د «ګلوبل ایشوز» په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو بندیز د جبري ودونو او ماشومو نجونو د ودونو د زیاتېدو یو مهم لامل ګرځېدلی دی.
د بشري حقونو ډلو د اټکل له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې له پنځه زرو ډېرو نجونو ته په زور ودونه شوي دي.
ملګري ملتونه او د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي چې دا بندیز د کورني تاوتریخوالي، فقر او ځانوژنو سبب شوی او افغانستان یې نوره هم له نړۍ وال انزوا سره مخ کړی دی.
د یونیسف او نړیوال بانک د شمېرو له مخې، د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل وروسته تر یوه میلیونه ډېرې نجونې له زدهکړو بېبرخې پاتې دي.