د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ټولو هېوادوالو ته د افغانستان او جنوبي_افریقا ترمنځ د درې پنځوس آوریزه کرکټ سیالیو د بریا مبارکي ورکړې ده.
ښاغلي کرزي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې دوهمه پرلاپسې پیاوړي بریا او د سریز د جام د گټلو له امله د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو او ټولو هیوادوالو ته مبارکي وایم.
نوموړي افغان لوبغاړو ته د لا ډیرو بریاوو هیله څرګنده کړې ده.
د یادونې ده، چې بیګا شپه افغان لوبډلې په ستر توپیر له سویلي افریقا لوبډلې لوبه وګټله او د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ یې په خپل نوم کړه.