یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په افغانستان کې د انټرنېټ خدمتونه د طالبانو حکومت د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په امر بېرته فعال شول.
سرچینو زیاته کړې چې د انټرنېټ بندېدو پرېکړه هم د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبتالله اخوندزاده شخصي امر و.
سرچینې وایي، چې ملا محمد حسن اخند په تېرو درې ورځو کې د انټرنېټ د بندېدو پر سر څو غونډې ترسره کړې دي.
د سرچینې په وینا، د کابینې ګڼ غړي د دې موضوع د حل لپاره کندهار ته تللي څو شیخ هبت الله اخندزاده قانع کړي.
د یادونې ده چې له درې ورځو بندیز وروسته نن انټرنېټ بیرته فعال شو.