بانوقدسیه
ژباړه: طارق تسل
- ما د سړي بې وسي هغه مهال محسوس کړه، کله چې مې پلار د سرطان ناروغۍ سره لاس و ګریوان و، خو د خپلې روغتیا څخه زیات دې ته ځوریدلو چې جمع کړې سرمایه راڅخه په بيمارۍ لاړله؛ زما له مرګه پس به زما بچیو ته څه پاتې شي.
- ما د سړي قرباني هغه مهال ولیدله چې کله یوه ورځ بازار ته د اختر په سودا پسې تللې وم. هلته مې يوه کورنۍ ولیدله، چې ټولو سره په لاسونو کې د اختر د سودا څخه ډک پلاستیکونه وو. مېرمنې خپل خاوند ته وویل: زما او د بچیو د اړتیا توکي خو مو وپېرل؛ ته ځانته کوټ او پېزار نه اخلې؟ خاوند ورته وویل: تېر کال چې مې اخیستي؛ په هماغو به ګوزاره وکړم. ته وګوره که نور څه مو کم وي؛ همدا اوس يې واخلئ! د اختر ورځې دي، سبا به ګڼه ګوڼه زیاته وي، یوازې به بیا په عذاب شې.
- ما د سړي ساتنه هغه مهال ولیدله، چې کله د خپلې کورنۍ سره یو ځاې له عمومي سرک څخه بلې غاړې ته اوختلو؛ نو خپل ټوله کورنۍ یې تر شا روانه کړله او دې پخپله وړاندې روان شو، په دې خاطر چې د حادثې په وخت به لومړی زیان پخپله برداشت کړي.
ما د سړي د زړه زور او برداشت هغه مهال محسوس کړل، چې واده شوې لور يې د خسر له کوره وشړل شوه او په ژړا د پلار کور ته راغلله. پلار په سینې پورې ونیوله او ورته یې وویل: زه خو لا ژوندی یم کنه لورې!