د کرکټ په نړۍ کې رحمنالله ګُربز د نړۍ درېیم لوبغاړی شو چې په نړویوالو یو ورځنیو سیالیو کې یې له ۲۳ کلنۍ مخکې اووه سلیزې ترسره کړې دي.
ټایمزافانډیا ورځپاڼې ویلي، چې رحمن الله ګُربز د اووه سلیزو په بشپړېدو له ویرات کوهلي سره ځان مساوي او درېیم مقام ته یې ځان ورسوه.
ګربز د سوېلي افریقا پر وړاندې تېرې شپې لوبه کې په ۱۱۰ توپونو د ۳ شپږیزو او ۱۰ څلورېزو په وهلو سره ۱۰۵ منډې وکړې او په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې یې اوومه سلیزه جوړه کړه.
هېره دې نه وي، چې کیونټون ډیکوک او سچېن ټنډولکر له ۲۳ کلنۍ مخکې په اته-اته سلیزو په لومړي او دویم او ګُربز درېیم مقام کې ځای لري.