ایران کې په یو کان کې د چاودنې له کبله ۵۲ کسان ووژل شول، چې له کبله یې د دوشنبې او سې شنبې ورځ په دغه ولایت کې ماتم اعلان شو.
د جنوبي خراسان ولایت مسوولین وايي، دا ماتم یې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکي په پار کړی دی.
د یادونې ده چې د ایران د جنوبي خراسان په طبس ولایت کې په یو کان کې د میتان ګاز چاودنه کړې چې له کبله یې ۵۲ کسان وژل شوي.
چارواکي وايي، ۲۴ کسان د ننه په کان کې بند پاتي، چې تر اوسه ورته لاسرسی نه لري.
د ایران ولسمشر بیا د یادې پېښې په اړه د څېړنو امر کړی.