کیسه: امریتا پریتم
لیکوال او ژباړن: سمسور ودان
په یوې نجلۍ او یو جام کې څه توپیر دی؟ ډير څه! او هیڅ هم نه
هغه ته هم هره نجلۍ یو جام و. جام یې ډک کړ، له شونډو سره یې ولګاوه او مات یې کړ. خو هغه… هغه یې د ژوند وروستی جام ثابت شو او شونډو ته رسېدلو نه وړاندې ترې واخیستل شو. ده بیا ټول عمر اوښکې بهولي.
د مشهور انځورګر سمیش نندا دا کیسه مې تیر کال لیکلې وه. په دهلي کې یې د انځورونو نمایش و. ټوله اونۍ په یو نه یو اخبار کې د ده پر هنر تبصره نشرېده. سترو ادیبانو پرې تعریفي تنقیدونه لیکل. زه د انځورګري فن په اړه همدومره پوهېدم څومره چې یو کوڼ مګر حساس انسان پرې پوهیږي. په پټه خوله مې نمایش کې د ایښودل شویو انځورونو ستاینه کوله، چې سترګې مې د سمیش نندا په دوو انځورونو خښې شوې. د یوه تصویر لاندې لیکل شوي و: دوه نیمې پاڼې، یوه نیمه پاڼه!
تر دوهم انځور لاندې کښل شوي و: یوه نجلۍ، یو جام!
په لومړي انځور کې د چایو کروندې دننه دوه غرنۍ پېغلې د چایو شنې پاڼې راشکوي. مصور/انځورګر راته د دغه تصویر مفهوم داسې ووایه: د چایو بوټي د وروستۍ غوټۍ یوازې یوه نیمه پاڼه وي. یوه پوره او بله هغې پسې نښتې نازکه پاڼه. د همدې یونیمې پاڼې ښکلا او برم ډیر مختلف او ځانګړی وي. بیا د غوټۍ لاندې دوه نیمې نورې بې حده نرمې پاڼې رازرغونیږي او ورپسې د غټو پاڼو څو څانګې وي. د چایو همدا یوه نیمه او دوه نیمې پاڼې له پرې کولو وروسته بیلې بیلې ایښودل کیږي، چې چای یې تر ټولو قیمت بیه وي او په څه باندې ۶۰ پاونډو خرڅيږي. موږ چې کوم چای څښو دا د عادي/غټو پاڼو وي! ځکه له یو بوټي نه یوازې ۴ نازکې پاڼې حاصلیږي، نو فکر وکړه چې ټول باغ نه به اخیر څومره پاڼې ترلاسه شي؟!
د سمیش نندا په انځور کې چې کومه غرنۍ پېغله وه، د هغې مخ تر نیمايي هم کم ښکارېده، خو د حسن کوم انداز یې چې تر سترګو کېده، له هغې معلومېده لکه ټولې غرنۍ نجونې چې د چایو شیندل شوي او خپاره بوټي وي. کومه نجلۍ چې دېخوا ولاړه وه، داسې معلومېده لکه د غوټۍ وروستۍ پاڼه… د انځورونو په اړه مې خپل دا نظریات زړه کې وساتل او انځورګر ته مې و نه ویل.
دوهم تصویر چې لاندې ترې لیکل شوي و: «یوه نجلۍ، یو جام» د غرنۍ پېغلې د ځانګړي حسن انځور و. داسې انځور چې خپله غږیده. رښتیا ده ما په ټول ژوند کې داسې غږېدونکی تصویر کله هم نه و لیدلی. د دې انځور په اړه انځورګر څه وضاحت رانکړ، خو ما ورته یوازې همدومره وویل، چې: د یو جام څښلو له پاره ټول عمر هم کم دی!
انځورګر لړزاند راوکتل، د ده عمر به نیږدې ۶۰ کلونه و، خو نه پوهېږم په همدې شېبه یې د ځوانۍ کوم عالم په سترګو کې راښکاره شو. هغه وویل: تر اوسه هیچا هم د دې تصویر داسې ترجماني نه ده کړې! دا خو دې په اصل کې هغه خبره وکړه، کومه چې ما کوله. نور خو نور… زما نیږدې ملګرو هم د دې تصویر داسې معنا نه وه کړې. بس ځینو به په ټوکه کې وویل: «یوه نجلۍ، یو جام» مګر جام خو هره ورځ نوی پیدا کېدلی شي!؟
نه پوهېږم په دې انځور کې کوم کشش و، چې ټوله اونۍ نندارتون پرانیستی و او ما هم درې ځله دا انځور سر تر پایه وکوت. د هغه نمایش نوم هم «یوه نجلۍ، یو جام» و.
دا کومه فني او شعوري خبره نه وه چې ما وکړه. ما د سمیش نندا د تخلیق په اړه د خپل زړه یوه ساده جمله وویله. خو همدې ساده خبرې د انځورګر زړه ښکل او د هغه تر شونډو راوست: «زه په اوسپنیزو جسمونو د انځورګرۍ فن د تحقیق له پاره یو کلي ته تللی وم. له هغه ځایه د پالم پور د چایو کروندې لیرې نه وې. دا انځور: «دوه نیمې پاڼې، یوه نیمه پاڼه» مې هلته جوړ کړ. دا نجلۍ چې دېخوا ولاړه ده، په اصل کې هماغه انجلۍ ده چې په دوهم انځور «یوه نجلۍ، یو جام» کې ښکاره شوې».
ــ که څه هم په دې خبره تا ته تر ویلو وړاندې ښه نه پوهېدمه؛ خو له اولې ورځې انځور ته تر کتلو وروسته راته داسې محسوسېده لکه ټولې نجونې چې د چایو نیالګي وي. او دا نجلۍ د همدې نیالګي پورتنۍ غوټۍ وي، شنه، نازکه او ځلېدونکې!
د سمیش نندا زړې سترګې وځلېدلې او ویې ویل: اوس مې نور هم یقین پوخ شو، تا زما د زړه خبره وکړه. په کوم انداز دې چې زما د دواړو انځورونو مطلب بیان کړ، دا حق لرې چې خپله ټوله کیسه درته وکړم. دا کیسه وړاندې هیچا هم اورېدلې نه ده.
«ما هغې نجلۍ ته (ټوني) ویل، ځکه د اصلي نوم پوښتلو زحمت مې نه و کړی. هغې د چایو له بوټي د پاڼو راشکولو پر مهال د (دوه نیمو پاڼو او یوې نیمې پاڼې) خبره راته کړې وه. ما سملاسي ورته وویل: ته هم د پېغلو غوټۍ یې، ډیره قیمت بیه…! خو معلومه نه ده چې دا چای به څوک څښي؟
د برساتي بارانونو ورځ وه، په یوې ویالې کې ډیرې اوبه راغلې، د دواړو لوریو نښلونکی سرک له اوبو لاندې شو. درې ورځې وروسته د سرک وجود بیرته راښکاره شو. له دېخوا زه تلم او له هغې خوا ټونې راتلله. ما وویل: اخیر هم باران غلی شو، یو ځل راته داسې ایسېده چې دا سرکښ باران به هیڅ بند نشي.
پوهېږې ټونې راته څه وویل: بابو! دا څه د انسان اوښکې نه دي، چې هیڅ به وچې نشي!
زه د ټوني خولې ته ځير پاتې شوم. د هغې بدن بې حده ښکلی و، خو دا چې دومره ژوره خبره هم راته کولی شي، فکر مې نه و کړی. دا ډول خبره مې د بنګالي ژبې په یو ناول کې لوستې وه. مګر ټوني کله هم بنګالي ناول لوستی نه و. ښايي د ټولو هېوادونو د غم ژبه به یوه وي؛ ځکه هغې داسې وویل!؟
زه د هغې کور ته هم ورغلم. پلار، مور، خور، یوه وریندار او دوه وروڼه یې پکې اوسېدل. ما یې ټول کور په ځير ځير وکوت، د هغې اصل غم مې وپېژانده، د پلار په سر یې د قرض بوج و. هلته د انجونو قیمت ټاکل کېده، له ۳۰۰ نیولې تر ۱۰۰۰ روپیو پورې. یو قرضداري ټوني د ۱۵۰۰ روپيو په بدل کې غوښتې وه.
ټوني ویل: هغه انسان نه دی؛ دیو دی! زه په خوب کې هم ترې ډارېږم.
یوه ورځ مې په تنهايي کې ترې وپوښتل: که زه ستا د ډار غوټه درپرې کړم، نو…؟
ــ هغه څنګه بابو؟
ــ زه ۱۵۰۰ روپۍ درکوم، ته خپل پلار ته ووایه چې هغه (دیو) سره دې کوژدن ختمه کړي.
که کومه بله نجلۍ وای، زما پښو ته به غورځېدلې وای، خو ټونی نېغ زما پر زړه وار وکړ او ویې ویل: بابو! ته له ما سره واده کوې؟
کوم وخت مې ویلي و: ټوني ته د چایو د نیالګي د لومړي سر غوټۍ یې، یعنې تر ټولو ګران بیه غوټۍ، ډيره قیمته، معلومه نه ده چې دا چای به څوک څښي؟ او نن ټوني په خپل ضد دغه چای تیار کړی و. دا خبره مې کله ویلې هم نه وه او نه مې یې په اړه سوچ کړی و.
ما غوښتل هغه پوه کړم، کړه مې: زما مطلب دا نه و. خو د هغې په وجود کې اور ولګېده او ویې ویل: بابو! آیا زه په ډيران موندل شوې خځله یمه؟
زما خپله هم چندان ژوند نه و، څومره نجونې پکې راغلې او څومره لاړې. خو رښتیا دا ده چې ما له هغوی سره یو څه سفر وکړ او اوږد مزل مې ونکړ. اوس مې دا باور ختم شوی و، چې زه به د یو چا د ټول ژوند همسفر شم.
ما د هغې په شونډو ګوتې کېښودې: زما ژوند ډير ګرم دی ټوني! ته به یې د څښلو توان ونلرې، شونډې به دې وسوځوي.
ــ زه به همدې ګرم ژوند ته پوکی ورکړم بابو! او و به یې څښم.
همدومره مې ترې واورېدل. کله مې چې د هغې شکل ته وکتل، داسې راته ښکاره شوه: لکه یوازې همدې څيرې سره چې د ټول عمر سفر کولی شم!
خپله فیصله راته د سرزرو سکې غوندې ځلېدونکې ښکاره شوه. هغې ته مې وویل: تا ته شاید معلومه نه وي، چې زما په ژوند کې څومره نجونې راغلې!؟ هره نجلۍ مې د شراب د جام په څير وڅښله او جام مې بیا له شرابو ډک کړ.
هغې په خندا وویل: ولې بابو! ستا تنده نه ماتیږي؟
هیڅ ځواب مې ورنکړ؛ خو ټوني بیا وویل: ډير ښه بابو! یو ځل جام ډک کړه او تر څو چې زما د زړه جام ختم شوی نه وي، له کوم بل جام سره شونډې مه لګوه.
داسې راته ښکارېده، لکه تر اوسه چې ما هر جام څښلی هغه د اجسامو جامونه وو، د زړه جام پکې نه و. که کوم داسې جام وای، نو تر څو چې شراب پکې ختم شوي نه وای، له بل جام سره به مې خوله لګولې وای؟! ښایي د زړه د جام شراب به کله هم نه ختمېدل.
ما خپله فیصله د ځلېدلو په حال ولیدله، د ټوني پرېکړه درسته وه، ځکه خو یې مور او پلار زموږ په حق کې فیصله وکړه او زه هم بیرته ښار ته د پیسو پیدا کولو له پاره راغلم.»
۸ بجې د نندارتون وخت ختمېده، ځکه خو د انځورونو کتونکي بیرته ګرځېدلي و او کوم نوی کس هم نه راته. کیسه پای ته نه وه رسېدلې، خو انځورګر چې تر دې ځایه راورسوله، نو غلی شو. ما د هغه په لور ورکتل، د هغه د درېدلې کیسې په اړه مې سوچ کاوه. انځورګر داسې ښکارېده لکه د بې خودۍ په کومې دنیا کې چې ورک وي.
د نندارتون ملازم د نمایش خونې بندولو له پاره دهلیز ته راغی. ما د لاس په اشاره د خاموش درېدلو ورته وویل او انتظار مې کاوه چې ښايي نیمګړې کیسه بیا پیل شي.
د مصور په بندو سترګو کې اوښکې راغلې، د اوښکو روانتیا کیسه هم روانه کړه: «ما چې روپۍ یوړې او بیرته لاړم، تر هغو قسمت زما جام زما له لاسونو اخیستی و.
ما په لړزانده شونډو وپوښتل: څه؟ آیا پلار یې د ټوني پټ واده کړی و؟
ــ «ناا! له هغې هم دردونکې حادثه شوې وه. ټوني به چې چا ته دیو ویل. هماغه سودخور د خپلې سودا له ختمېدلو خبر شوی وی، په څه چل ول یې ټوني باندې زهر څښلي و.
د ټوني په سوځول شوي جسد کې لا څو انګار باقي وو… یو څو شغلې اور… ما هماغه اور ګواه کړ، د سوځیدلي جسد شاوخوا طواف مې وکړ او څنګه چې چارچاپيره وګرځېدم…»
انځورګر ښايي په ۳۰ ــ ۳۵ کلنۍ کې هغه طوافونه کړي وو او پاتې ټول عمر یې نه پوهېږم څنګه خو د هماغو طوافونو عزت ساتلی و. دا خبره د هغه له ۶۰ کلنۍ هم ښکارېده. پوښتلو ته هیڅ اړتیا نه وه. داسې مې محسوسوله لکه دا ۲۰مه پېړۍ چې هغه ته سلام کوي.
ورو، ورو د انځورګر شونډې وښورېدې: «ټوني ویلې: یو اقرار وکړه بابو! تر څو چې زما د زړه جام ختم شوی نه وي، تر هغو له بل جام سره شونډې مه لګوه… او هاغه مخامخ ولاړه انجلۍ ګواه ده چې تر ننه مې کوم بل جام سره شونډې نه دي لګولې»
مخامخ د ټوني انځور و. ټوني … «یوه نجلۍ، یو جام»؛
مرګ د انځورګر له لاسونو هغه جام واخیست، خو هیڅ مرګ و نه توانید چې تصور نه یې یاد جام واخلي. د انځورګر ټول عمر د همدغه جام په څښلو تېر شو او د صراحی شراب کله هم ختم نه شول.
نیږدې یو کال کیږي، چې ما د سمیش نندا له ژبې دا کیسه اورېدلې وه او یوه اونۍ وروسته مې په خپلو لاسونو لیکلې وه. هغه یې د چاپ کولو اجازه نه وه راکړې. هغه وخت مې په کیسه کې د سمیش نوم بدل کړی و. خو هغه ویل: تر څو چې زما د ژوند وروستۍ ورځ نه وي راغلې، تر هغو پرې زه هیڅ حق نه لرم. پرېږده چې د همدې جام په څښلو خپله وروستۍ ساه واخلم. بیا دا کیسه خپره کړه، خو اوس نه. هغه وخت زما نوم هم پکې مه بدلوه.
تېره اونۍ به مو په ورځپاڼو کې لوستي وي، چې: مشهور انځورګر سمیش نندا وفات شو! د انځورګر د هنر اړوند اخبارونو دا لیکلي و: په کومه خونه کې چې انځورګر خپلې وروستۍ ساګانې ووېستې، په هغه کوټه کې یوازې یو تصویر و، چې لاندې ترې لیکل شوي و: «یوه نجلۍ یو جام»
عمر وړوکی و، جام لوی و. نن د انځورګر دعوه درسته ثابته شوه. ما په کیسه کې هیڅ تغیر نه دی راوستی. یوازې د هغه نوم مې ولیکه، د هغه په خواهش!