جمعه, دسمبر 27, 2024
Homeافغانستانبلوڅ:افغانستان کې په هوایي بریدونو کې مو ترهګرې ډلې په نښه کړې

بلوڅ:افغانستان کې په هوایي بریدونو کې مو ترهګرې ډلې په نښه کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې افغانستان کې یې بریدونه کړي.

د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، چې دا بریدونه یې په تروریستي ډلو ترسره کړي.

هغې د ځای له نوم اخیستلو پرته وویل، چې فرضي کرښې ته نږدې یې د افغانستان په سیمو کې پر ترهګرو بریدونه کړي.

د بلوڅ په وینا، پاکستان دا بریدونه د خپلو خلکو او پاکستان پر وړاندې د امنیتي ګواښونو کمېدو لپاره ترسره کړي.

د یادونې ده چې تېره شپه د پاکستان جیټ الوتکو د پکتیکا برمل ولسوالي کې د عامو خلکو کورونه بمبار کړل، ښځې او ماشومان یې شهیدان کړل.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here