د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له پلاوي سره د کابل او اسلاماباد د اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د علماوو ترمنځ د نږدې اړیکو پر اړتیا ټینګار کړی او د شته سیاسي خنډونو د حل لپاره یې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د افغان ولس د جهاد له برکته په سیمه کې ثبات رامنځته شوی؛ خو په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او پوځي اقدامات د اندېښنې وړ دي او باید تکرار نه شي.