام، د رسنیو او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو ملاتړ ترلاسه کړي ترڅو د ځپلو په وړاندې نړیوال پام راواړوي. په دې ترڅ کې د ټولنیزو رسنیو او بدیل اړیکو کارول، که انټرنیټ پرې کیږي، کولی شي د جرګې د معلوماتو د خپرولو دوام یقیني کړي. همدارنګه، پراخې سوله‌ییزې مظاهرې او اعتصابونه به د حکومت په وړاندې فشار زیات کړي او ولسي ملاتړ ترلاسه کړي.

د پاکستان حکومت باندې د فشار راوړلو لارې چارې:

که چېرې د پاکستان حکومت د جرګې غوښتنو ته غاړه کېنږدي، PTM څو لارې چارې لري ترڅو د حکومت پر وړاندې فشار زیات کړي:

-نړیوال ملاتړ: له نړیوالو رسنیو، د بشري حقونو له سازمانونو او نړیوالو بنسټونو لکه ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې څخه د ملاتړ ترلاسه کول به د پاکستان حکومت باندې فشار زیات کړي ترڅو د پښتنو حقوقو ته درناوی وکړي. له همدې شیبې څخه باید ټول موجود ظرفیتونه په کار واچول شي ترڅو د جرګې اهمیت نړیوالو رسنیو او سازمانونو ته ورسېږي او د ملاله یوسفزۍ په څېر کسانو څخه مرسته وغوښتل شي ترڅو په دې برخه کې همکاري وکړي.

-مدني نافرماني او اعتراضونه: مدني نافرماني، اعتصابونه او سوله‌ییز اعتراضونه د حکومت پر وړاندې د فشار یو مؤثره وسیله ده چې PTM یې په پراخه کچه کارولی شي.
-دیپلوماتیک او اقتصادي فشارونه: PTM باید د سیمې او نړۍ د هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي ترڅو پاکستان په دیپلوماتیکه توګه منزوي کړي او د پښتنو پر وړاندې د خپلو غوښتنو لپاره نړیوال فشارونه زیات کړي.

-موخه لرونکي اقتصادي بندیزونه:

پښتانه او د جرګې نور ګډون کوونکي کولای شي له غیر رسمي او موخه لرونکو اقتصادي بندیزونو څخه کار واخلي ترڅو هغه اقتصادي برخې وځپي چې له نظامیانو سره تړاو لري.

پایله: د عدالت او پرمختګ لپاره تاریخي فرصت

دا جرګه د ډیورنډ کرښې پورې غاړې پښتنو لپاره یو تاریخي فرصت دی چې خپل هویت بیرته ترلاسه کړي، عدالت احیا کړي او په سیمه کې ټیکاو او پرمختګ راولي.
دا جرګه باید د دقیقې پلان جوړونې او د ټولو بللیو په ګډون سره ترسره شي، ترڅو د خلکو غوښتنې په جامع او همغږه توګه مطرح شي. تر څو په پای کې، که پاکستان حکومت د جرګې غوښتنو ته غاړه کېنږدي، PTM باید د مدني، دیپلوماتیک او اقتصادي فشار د لارو کارولو لپاره چمتو وي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here